دا دوستانو دا مرکه مې دوه کاله مخکې د ډاکټر احسان الله درمل او استاد عبدالغفور لېوال سره د مصطفی سالک د(توري ستوري) پر کتاب کړې وه هیله ده خوښه مو شي.

توري ستوري د معطفی سالک د ده د نورو چاپ شوو، شعري ټولګوو وروستی کتاب دی. چې په کابل کې د دانش خپریدویه ټولنې له خوا لومړی په (۱۳۹۰ ه ش) کال کې د زر (۱۰۰۰)توکه په تعداد سره چاپ شوی دی. او د ډېرو لوستونکو له کبله د زرـ زرتوکه په تعداد سره بیا- بیا چاپېږي.

دښاغلی سالک د شعرونه دا غونډ (۱۶۲) مخونه لري چې په زیات شمېر کې غزلونه، څلوریځې، نظمونه او ازاد شعرونه په خپل لمن کې رانغاړي.

خوږو لوستونکو داچې تورې ستوري کتاب نور څه خصوصیاتو لري دا به د کتاب د لیکوال معطفی سالک له خولې واورو.

ځواب/ سالک: مننه ستا او ستاسو له لوستونکو څخه چې، ما ته مو وخت راکړی. توري ستوري کتاب ۱۶۲ مخونه لري چې په دې کې ښایې دلاسونو د ګوتو په شمار نظمونه وي. نورې غزلې او څلوریځې وي. د نظمونو په هکله باید ووایم چې داچاپ شوي نظمونه یو څه پخواني دي او غزلې نوې دي.زه نه پوهېږم دا زما دوه نورې شعري ټولګې مخکې چاپ شوې وې چې یوه(دطاوس بڼکه) او بله ( سندریزې چینې) په نامه سره وې. زه فکر کوم، که دا د نظمونو برخه ځینې وایستل شي د نو دتېرو سره یې داسې پرتله کولای شو چې دا یوه څه رومانتیک دي او هغه رواني او اروایز خصوصیات چې زه لرم هغه د تېرو کتابونو په پرتله په دې کتاب کې ډېر بریالی شوی یم چې هغه څه چې په الفاظو کې،نه راځې، په تورو کې نه راځې، هغوی ته داسې استعارات، سمبولونه جامې پیدا کړای شم چې هغه تصورات، خیالات او خبرې پکې بیان کړای شم نو ځکه له دې کبله زما د نورو شعري ټولګو په پرتله زما د دې ټولګي نظمونه، غزلې خوښ دي. زه نه پوهېږم اکثره وخت د کوم شاعر کتاب چاپ شي، نو بیا لوستوونکي او کره کتوونکي پسې وایې چې لومړی ټولګه یې داسې وه، دوهمه یې داسې وه، او  دریمه یې داسې وه. په هر حال زما لپاره د خوشحالۍ ځای دا دی، چې  زما دغه نوې چاپ شوې شعري ټولګه چې هر کره کتوونکی او لوستونکی لوستې ده، هغوی دا راته ویلي دي: چې نه یوازې دا چې ته پکې پر خپل ځای نه یې ولاړ بلکې  په دې کتاب کې دي پرمختګ لا هم کړی دی. البته کتاب لا  نوی دی، د دې کتاب په هکله په راتلوونکي نوې- نوې خبرې راپیدا کېږي.

شاعر او لیکوال ډاکټر احسان الله درمل د معطفی سالک دا نوې شعري ټولګه لوستلې ده. ښاغلی درمل وایې  چې زما همېشه هیله دا وي چې شاعر په هره ټولګه کې په جلا جلا ډول پیدا کړم. نوموړی وایې چې همدا هیله مې د سالک په توري ستوري کتاب پوره شوه.

ځواب/ درمل: دا سالک صیب دا ټولګې ډېر خوند راکړې دی، زه خپل معطعان کړې یم چې کوم څه زه د شعر څخه په فکری او فني لحاظ غواړم هغه د سالک په دې شعرونو کې لیدلای شم. ما ته خوند راته کوي چې شاعر په هره شعري ټولګه کې  بل ډول پیدا کړم چې د سالک په شاعري کې دا کمال شته. ما په معطفی سالک په دې ټولګه کې لا بل ډول پیدا کړی. له دې څخه مالومېږي چې دی د شعر په هکله دایمي ریاضت کوي  شعر سره پاته کېږی او شعر د زړه له تله لیکي.

 خواستاد عبدالغفور لېوال بیا وایې د معطفی سالک په توري ستوري شعري ټولګه کې د ده د نورو شعري ټولګو په نیسبت هغه شرنګ ، رنګ او خوند نه لري. ښاغلی لېوال وایې چې دسالک په دې ټولګه کې د نورو ټولګو په نیسبت د مختوا پلو ته ډېره توجه کړې ده. نو ځکه یې هنري اړخ یو څه پیکه دي.

ځواب/ لېوال :توري ستوري تر ډېره برید ښاغلی سالک غزلیز شعري کړې ده.توري ستوري د سالک د نورو شعري ټولګو په پرتله (د طاوس بڼکه)، ( سندریزې سرچینې) یو څه توپیر لري او هغه دغه دی. چې معطفی په شعري ټولګه د هنر په پرتله محتوا ته  منځپانګې ته ډېره پاملرنه کوي.

په مجموعو کې معطفی سالک د خپلو همه پیرو شاعرانو څخه تفاوت دادی چې هغه فکري زیرمه یې پیاوړې ده. چې یو مهال ما په خپله یوه لیکنه کې هم دې ټکي ته اشاره کړې وه.

معطفی سالک ډیر کله غواړي فلسفې افکاراو دهغه خپلې فکري تجربې د شعر په چوکات کې وړاندې کوي. په توري ستوري مجموعه کې دسالک همدا تنده اوهڅه ډېره ده.

یو شمېر کره کتوونکی او یا د سالک د شعر لوستونکی په دې نظر دي چې، د مصطفی سالک په دغسې شعري ټولګه کې د غزلونو هغه خوند او رنګ نه دی پاته چې په د ده په نورو شعري مجموعو کې وو.

زه داسې فکر کوم چې معطفی سالک د فکري پلوی د ځوانۍ څخه د پخېدو پر لورې ور روان دی په دې مجموعه کې. په دې شک نشته چې د لومړیو دوو مجموعو کې چې هغه ځوانۍ، احساسات، دځوانۍ هغه ولولې چې سالک په خپل شعر کې راخیستې وې په دې مجموعه کې نشته مګر په تورې ستوري مجموعه کې دمحتوا ژور بدلون تر سترګو کېږي.

موږ همدا پوښتنه چې ولي د شعر د هنر پر ځای د شعر محتوا ته توجه زیاته شوې ده؟

جواب/ سالک: زه خو داسې فکر نه کوم، ځکه تر اوس چې د توري ستوري پر کتاب لس ، پیځلس مقالې لیکل شوې دې. چې په دغو مقاله لیکوونکی لوی – لوی استادان، دپوهنتون استادان شامل دي. هغوی تر اوسه نه دي وویل چې ستا په شاعري هنر کم شوی دی. زه نه پوهېږم چې دوی هنر څه شي ته وایې؟

اصلآ په خپل داهنر تعریف په خپل ذات هم یوه پېچلی دی.یو توپیر چې په دې کتاب کې د نورو کتابونو په پرتله چې شته، هغه دا دی چې په دې کتاب کې د تشبې پرځای د استعارې او سمبول زیاته کارونه شوې ده.

مثلآ: دې تصویر ته لږ په غوره باندې ځېر شه.

دا غزل مې له دې نه دی جوړ کړی.

دا اوس د چا تصویر دی، څنګه تصویر دی؟ دا اوس د لوستونکی په ذهن کې زر تصویرونه جوړ وي. که تاسو ماته ووایاست چې تاسو هنر څه ته وایې . خو که دا وایاست، چې د تشبې پرځای په کتاب کې استعارات او سمبول زیات کار شوی دی.

خو دغه رواني،دغه چستې، دغه نوې خبرې دی. خو چیرته چې خیال وي، هلته هنر وي خو په هغه وخت کې موږ ویلې شوو، چې په هغه کې تخیل نه وي او تخیل دې ته وایې زموږ په کوم خواره او واره تصورات وي او یا زموږ په ذهن کې چې کوم تصورات دي، مثلا: د ګل تصور دی او د مخ تصور دی دا دواړو تصورات سره یو ځای کوو. دا اوس تشبې شوه، هنر شوو او ته دې ته تخیل وایې. نو اوس زه نه پوهېږم هغه ملګري چې وایې په دې ټولګه د هنر پرځای محتوا توجه زیاته شوې ده. په کوم دلیل سره وایې، کاشکي دوی ماته واضح کړي چې په دې هنر څه دی او محتوا څه ده؟

ډاکټر احسان الله درمل وایې چې، د شاعرانو یو ستر رسالت دادی چې په چاپېریال کې هغه شیان ښکلي تعریف کړي، چې ښکلي نه وي تعریف شوی. چې همدا کمال دسالک صیب په شاعري کې شته نوموړی وړاندې وایې چې ښاغلی سالک هم دلویو شاعرانو په څېر لکه درویش درانی، پیرمحمد کاروان او استادمحمدصدیق پسرلی دی. ددغو شاعرانو شعرونه په بېلا بېلو لوستلو ارزي.

دشاعرانو یو بل لوی مسؤلیت دادی چې هغوی د خلکو د ښکلایز ذوق په روزلو کې ستره ونډه ولري.یعنې ځینې هغه شیان هم ښکلي کړئ، چې هغه د خلکو په ذهن کې تر اوسه ښکلي نه وي. مثلآ شاعران دي چې ددغه دا ډول شیانو په ښکلو تعریفولو کې د خلکو عواطف او احساساتو سره تړلي.

کله چې تاسو د سالک صیب شاعري لولې، ډېری داشیان چې مخکې درته ښکلي نه وي، داسې ښکلي به يې درته معرفي کړي وي، چې مینه به دي ورسره پیدا شي. په ذهن کې به مو ښکلي او رنګین تصویر جوړ کړي. سالک صیب وایې:

ښایست یوازې نجونو کې دی.

په کتابونو باندې څه وایم.

نو څومره چې انسانان ښکلاېز ذوق زیاتېږي په همغه اندازه د هغوی په ذهنونو کې دمضر فکرونه کمېږي. څومره چې د طبیعت په ښکلاوو پوهېږي، څومره چې دژوند په ښکلاوو پوهېږي. د ژوند او انسان سره یې مینه زیاتېږي.

نو شاعر کوښښ کوي چې، په هنر توګه د مسایلو سره دانسانانو اړېکې ټینګوي. ښکلا یوازې دانسان په سترګو، په خوله کې، په زلفو او په داسې نورو غړو کې یوازې نه ده. بلکې ښکلا په  طبیعت کې په طبیعي ډول سره خواره واره ده.

زموږ په ټولنه کې سالک غوندې شاعرانو ته ډېره اړتیا احساس کېږي ځکه دلته لا هم، دانسان سره دښمن کېږي، دطبیعت سره دښمن کېږي او د ژوند دنورو ښکلاوو سره دښمني کیږي. کتابخاني سوځول کېږي، سیندونه وچوېږي، ځنګلونه سوځول کېږي یعنې دښکلا ټول معظهر له خطر سره مخ دي.

تندره به څوک په دې خبره پوه کړئ.

چې په دې بڼ کې اشیانې دي ډېري.

دا دسالک یو شعر دی، چې په سمبولیک ډول هغه خبرې کوي چې، موږ وایې: د خلکو جنګړې ورانوو، د خلکو کورونه ورانوو، د ځانونو مو تندرونه جوړ کړي دي. لکه تندرونه چې د خلکو پر کورونو غورځې، همداسې موږ هم دیو بل پر کورونو غورځوو.

د سالک صیب جهان دی. زه چې کله د سالک صیب شاعري لولم، نو داسې فکر کوم چې: واقعآ یوه ښه شاعري لولم.او بل دسالک صیب شاعري داسې شاعري نه ده، چې موږ یې د اخبار غوندې لولو یا یو ځل یې لولو. د ده شاعري باید بیا- بیا ولوستل شئ، د هغه پرهنري اړخونو باندې فکر وشئ.

د توري ستوري شعري کتاب په لوستلو سره معطفی سالک یو بل ډول د سړی مخ ته مجسم کېږي. چې د ځینو لوستونکو په باور د سالک په نورو ټولګو کې دا څه نه تر سترګو کېدل.داچې سالک دنورو ټولګو په نسبت په دې ټولګه څه بدلون احساس وي یو ځای لولو.

ځواب/ سالک: زما په شعر کې یو څه چې زه  احساسوم هغه دا دی. چې پخوا ما تشبې  او استعارې ته ډېره توجه کول خو په دې نوې ټولګه کې ډېری شعرونه سمبولیکه بڼه لري. هر لوستونکی ورڅخه جلا جلا مفهوم اخیستلای شي. مثلا

دا چې تا نیمګړې پرېښوده په لاره کې.

داکیسه به زه تر پایه رسیوم.

اوس دا مالومه نه ده، چې د څه کیسه ده. خیال ته لاره آزاده ده هر څنګه کیسه سړی په ذهن ترې جوړولای شي. یعنې واحده مانا نلري.

تشبې او استعاره ښه والی لري خو یوه کمزوري پکې داوي چې، هغه یوازې یوه واحده مانا لري. ذهن ورڅخه یوازې یو انځور اخیستلای شي. خو دسمبول کمال همدادی چې، هلته ګڼې ماناوي لوستونکی ته ورکوي. د هغه ذهن چې څه ډول ورڅخه تعبیر او نځور اخلي ورکولای شي.

بل بدلون زما په دې شعرونو کې دادی د غزلوو بهرونه لنډ دې

بل توپیر چې زه د نورو ټولګو سره پکې احساسوم: مفاهیم روښانه او ژبه یې ساده او روانه ده. داچې هم مفاهیم سخت شي او هم ژبه پېچلې شي دا نو بیا لوستونکی ته سخته شي.نو دا هڅه مې پکې کړې ده.لکه ستره حمزه بابا چې وایې.

حمزه هر څو آینه د لطافت دغزل.

ستا به جواهر د سخن دا وي چې ساده کا ژبه.

نو ما هڅه کړې ده، چې په دې دا ژبه یوه څه ساده کړم.

اوبل دادی چې شعر په یو کیفیت کې لیکل کېږي. هغه کیفیتونه چې زه لرم پکې راغلي دي. زه په یوه روحاني کورنۍ کې زيږېدلی یم او دماشومتوب سره دتصوف سره آشنا پاته شوی یم.یعن هغه کیفیت چې زه لرم هغه په دې شعرونو کې شته.ځینې عام خلک په ځواني کې یو ډول کیفیت لري او په زړښت کې بل ډول. هغه روحاني مینه او کیفیت دعمر په تېرېدو سره لا هم پسې ډېريږي او لا هم انسان خپلې مینې ته دنژدې کېدو احساس کوي.نو زه داسې فکر کوم چې زما د نورو شعرونو په پرتله مې په دې شعرونه خپلې مینې ته د نژدي کېدو لا ډېره کمه کړې ده.

ځینې شوخ شعرونه زما دي چې هغه مې په هغه تاند ځوانۍ کې لیکلي دي.

دا زلفې، شونډې،سترګو نور شیان شاعران یادوي دا خو سمبولونه دي. شاعران مجبور دي چې دخپلې خبره د رسولو لپاره د دغو توکیو څخه په خپله شاعرۍ کې کار اخلو.

استاد عبدالغفور لېوال وایې چې د سالک په توري ستوري شعري ټولګه کې په هر غزل کې یوه واحده فضا تعقیب شوې ده. سړی داسې فکر کوي چې، دا د یوه لوی تصویر کوچنۍ، کوچنۍ برخې دي، چې شاعر یې په خورا هنري ډول تر موږ پورې را رسوي.

بله خبره چې د معطفی سالک په دغو نوو شعرونو کې ښکاري په غزل کې د محتوایي له پلوه، دتصویرونو جوړولو له پلوه یو واحد د انځورونو جوړولو یو پروسجر یې دفضا د تعقیب دی. لکه تاسو چې په پوهېږي په کلاسکه غزل کې، هر بیت بېله ذهني فضا لري. حتا په ځینو مواردو کې هره مصره بېله فضا لري.مګر د ذهني فضا وحدت ډېر کله په آزادو شعرونو کې پروت وي.  خو د معطفی سالک یو شمېر شعرونه داسې انځورونه لري، چې معمولآ تاسو پکې د محتوا تدوام پکې خورا واضح وینی. د ده ددغو شعرونو په لوستلو سره داسې فکر کوي چې دا د یوه لوی تصویر وړې،وړې برخې دي، چې تاسو یې په هر بیت کې وینی. مثلآ:

خدایه بیا د چا وعدې مري؟

شپه مې تېره کړه ډېوې مري.

ژوند د کاڼو د باران دی.

په دې ښار کې آینې مري.

 نه فرهاد شته، نه مجنون شته.

بدبختی ده،چې کیسې مري.

دخوباونو ژوند په ما دی.

به یې ده لمره دا ذرې مري.

ستا په پرویځو مې قسم دی.

په تندي کې مې سجدې مري.

د وصال هيله مې نشته.

دیادونو سلسلې مري.

په دې غزل کې تاسو د ناهیلو او ناامیدو پرله پسې پیغامونه په بېلا بيلو مفاهیمو کې وینی.هېڅ داسې بیت پکې نشته چې ددغه یادس او ددغې ناامیدې پرخلاف د خوشحالۍ د جذبې یوه تصویر ورکړي او په بل بیت کې بیا د دیادس او ناامیدۍ تصویر وړاندې کړي. تاسو داسې فکر کوي چې په یو ډول رواني حالت کې یاست.  نو ددې لپاره زه داسې فکر کوم چې، معطفی سالک په خپله نوې مجموعه کې د فکر نظم او تسلسل ډېر میلان لري، نبست ژبنۍ او هغه تېرو هنري ښکلایزې شوخي ته چې په تېرو شعري ټولګه کې یې تر سترګو کېدی.

د ډاکټر درمل په خبره د معطفی سالک شعر په دې نوي ټولګه کې بلا ډېري ښکلاګانې پیدا کړې دې.ښاغلی درمل د سالک د شعرونو پر باریکیو راته غږېږي.

 په معاصر شعر کې هم هر څوک خپلې تجربې او مشاهدې ښیي. دسالک صیب دوې لوي ځانګړنې چې دي هغه دا دي چې دی د فکر دلېږدولو یو متوحد شاعر دی. دی شاعري د فکر له مخې کوي. او فلسفي فکر لري د طبیعت په اړه، د ماواري طبعیت په اړه، د حسن په اړه، دټولنې په اړه، د ژوند په اړه، دمرګ په اړه او ددې نورو فلسفي پديدو په اړه خپل لید لوری لري. په خپل شاعرانه نظرهر څه په بېل ډول او دبېلې زاویې څخه ګوري.یوه دا ځانګړنه ده، د ده په شاعري کې او بل په کوم لید لوری چې دی داجهان ګوري، هغه بیا د لوستونکی سره شریکوي. او د هغه شریکولو هم سالک صیب خپل انداز لري. دی مثلآ کوم ترکیبونه، کوم ژبه چې کار وي او د شعر کوم هنري اړخونو چې پام کوي هغه هم د سالک صیب په شعر کې ځانګړی اړخ لري. نو په دې لحاظ هم د سالک صیب په دې کتاب هم د ده دغه دواړي لوي ځانګړنې شته.

لکه چې لوستوونکی دسالک صیب شعرونه لولي. هغه ته یو نوی فلسفي فکر ورکوي. دژوند یو نوی اړخ په هنري ډول پکې احساسوې.

مثلآ:

که له وصله ماواره شې دا به ښه وي.

که الوته ته مې عقا شې دا به ښه وي

دی د نورو شاعرانو غوندې سولیدلی او تکراري فکر نه کوي. داسې نه وایې چې زه دی ستا وصال ته ورسېږم، ستا وصال دي زما شي. بلکې دی برعکس فکر کوي.

که دوصله ماواره شې دا به ښه وي.

که الوته ته مې عقا شې دا به ښه وي.

یعنې ته د عقا غوندې نه پیدا کېدونکې پديده شې دا به ښه وي.دا ډول خبرې د ده په نوره شاعري کې هم وینو. دسالک صیب په نظر دجانان سره یو ځای کېدل،د وصال موندل چې دي هغه دلټون تنده وژنې.نو کله چې په انسان کې دلټون تنده ووژله شي نو بیا انسان نه پاته کېږي. د ده په  یو بل مخکنې شعر هم همداسې خبره شوې وه چې هغه د ده په مخکنیو ټولګو ته چاپ شوې دی.

به زه د خورې غېږ کې تنګ شم فریاد به وکړم.

هلته خو تنده وه، لټون وو، دنیا ډېره ښه وه.

ګوره دغه فکري کرښه ده چې، سالک صیب یې تعقیبوي دا ډول فکري تسلسل ساتل زموږ په معاصره شاعرۍ کې ډيره کمه پاله کېږي. سالک صیب نااشنا خبرې کوې. یو دا فلسفي لید لوری ډېر مهم دی او بل دی چې، خپلې خبرې په څه اندازه او څه هنر یې بیان وي دا یو بل جهان دی.

سالک صیب د الفاظو په کارولو او انتخاب کي ډېر دقیق دی. دتورو تناسب ته ډېره عمیق او ژور فکر کوي. دی غواړي کلیمې داسې سره ووډی چې، که ته غواړي د ده د انتخاب شوی کلیمې پرځای بله کلیمه غوره کړې، د شعر هنري مناره به ورانه کړې او ده  چې کوم خښته  په کوم ځای ایښې وي هغې د بدیلو امکان نه لري.

د ښو شاعرانو یوه ځانګړنه  دا ده چې د هغوی کلیمات د بدلون ظرفیت نلري او یا که ولري هم ته به ظرفیت د بدرنګې په بیه ورکوي. که ته د هغه په شعر کې کلیمات بدلوې ښکلا نشې پکې راوستلای. مثلآ:

کوم راغلي زړه قیامت شپېلۍ وهله.

زړه مې جک له هدېرې لکه ریدی شو.

په دې بیت کې ګوره څو مسایلې دي. داغلی زړه، قیامت شپېلۍ،هدېره او بیا ریدی.داغلی زړه، زړه چې داغ وي ریدی هم داغ لري.

کوم داغلی زړه قیامت شپېلۍ وهله.

ولي نه وایې چې خوږه شپېلۍ ووهله یا تېزه شپېلۍ وهله؟ په قیامت کې هم، قیامتي شپېلۍ وهل کېږي خلک له هدېرو څخه راپورته کېږي.او په شپېلۍ وهلو سره قیامت راځې.چې شپېلۍ وهل د قیامت سره تړاو لري.

زړه مې جګ له هدېرې له ریدی شو.

کله چې د قیامت د شپېلۍ خبره کوي، دهديرو نه دخلکو د پاڅيدو خبره کوي او ریدی ګل په هدېرو کې راشنه کېږي. داسې نورې خبرې.

مثلآ که په دغه بیت کې ته یوه خبره اضافه کړې. لکه :

کوم غمجن زړګی خوږه شپېلۍ وهله.

همغه وزن دی، همغه بحر دی خو دغه بدلون د بدرنګی په قیمت سره تمامېږي.یعنې دسالک صیب د شعري سبک کمال په دې کې دی: چې هره کلیمه خپل نقش لري. خپل ښکلایزه نقش لري کله چې، شاعر په شاعرې داسې ریاضیت وکړې نو بیا د کلیماتو ډېر ظریف ښکلایز هنر ته داخلېږي. او همدا کمال په معاصر ډېر کم تر سترګو کېږي. په حمزه بابا کې په شعر کې دا ځانګړنه ډېره وه. چې دغزل پلار ورته وایو.د هغه په شعرونو کې هم دارایه د اظهار ځینې ځانګړنې دي. او تر هغه را وروسته زموږ په معاصرو شاعرانو کې د کاروان صیب په شعرونو کې او ځینو نورو شاعرانو په شعرونو دا ډول څرکونه تر سترګو کېږي.

خوږو لوستوونکو اوس به معطفی سالک یو غزل ولولی چې پورته یادې ځانګړنې په کې مالامال دي.

داسې جام دی راکړه دیوانه دي کړم.

ځار دي شم له سترګو فرزانه دي کړم.

ټوله زندګې مې دا شرنګ ګڼله.

لاس نه غورځېدلې پیمانه دي کړم.

خپله مې اوس تاب دلوستو نلري.

څومره درد کوونکې افسانه دي کړم.

ستا د غاړې هار وم، ښکلا دي وم.

مستې لیونۍ دانه-دانه دي کړم.

چیغې د بلبل مې سندریزې کړې.

واه د ګل د شونډو ترانه دي کړم.

نن شپه بې ښکالو درته  راغلی یم.

بس خو یو سړی وم، زمانه دي کړم.

معطفی سالک د نورو تجربې به راته نه بیانوي بلکې دی کوښښ کوي چې، خپل تجربه شاعرانه کړې چې، دمعاصرو شعر پوهانو په نظر چې دا ډول شاعري یوه کامیابه شاعري ده.

ځواب/لېوال: افکار او یا فکر په هنري ډول دشعر د رغانیزو توکو څخه دی. لکه چې موږ وایې چې په اهنګنه ژبه د اند او فکر عاطفي تړون ته ویل کېږي. کله چې دې تعریف ته فکر وکړو، فکر پخپل د شعر د دېوال د جوړښت اساسي خښته ده.اما دا څه ډول فکر دی، هغه ژول شوی، لس، سل او زر وار فکر تکرار شوې فکر او تاسو یې بیا تکرار وي که هغه شاعري تجربې چې شاعر په خپل ژوند او ذهن کې لري.

زه فکر کوم چې د سالک صیب یوه ځانګړتیا داده چې هغه تکراري فکرونه نه شاعرانه کوي،بلکې هغه غواړي خپلې تجربې بیان کړې د یو شمېر پوښتنو  او فکري طرحو په مطرحه کولو سره چې، دا یوه بریالۍ هڅه ده.

وړاندې درمل هم وایې چې سالک صیب د نورو روایتونه په نوي اندازه سره راته وړاندې کوي. نو ځکه دی په دې نوښت کې کامیاب دی. داسې نه کوي چې یو مخ خپل نوی نوښت پر لوستووتکو وتپې چې داډول نوښت ښه هم نه دی.

په معاصر شعر کې هم هر څوک خپلې تجربې بیانوي

ښاغلی لېوال زیاتوي چې، باید په شعر کې هنر، محتوا، پیغام او فکر په متوازین ډول سره مراعات شئ. او دا متوازین والی مراعات نشي، نو د یو کمزوري د بل عیب دی.

ځواب/ لېوال: په شعر کې هنري سینګار او محتوا ته باید په متوزاین ډول سره باید فکر وشي. هر یو چې زورور شي او یا د بل کمزوري کيدل دشعر ښکلایز اړخ عیب پیدا کوي. نو تاسو د سالک په تېرو مجموعو کې یو ډول هنري او ښکلایز بیان لاس بری ګوری او په دې توري ستوري ټولګه کې هغه هنري هڅه نشته.مګر زه بیا تکرار وم چې، شعر د یوه اړخ نه ارزول کېږي.

دا ډول خصوصیاتو تاسو د استاد محمد صدیق پسرلي په شعرونو کې هم کتلای شی. مثلآ د استاد پسرلی غزل په دوهم، دریم ځل لوستلو تاسو سپړلای شی چې، شاعر څه غواړي تاسو ته وایې؟

د مفاهیمو دوهم او دریم ډول انعکاس او دهغوو د پوهېدلو لپاره هغه ټول سمبولیک حالت تفسیر، دا د شرقي غزل خصوصیت دی. نو زه فکر کوم چې، د هر شاعر ، هر کار باید په مستقلآ ډول سره باید وارزل شي، نه د هغه د نورو آثارو سره. کیدای شي شاعر په هر اثر کې ځانګړی رنګ او خوند ولري.

هر شاعر په یو خاص وخت کې یوه خاصه شاعري کوي چې، د ځینو شعرپوهانو په نظر چې د شاعر اوله شاعري یو ډول، دځوانۍ شعرونه يې بل ډول او دپخه عمر شعرونه یې بل ډول وي. دا چې، دا خبره څومره سالک صیب را مني او خپل د نوي کتاب توري ستوري څومره راضي دی. دا به یو ځای ولولو.

باور وکړه زه د توري ستوري کتاب څخه ډېر راضي یم د نورو چاپ شوو ټولګو په نسبت مې. دا که زه د خپلو شعري ټولګو د یوې ښېګنه او د بلې د کمزورۍ ټکي وایم دا به په خپل یو پوښتنه او خبره شي.

