تاند، جمعه، د عقرب ۲۴مه: د سالنګونو د حفظ و مراقبت ریاست وايي، له تېرې شپې راهیسې په شمالي او جنوبي سالنګونو کې سخته واوره پیل شوې او دوی اړ شوي دي چې د موټرو د تګ راتګ مخه ونیسي.

د سالنګونو د ساتنې ادارې لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی له سهار راهیسې د لویو موټرو د تګ راتګ لپاره د سالنګ لاره تړلې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې د تېز توفان له کبله د سالنګونو ۹ کېلو متره لاره کنګل نیولې چې له کبله یې د موټرو تګ راتګ ناممکن شوی دی.

خبرپاڼه وايي، تر اوسه ۲۰ سانتي واوره ورېدلې او تر ۲۴ راتلونکو ساعتونو پورې به دا لړۍ روانه وي، خو دې ریاست له کوچنیو موټرو چلوونکو غوښتي چې که په دې لاره تېرېدل غواړي د ټایرونو ځنځیرونه او نور د اړتیا وړ توکي دې له ځانه سره ولري.

سالنګ هغه لاره ده چې د افغانستان ۹ ولایتونه له کابل سره تړي، خو دا لار په ژمي کې د سختو واورو له کبله د ستونزو ښکار وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *