تاند، پنجشنبه، د حمل ۲۱مه: د سالنګونو د ساتنې ریاست وايي، له تېرې شپې راهیسې یې د غر ښوویدنې له کبله اوس دا لار یوازې د مسافرو لپاره پرانیستې ده.
د دغه ریاست لخوا تاند ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه لس بجې د تنګي هیجان سیمه کې د سالنګ غر راښویدلې و.
خبرپاڼه وايي، د باران له کبله د لا زیاتې غر ښویدنې امکان هم و ځکه دوی سیمه پاکه نه کړه خو سهار مهال یې کار پرې پیل کړ او اوس لاره یوازې د مسافرو د تګ راتګ لپاره پرانیستې ده، خو لویو موټرو ته لا هم پر دغه لار د تګ اجازه نشته.
په سالنګونو کې له څو ورځو راهیسې واورې روانې وې چې له کبله یې دا لار د لویو موټرو لپاره تړل شوې وه.
پر سالنګ لاره د شمال ۹ ولایتونه سپاره دي او دا لار هر کال په ژمي کې د سختو واورو له امله د بندښت ښکارګرځي.