خو خبره دا ده، هغه وخت چې، ژبه ستونزمنه شي، نو بیا په خپله یوه ستونزه جوړوي. ستونزه مې ځکه یاده کړه چې موږ او تاسو په پښتو شاعرۍ کې نازکخیال شاعر چې دی. کاظیم خان شیدا دی او یا محمد صدیق پسرلی دی. خو ته ما ته دا ووایه چې څومره کسان په محمدصدیق پسرلی او څومره کسان په کاظیم خان شیدا پوهېږي او څومره کسانو سره یې دیوانونه پراته دي او هغه کسانو چې ځانتونو ته شاعر هم وایي څومره کسانو لوستی او پوهېږي.

په شاعرۍ کې دژبې ساده والی خپل یو حسن دی.نو زه د توري ستوري شعري ټولګه دارزښت لپاره دا د دلیل په توګه درته ویللای شم چې د نورو ټولګه دوهم او دریم ځل چاپ به په کالو- کالو سره راوتل خو د توري ستوري کتاب دچاپیدو مې څو میاشتې نه کيږې دوهم او دریم ځل چاپ یې راځي. بل د کره کتونکی لپاره دامهمه ده چې، د شعر په ټولو اړخونو باندې پوه  او پرې برلاسی ولري او هېڅکله شاعر په دې نشي توانیدلای چې د ټولو لوستوونکو هنري ذوق دی ور خړوب کړي.

اوس داکتاب دی استاد اسدالله غضنفر یوه خبره کړې وه. چې وایې: ( ددې کتاب د ښه والی یو علت داګڼم چې،پرې دې کتاب خورا ډېرې مقالې ولیکل شوې او هرچا چې، دخپلې مقالې لپاره  شعرونه راخیستې دي، هغه شعرونه نه دي چي، هغه بل لوستونکی خوښ کړې دي یعنې هر لوستونکی او کره کتونکی چې، داکتاب راخیستی دی، بېلا بېلو شعرونه یې  پکې خوښ کړې دي)

نو دا زه ذوق په ارتباط درته وایم چې، کېدای شي هر لوستونکی بېلا بېل ذوق ولري. خو که زما د ځانګړی پوښتنه کوي. زه به درته  ووا��م چې دا به درته جالبه ښکاره شي. خپل کتاب دی خو ما د خوند لپاره څو- څو ځل لوستلی دی.

استاد عبدالغفور لېوال وایې  که دخوند له لحاظ څوک دسالک صیب توري ستوري کتاب لولي نو د نورو چاپ شوو ټولګو په پرتله یې خوند یو څه کم دی خو ښاغلی لېوال وړاندې زیاتوي چې توري ستوري کتاب کې بیا نور کمالونه شته.

ځواب/ لېوال: هغوی چې شاعري د خوند لپاره لولي کېدای شي ددې مجموعې (توري ستوري) څخه د سالک صیب دنورو مجموعو په اندازه خوند وانخیستلای شي. مګر په دې مجموعه کې یو شمېر نورو نوښتونه شته چې، هغه ته ما مخکې هم اشاره وکړه چې، هم د منځپانګې له نظره او هم د یو ډول پټ خوږلن چې د ایرو لاندې پټ وي حس کیدای شي نو زه فکر کوم چې، دا د معطفی سالک یو ډول رواني بدلون دی.

ګرانو لوستوونکو دلته هم د ښاغلی سالک یو بل غزل اورو.

معشوقه که مې د شپې نه جوړه کړې.

دا مې ځانته له جذبې نه جوړه کړې.

غرونو- غرونو طبعیت په خپلو ګوتو.

له ابشار له زمزمې نه جوړه کړې.

بهانې خو دي له تا نه خلک زده کړې.

بس کیسه دي، له کیسې نه جوړه  کړې.

پر ګلاب مې د هغې ځواني انځور کړه.

څوک نجلۍ مې د لبمې نه جوړه کړې.

دې تصویر ته لږ په غوره باندې ځېر شه.

داغزل مې له دې نه جوړه کړې.

ستا د تاج او غلامۍ کیسه بل څه ده.

ملکه مې پښتنې نه جوړه کړې.

ما سالک ته اوس دسترشاعردیوان یې.

بس مصره مې د مصرې نه جوړ کړې.

0 thoughts on “سالک راته د نوروتجربې نه بیانوي/ مرکه کوونکی: عصمت بهیر”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *