د روک شیان یې راویستل خو لاسي ساعت یې و نه موند. شیان یې بیرته روک ته ورغورځار کړل.
له کوټې ووت.
_ میرمنې ته یې وویل: هغه زما ساعت دې نه دی لیدلی؟
_ کوم یو؟
_ هغه خاورو ته ورته غوندې رنګ چې یې درلود…
_ نه، نه مې دی لیدلی.
دی روان شو.چیرته به وي؟ څه به کوي؟
هغه ورځ ور په یاد شوه چې اناهیتا ساعت ور په لاس کړی و او ورته ویلي و: زما او ستا اړیکه لکه زمان هم به وي هم به نه وي.
سړي د چپ لاس بند ته وکتل. د اناهیتا لمس یې حس کړ.
تراس ته ووت. د سرک پر ژۍ خودرویه لاله شنه وه. کټ کټ یې وخندل. د اناهیتا هر څه سره خوښ ول: د شونډو رنګ سور د نوکانو سور سره کمیسونه او واين…
ښځه یې تراس ته ننوته. دی یې وپوښت: ساعت دی وموند؟
_ نه
_ زه یې درسره ولټوم.
_ پریږده یې مهمه نه ده.
ښځې دباندې وکتل ویې ویل: دا د شرشمو د ګل څه شه بوی ځي. سړي پوزه کش کړه. د اناهیتا د بدن نری خام بوی ورغی. د میرمنې تر ملا یې لاس راتاو کړ. ویې ویل، همداسې ده. ښځې سر د ده په اوږه کیښود.
پای
مې، پراګ