سفر خو هسې هم د عذاب یوه برخه ده؛ په افغانستان کې پر لویو لارو تګ راتګ دامنيتي ملحوظاتو تر څنګ نور کړاوونه هم لري، له هغه وروسته چې د ناټو اکمالاتي کاروانونو د سالنګ پر لویه لاره تګ راتګ پیل کړی، ورسره جوخت دغه لاره له سفره وتلی ده. د سالنګ لویه لاره پلازمېنه کابل د شمال له ګڼو ولایتونو سره نښلوي، پر دغه لاره باندې کابو د نهو لسو ولایتونو وګړي تګ راتګ کوي او د ژمي په موسم کې دغه لاره چلوونکیو اومسافرو ته یو سرخوږی وي.
سالنګ د خپل جغرافیوي موقعیت له مخې د ژمي په موسم کې پر سپينو واورو پټ وي چې ځینې وختونه سترې فاجعې هم په کې رامنځته کېږي.
له تېر ژمي راهیسې د باروړونکیو لاریو او ګاډو زیات تګ راتګ له کبله دغه لاره لا پسې وېجاړه شوې ده، په وروستیو کې د مسافرو تر مکررو شکایتونو وروسته د فواید عامې وزرات دې ته اړشو چې پر دغه مهمه لاره باندې د بیارغونې چارې پیل کړي.
د سړک د کار پیل تر څنګ یاد وزارت په اوونۍ کې درې ورځې دغه لاره د کار اسانتیا په موخه د ترافیکو پر مخ تړي چې له امله يې ګڼ شمېر چلوونکیو اومسافرو ته ستونزې زېږولې دي، ځکه ډېری وختونه د لارې دواړو اړخونو ته سلګونه ګاډي د ناروغانو او بېړني کار لرونکيو په ګډون پر دغه لاره ورباندې شپې سبا کېږي چې تر څنګ يې د دغې لارې رسټورانټونو او هوټلونوغوا لنګه وي.
د اوونۍ په درېيو بندو ورځو کې له چلوونکیو او مسافرو سره د لارې مسؤلینو له لوري د مور او میرې چلند کېږي، لکه څنګه چې په نورو برخو کې مو عادت دی؛ دلته هم هغه څوک چې واسطه لري او یا هم د کوم لوړپوړي چارواکي او لوړ رتبه دولتي مامور د ټېلېفون شمېره لري، نو دغه شمېر خلک بیا پر بخت بیداره دی، دوی کولی شي چارواکي د لارې له مسؤلنیو سره په اصطلاح پر کرښه وغږوي او د تېرېدو اجازه ترې تر لاسه کړي. ما هم د یادې لارې له مسؤل سره تر یوه ساعت خبرو وروسته له دغه میکانېزم نه په ګټې اخیستنې سره د دغه مجازي پل صراط نه د تېرېدو امتیاز تر لاسه کړ.
د لارې د مسؤلينو سلوک له چلوونکیو او مسافرو سره ډېر ناسم دی؛ هغه سپینسرې مور مې له یاده نه وځي چې څو ځله د لارې مسؤل ته ورغله او تور زړوکی يې په ځان پسې راکاږه او په ګډه وډه نيمه ژبه يې مسؤل ته ویلې،
– قومندان صیب! د خدای لپاره ماته اجازه راکړه، په ګاډي کې مې نږور پر اولاد ناروغه ده؛ هر څه په بیړه باید کابل ته ورسوم، ګنې له اولاد سره به يې ژوند له منځه لاړ شي.
د صیب غیرمعقول ځواب دا ؤ،
– هیچا ته خو اجازه نشته ده، خو ته چې ناروغ لرې، نو تا ته به د شپې اته بجې د تلو اجازه درکړم.
د دې تر څنګ یو شمېر مسافر چې ډېر بیړنی کار لري، دوی بیا له مقطعه یي ترانسپورت نه ګټه پورته کوي.
له اډې نه د سالنګ تر نيمايي پورې په یوه ګاډي کې ځي، بیا هتله کوزېږي او د اوږده تونل له يوې خولې تر بلې او بیا له هغې وروسته له يوه تلاشي کوونکې دروازې څخه تر بلې په همدې ډول تګ وي، چې ذهن ته سم د پاټک د زمانې انځور ږدي چې په پنځه کیلومټره کې به دری پاټکه وو.
13,Auguest,2013