د ثور اوومه او اتمه

د غویی (ثور) اوومه او اتمه نېټه د افغانستان معاصر تاریخ کی دوه مهمې ورځې دي چې هر کال لمانځل کیږي د غویي په اوومه نیټه (۱۳۵۷) د کمونسټانو خونړۍ کودتا وشوه خو د غویي په اتمه نیټه (۱۳۷۱) کې د افغانستان ریښتينو،میړانو او مجاهدو خلکو سره پوځ (شورویان) خپل هیواد څخه دباندی وایستل.

دغه دوه تاریخي ورځې چې له غمیزو، خپګان، بد مرغیو او بلعکس خوشحالیو څخه ډکې وې، یعنې د غویی په اوومه نیټه د هېواد د لومړني ولسمشر سردارمحمدداود خان  دولت د خلق ډیموکراټیک ګوند له خوا او د کمونیسټانو د لاسپوڅو لخوا د یوې پوځي کودتاه په ترڅ  کې له  منځه ولاړه، ، د افغانسان بنسټیز سیستم او پرمختیایي چارو او په ټولیزه توګه هغه زیربنايي مسایل ړنګ شول او دا د افغانستان مجاهد او زړه ور ولس ته بدمرغي وه خو له بل لوري نه د نړۍ د هغه وخت ځواکمن سره پوځ ماتې او د افغانانو ریښتونی سپیڅلی جهاد ز مونږ لپاره د خوشحالۍ ورځ وه.

 خو افغانستان کې د مجاهدینو له بري وروسته هېڅکله د غه ورځ په ښه توګه  نه ده لمانځل شوې ، افغان ولس د خلق ډیموکراټیک ګوند له کودتاه وروسته ډېرې قربانۍ ورکړې او هېواد یې د جگړې پر یو پراخ مرکز بدل شو، دغې جگړې او ناخوالې ۲۳ کاله وړاندې د مجاهدینو پر بری پای ته ونه رسیدې او د واک پر سر سیالیو دوی وهڅول چې د بلې کورنۍ جگړې بنسټ کیږدی خو هېره دې نه وي چې د مجاهدینو د جګړې اصلي عاملین هم هغه سره مستبده سره پوځونو او د کمونسټي شوروي پلوه هیوادونه په تیره بیا کوبا او دغه ملعون فیډل کاسترو د ګورباچوف تر څنګ ولاړ ول .

کابو شپږ دیرش کاله وړاندې رامنځته شوې پیښې ورو ورو سره د  نړیوالو لاسوهنو پر ډګر واوښتې، د خلق له کودتاه وروسته پخوانۍ شوروي په سم لاسي ډول دکمونسټانو  حکومت په رسمیت وپېژنده او په ښکاره توګه یې د افغانستان په سیاسي ډګر کې پښه راکیښودله او له بلې خوا مجاهدین د دوی د حکومت په خلاف راپورته شول، اسلامي نړۍ بیا د دوی ترشا ودریدله په ښکاره او پټه تو ګه یې د افغانستان دجګړو په ډګر کې را منځ ته شول ، امریکا، اروپا او نور غربي او کاپیټالیستي هیوادونه هم دغې خونړۍ میلمستیا ته را وبلل شول.

د یادولو وړ ده چې په اصل کې د افغانستان جګړې هیڅ کله کورنۍ او خپل منځي جګرې نه وې ،  دغو نړیوالو چې په لویو نړیوالو جګړو کې ښکیل ول زمونږ په هېواد کې ورځ په ورځ د جګړې لمن لاهم پراخه کړه او کوي يې، زمونږ ګران هېواد کې جګړې ته د افغانانو کورنۍ جکړې نوم ورکوه خو یوه ډیره د ناپوهۍ خبره ده، د افغانستان کړکیچونه تل په ټولو نړیوالو اړخونو پورې تړلي  کړکیچونه وو .

د شورویانو د یرغل په موده کې ټول کمونستي شوروي پلوه هیوادونه په تیره بیا د کوبا ملعونه رهبر فیډل کاسټرو ګورباچف په مشوره او نظر سره یوځای خپل کمانډویی ځواکونه یی افغانستان ته ولیږل په بل پړاو کی د القاعدې پراخه نړیواله شبکه چی په هغه کې دعربانو، هند او پاکستانیانو څخه نیولې بیا تر برټانیې، امریکې او افریقا پورې ډول ډول غړي شامل ول او مینځ ته راغلل چې د سپټامبر د یو لسمې پېښې سره دافغانستان پراخه نړیواله لانجه په ښکاره توګه د افغانستان او نړۍ ټولو خلکو ته څرګنده شوه.

زمونږ هېواد کې له تېرو دیارلسو کلونو را په دېخوا د نړیوالو شیطاني زبرځواکو او د هغوی لاسپوڅو له لخوا ډول ډول کړاونو او ظلمونه ترسره شول، امریکا چې د دغو شیطانانو په مشرۍ کې وه د سپټامبر یوولسمه یوه پلمه جوړه او پر مونږ یې تیری وکړ خو په اصل کې د دوی موخه هم لکه د سره پوځ په شان اوږد مهاله ده او غواړي چې زمونږ له خلکو، خاورې، زیرمو او ټولو مادي او معنوي ارزښتونو په ړنګولو خپلو شومو موخو ته ورسیږي خو؛ دوی به هم لکه د شوري شرمیدلو ځواکونو په شان تورمخي خپلو هېوادونو ته په ډير شرم ستانه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *