ابوبکر رض) ، عمر رض) ، عثمان رض) علي رض) کافران وو ، خو د الله تعالی خوښه او کرم و چې اسلام یې راوړ او په اصحابو کرامو کې حساب شول ، تر دې چې الله ج) په دې دنیا د جنت زیری پرې وکړ .
څه خبره ده چې مسلمان شول او چا پیغور ورکړ ؟ دغه راز د خالد بن ولید په کفر لړلي زړه کلمه وویله او اسلام ور سره تقویه شو ، تر دې چې محمدص ) د سیف الله ( د الله توره ) لقب ورکړ . نن سبا په ځانګړي ډول په افغانستان دا رنځ ډېر دی چې څوک د چا په سیالۍ کې پاتې راشي ، نو زغم یې له لاسه ووځي او استعداد یې نشي زغملی .
په حُجره ، جومات ، بنډار او فسبوک کې پسې لګیا وي ، چې پلانی خو اوس دومره غټې ، غټې وايي ، پخوا به یې رمه څروله ، حال دا چې اکثره پیغمبرانو رمې څرولې دي او څوک دي چې مقام ته یې ورسیږي ؟ کله وايي پلانی خو کمونېست و اوس مونږ ته کلمه را زده کوي ، پلانی خو موچي و ، د پلانی پلار ظلمونه کړي دي ، دی هم خلکو ته اوس نصیحتونه کوي !؟
ولې ابراهیم ع) د ازر زوی نه و ؟ ولې بیا خدای ج) د پلار په سر ونه نیوو ، دغه راز د نوح زوی نا فرمانه ؤ ؟ ولې خدای ج) د زوی په سر سزا ورنه کړه ؟.
هر څوک به خپل حساب ورکوي ، نه پلار د زوی په سر نیول کیږي او نه زوی د پلار په سر . خو په پښتنو کې بیا دا خبره د غلط رواج له امله برعکس ده او د لیوني پر سر روغ وژل کیږي .
سالمه سیالي یوازې په شعارونو او پیغورونو نه کیږي ، بلکې څه چې اوس روان دي او حقیقت څه شی دی هغه ضرور دي . غریب هغه دی چې ایمان او استعداد نه لري ، وايي چې دولت د هندو ږیره ده کله وي او کله نه وي ( پیسې له منځه ځي خو علم نه ) . هغه څوک چې نیک کار یې کړی او کوي یې سیال دی ، د نړۍ اکثره ستر عالمان غربت وهلي وو ، خو بیا یې هم د ستونزو سره ، سره داسې ابتکارات کړي چې اوس مونږ ته په ښوونځیو او پوهنتونونو کې تدریسیږي ، تر دې چې څښاک ، پوښاک ، ترانسپورتاو نور وسایل جوړول د همدغو غربت وهلو د لاس حاصل دی .
اوسنۍ افغانۍ حکومت داري هم داسې ده ، اول یې په مخالفینو پسې سترګې وځي ، خو کله چې سوله ور سره وکړي بیا پیغورونه ور کوي چې ته خو ترهګر وې ، ظلمونه دې کول او اوس په دولت کې هم له مونږ سره کار کوې . نو اوس تاسې ووایئ چې سوله به څنګه راشي او سوله به نوره څومره بدنامه شي .
دا بدنیتۍ او مشکلات په مدني فعالانو کې هم زیات دي . ډېری کلیوال او سحرایي خلک چې نوي مدني فعالیت ته راودانګي نو پروژوي او تکراري شخصیتونه ور پورې خاندي ، چې دا خیرن خچن وګورئ چې زمونږ په زرق ( پروژو) يې ګېډې واچولې ؛ حال دا چې همدغه شخصیتونو هر وخت په خپلو ویناوو کې ویلي وي چې تمدن ته را داخل شئ ، یو ویشتمه پېړۍ ده ، تاسې زمونږ راتلونکی یئ ، ها نه دي دا نه دي .
مګر هر څوک چې په ښه نیت د ټولنې د سلامتیا لپاره پروژه اخلي نوش جان یې شه ، د پخواني او قبایلي کلچر کیسې څه کوئ اوس ور مخکې شئ .
یو عالم وايي: دا مه ګوره چې مخکې څه وم ، دا وګوره چې اوس څه یم .
په قیامت کې د دې دنیا اخېره خاتمه حسابیږي ، که ښه وه او که بده . خدای ج) دې زمونږ اخېره خاتمه خرابه نه کړي .