تاند- وروسته له دې چې سمارټ یا لمس کېدونکي سکرینونه عام شول ساینسپوهانو د داسي کمپیوټرونو د جوړولو لټه پیل کړه چې په ریموټ کنټرول نه بلکې د انسان په مازغو کنټرولېږي.

سامسنګ شرکت نژدې دی چې دا خوب په حقیقت بدل کړي. دغه شرکت د (EyeCan+) په نوم محصول وړاندې کړی دی.

EyeCan+ د سمارټ ماوز نوی او بشپړ ورژن دی.

آی کن پلس، نه ځانګړو عینکو ته اړتیا لري او نه له کوم سیم سره وصل کېدو ته. هغه څه چې مو په ذهن کې درګرځي کمپیوټر هماغسي کار کوي.

د کمپیوټر تر مانیتور لاندې یو قطی نصب دی چې د انسان سترګې سکن کوي. دا وسیله مو د ماوز او کیبورډ د کارولو له اړتیا خلاصوي.

د دې وسیلې حساسیت او سرعت د مختلفو کسانو لپاره جلا تنظیم کېدای شي.

مهمه نه ده چې پر مځکه ناست یاست که پراته یاست او یا د کمپیوټر مخته پر چوکۍ ناست یاست. تر هغو چې کمپیوټر ستاسو د سترګو حرکت سکن کوي په کمپیوټر کار کولی شئ.

دا کمپیوټر د هغو کسانو لپاره چې معلولیت لري، لا ښه دی.

که غواړئ چې په کمپیوټر کې یو فایل پرانیزئ باید فایل ته وګورئ، کله چې مو سترګې ورپولې فایل پرانستل کېږي.

حاضردمه سامسنګ کمپنۍ دا ډول لږ کمپیوټرونه جوړ کړي او هغه یې موسسو ته ورکړي دي خو په راتلونکې کې سامسنګ غواړي چې دا ډول زیات کمپیوټرونه جوړ کړي.

ګومان کېږي چې په ورپسې ګام کې به د سترګو په حرکت چلېدونکي تلویزیونونه هم جوړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *