(له سترګو يې اوبه راروانې وې) يوه داسې جمله ده، چې په عادي ژبه کې يې نه کاروو او ښايي د دري د (از چشمهايش آب جاري بود) کټ مټ ژباړه يې وګڼو او پر اصالت يې شک ښکاره کړو.
دا جمله په ګڼو بڼو ويلاى شو:
له سترګو يې اوښکې بهاندې وې.
له سترګو يې اوښکې راروانې وې.
سترګې يې اوښلنې وې.
په سترګو کې يې اوښکې ډنډ ولاړې وې.
له سترګو يې اوښکې راڅڅېدې.
“پر بڼو يې اوښکې ستوري ستوري کېدي”[1]
سترګې يې د اوښکو په سمندر کې ډوبې وې.
پاسنۍ جملې کټ مټ ورته نه دي؛ خو که ورته ځير شو؛ نو يوه واحد واقعيت ته اشاره کوي او هغه (ژړا) ده. مطلب دا چې په کل کې له يوې جملې راوتې؛ خو ځينې د ادبي دلالت له مخې پکې مبالغه کوي، ځينې تاکيد او ځينې هڅه کوي، چې واقعيت ته نېژدي خبره وکړي. هغه واحده جمله چې پاسنۍ ټولې جملې ترې راوتې دي. دا ده:
خاطرهژاړي.
په دې جمله کې دوه شيان وينو، چې يو فاعل(خاطره) او بل فعل(ژاړي) دى، چې د ژبې د باطنې زېږندوى(generative) بېلګې استازي کوي. په يوه غبرګه جمله کې يې بل مثال ګورو:
موږ خوشال ته د يوه افسانوي شخص په سترګه ګورو.
موږ فکر کوو، چې خوشال يو افسانوي شخص دى.
د دې دواړو جملو په بنسټ کې دوه ساده مثاله موجود دي:
موږ فکر کوو
او
خوشال افسانوي شخص دى.
خو د لومړيو دوو جملو او اساس جملې ترمنځ د ژبنۍ توکيو توپير څنګه راځي؟
د پسرغښتي ژبپوهنې مهم سړى نام چامسکي د دوسوسور د رغښتوالې مخالفت وکړ. دو سوسور مانا په جمله کې د موجودو ژبنيو توکيو ترمنځ د افقي او عمومي تړاو زېږنده وبلله؛ خو چامسکي د ژبې په اساس کې داسې ساده او بسيط مثالونه ليدل، چې د اوسنۍ پېچلې ژبې اساسات دي او په خپلمنځي تړاو کې مانا ورکوي.
د نام چامسکي ګرامر (Generative-transformational) نومېږي، چې استاد زيار په (زېږند- لېږند) ژباړلى دى.
فرديناند دوسوسور ژبپوهنې ته فلسفي رنګ ورکړ او چامسکي له ساينس سره وتړله. نوموړى د فزيولوژي پر بنسټ په دې ګروهه و، چې د انسان د کوپړۍ په کيڼ اړخ کې داسې يو مرکز شته، چې په طبيعي او ارثي شکل د ژبې د توليد استعداد لري او د زوکړې پر وخت د انسان ذهن د سپين کاغذ غوندې نه وي. ماشوم ډېر ژر د ژبې پر زده کړه پيل کوي. د (غا غو ) له بې مانا غږونو ډېر ژر بابا او ماما ته رسېږي او ورو ورو د ژبې په توليد کې برخه اخلي او د (Generative/ توليدي) وړتيا په مټ بې شمېره جمله جوړولاى شي.
چامسکي يواځې انسان ته د ژبې د زده کړې او توليد طبيعي استعداد منسوبوي او سره له دې چې مارغان(لکه توتيان) يوه نيمه خبره کوي او حيوانات هم په يوه نيمه خبره پوهېږي؛ خو مارغان او حيوانات د دال او مدلول ترمنځ ترمنځ تړاو نشي ورکولاى، يعنې مانا او مفهوم نه پېژني او دا يوه نيمه خبره هم د خپلې غريزې له مخې کوي.
د انسان په توليدي يا زېږنده ذخيره کې چې کوم ساده مثالونه دي، هغه په ټولو ژبو کې شته. پر دې بنسټ د انسان توليدي استعداد يوه نړيواله ژبه رانغاړي؛ خو وروسته چې ماشوم د کومې ژبې په چاپېريال کې اوسي، خپلو افکارو ته د هغې ژبې جامې وراغوندي او هغه ګرامر پرې طبيقوي.
نړيواله ژبه ورته ځکه وايي، چې د ټولو انسانانو ترمنځ ګډه ده. مثلا: په ټولو ژبو کې جمله له فاعل و فعل نه جوړېږي او په ټولو جملو کې ستاينومونه(صفتونه) شته؛ خو د فاعل او فعل ترمنځ او د صفت و موصوف ترمنځ مطابقت په چاپېريال کې د موجودې ژبې خاصيت دى. په پښتو کې فعل په ماضي کې د درېيم وګړي لپاره د جنس له پلوه هم ګردانېږي او ځينې صفتونه د جنس او عدد له پلوه اوړي؛ خو مثلا په دري کې د جنس خبره مطرح نه ده.
انسان په دويمه مرحله کې د دې توليدي(Generative) استعداد له مخې جملې جوړوي، چې دې پړاو ته لېږند(انتقالي transformational/) پړاو وايي، چې ژبه پکې له ذهنه فزيکي نړۍ ته راوځي او په چاپېريال کې د موجودې ژبې ګرامر پرې طبيقېږي يا يو ساده مثال په څو مثالونه کې راانتقالېږي.
موږ پاس له توليدي استعداد نه تر پېچلي انتقالي پړاوه د ژبې د حالت د ښودو لپاره څو بېلګې ورکړې او ومو ليدل، چې د ټولو جملو په اساس کې يوه ساده مثال موجود، چې دا ټولې جملې ترې لکه د يو ميندې د بچو غوندې زېږېدلې(توليد شوې) وې؛ خو ترمنځ مو يې په ژبنيو توکيو کې توپيرونهوليدل. په پسرغښتي ژبپوهنه کې ساده مثال ته چې په اساس کې پروت دىDeep Structure(زيار صاحب: ژور) يا باطني او بهرني مثال ته Surface structure(زيار صاحب: برسېر) يا ظاهري رغښت وايي. که ژور مثال رڼا(نور) وګڼو؛ نو هممانا برسېرن مثالونه يې هغه رنګونه دي، چې د منشور په نامه يې په وړانګو کې رالېږدي.
ژور مثال چې برسېرنو مثالونو ته رالېږدي؛ نو ډېر شکلي توپيرونه پکې راځي. دا توپيرونه د څو انتقالي اصولو تابع دي. ماناپوهنې ته غوږ شئ:
“دغه دويونه(قاعدې) له درو لارو، حذف، تعويض، افزايش يا جابجايي(غورځن، اوړن، ډېرن يا ځاى پرځايي) ژور رغښتي اړيکې پر برسېر رغښتي هغو بدلوي. دغه هر يو کارکړن يا يې ټولګې ته چې د يوه دويې(قاعدې) په مټ ترسره کېږي، لېږند(ګشتار، ټرانسپرمېشن) وايي….
باطني هڅه کوي په خپله منښته په ((: ناتخنيکي ژبه))، د څو بېلګو په وړاندېينه دغه جاجونه(مفاهيم) راروښانه کاندي. بيا زياتوي: لکه پاس چې وويل شو، په هره ژبه کې داسې غونډلې موندل کېږي، چې له مانا پلوه يو راز دي(که څه هم کېداى شي، چې د هغو ترمنځ سبکي او کارونيز توپيرونه شته وي) او د رغښت له پلوه هم يو راز تړاو ولري.”(١: ۷۸)
اوس بېرته خپل مثال ته ورګرځو:
موږ خوشال ته د يوه افسانوي شخص په سترګه ګورو.
موږ فکر کوو، چې خوشال يو افسانوي شخص دى.
د دې دواړو جملو په بنسټ کې دوه ساده مثاله موجود دي:
په لومړۍ بېلګه کې وينو، چې په لومړي انتقال کې (فکر کوو) حذف شوى، په دويم پړاو کې (په سترګه ګورو) د (فکر کوو) ځاى نيولى. په درېيم پړاو کې (دى) حذف شوى او په بل پړاو کې (ته) ورزيات شوى دى.
د ژبې د طبيعي استعداد، چې يواځې په انسان کې موجود دى، پر بنسټ رامنځته شوې نړيواله ژبه، چې د فاعل، مفعول او فعل شتون يې اساس جوړوي، داسې ګرامري درزونه لري، چې پاراميترونه( برسېرن مثالونه) ترې راوځي او ماشوم ورو ورو دا وړتيا ترلاسه کوي، چې نوې نوې جملې جوړ کړي، مثبتې جملې په منفي او منفي په مثبتې يا سواليې يا تاکيدې واړوي؛ خو دا کار له نړيوالې ژبې يا ژور رغښت(Deep structure) سره د برسېرن يا ظاهري جملې د پرتلې پر بنسټ کوي.
په نړيواله ژبه کې يو احساس يا يوه محدوده خبره لرو؛ خو پکار ده، چې دا خبره د چاپېريال په ژبه وکړو او مثلا پر مخاطب تاکيد وکړو يا دا خبره داسې وکړو، چې د مخاطب حساسيت راونه پارېږي يا پرېاغېز وکړي، نو د چاپېريال په ژبه کې ورته دقيق مثال پيدا کوو، چې له بل هر برسېرن مثال سره په ښکاره توپير لري؛ خو په باطن کې د همغه يو نور(رڼا)يوه وړانګه وي.
د پسرغښتي ژبپوهنې له مخې ويلاى شو، چې د تاکيد، اغېز، وضاحت يا نورو موخو لپاره زموږ ذهن د چاپېريال يا په بهرنۍ ژبه کې د اظهار امکانات پيدا کوي. د ذهن دوه قوې، چې تفکر و تخيل ورته وايو، په دې امکاناتو پسې ګرځي. د ليکنې په سر کې مو په مثالونو کې هنري بېلګې وليدې، چې يوه پکې د رحمت شاه سايل مسره هم وه، چې د بڼو، اوښکو او ستورو له امتزاج نه يې د ژور رغښت لپاره نوى برسېرن مثال پيدا کړى و، چې دې ته په ماناپوهنه کې ادبي دلالت وايي. دلته ستوري پر ستورو نه، بلکې د مجازې اړيکې پر بنسټ پر اوښکو دلالت کوي او ستوري ستوري کېدل پر ژړا.
خو د علمي آثارو په ژبه کې ادبي دلالت نه وينو، هلته د تفکر لاس وينو، چې له ژبې نه د وضاحت تمه لري.
د تخيل د ځواک په مټ د ژور رغښت لپاره په بهرنۍ ژبه کې بېشمېره انډولونه پيدا کولاى شو. همدا علت و، چې په پخواني محدود ژوند کې خلکو مفاهيم محدود ګڼل او فکر يې کاوه، چې شاعران يو مضمون په څو بڼو ارايه کولاى شي؛ نو که د يوه شاعر د ارايې طرز له بل نه توپير ولري، سرقت يا ادبي غلا نه ګڼل کېږي.
د ظاهري ژبې په پېچلتيا کې له يوه پلوه د تفکر لاس دى، چې هڅه کوي، د محدودې او يوستوې بېخبنايي ژبې پر خلاف پېچلې او سره اغږلې جملې جوړې کړي، چې په لږ وخت کې ډېرې خبرې وکړي او له بلې خوا تخيل دى، چې موږ ته دا امکان برابروي، چې د خپلې خبرې د ادبي کولو لپاره هنري مثالونه ومومو.
خو په چاپېريال کې موجودې نورې ژبې هم پر ژبه اغېز کوي. له موږ سره دري ده، چې جوړښتونه يې زموږ ژبه اغېزمنوي او موږ ورسره کله حساسيت ښيو.
پښتو چې لا له ښاري کلچر او نوي عصر سره پوره اشنا نه ده، پردو جوړښتونو ته تل د شک په سترګه ګوري او پښتانه هڅه کوي، چې خپله ژبه ساده پښتو ته نېژدي وساتي؛ خو د دې پرخلاف دري د نورو ژبو د خواصو اخيستو ته هر کلى وايي. د ژبو تاريخ ښيي، چې کوم ترکيبونه يا جملې چې يو وخت ډېرې نااشنا او مصنوعي ښکاري، د وخت په تېرېدو دومره وسولېږي، چې د هغې ژبې يو ويونکى فکر نه کوي، چې دا د ده د خپلې ژبى ويى، ترکيب يا رغښت نه دى. مثلا: (نوموړى) چې په تاريخ مرصع کې د( نومړي) په بڼه راغلى، د دري د (نامبرده) ژباړه کېداى شي او دري ښايي د عربي له (مذکور) نه اخيستى وى. موږ ته نن سبا( شتون لري) هم داسې يو غونډ ښکاري، چې زموږ د ژبې له طبيعت سره سم نه دى. همداسې (ياد…) هم دى.
دا سمه ده، چې موږ ته د خپلې ژبې د بقا پوښتنه مطرح ده؛ نو بايد د چاڼ لپاره يو معيار ولرو؛ خو دا خبره هېرول نه دي پکار، چې ژبه له نورو ژبو سره په سيالۍ او اخله رااخله کې له ساده حالته راووځي، پراخېږي، پېچلې کېږي او نوي نوي وييکي، کلمې، غونډونه او جملې پکې راپيدا کېږي، چې يو وخت نااشنا ښکاري؛ خو بل وخت د همغې ژبې اصيله پانګه وګرځي. تاسو څه فکر کوئ، چې په پښتو کې به (څرنګه چې، سره له دې چې، که څه هم چې، پر دې سربېره، لا چې، يواځې دا نه چې او…) له پيله موجود وو؟
د (له سترګو يې اوبه راروانې وې) مثال په اړه اوس فکر وکړئ.
ماخذونه
- زيار، مجاور احمد. ۱۳۹۶. پښتو ماناپوهنه. کابل: دانش خپروندويه ټولنه
[1] د رحمت شاه سايل د دې بيت مسره ده:
په بڼو يې اوښکې ستوري ستوري کېږي
ژړېدلې ښاپېرۍ د روهستان دي