د سویلي کوریا نوموتې کمپنۍ سامسنګ به د اګست په اوومه له ګلیکسي نوټ ۱۰ موبایلونو سره یو ځای ځیرک ساعتونه (ګلیکسي ایکټیو ۲) هم راوباسي.
د دې ساعتونو ډیسپلی به هم د ګلیکسي ایکټیو ساعتونو په څېر ګرځي او د سامسنګ سګنیچر چلوونکی سیسټم به ورپورې تړلی وي.
دا ساعتونه به ۴جي بي ذخیره، جي پي ایس سیسټم او ۵ ای ټي ایم واټر ریزسټنس سربېره نورې مهمې ځانګړنې هم ولري.
دا ساعت که له چا وغورځېږي، ښیښه به یې هیڅ ماته نه شي، په ساعت کې ځینې روغتیایي لارښوونې هم شته او بیه به یې هم د ایپل ۴ سیریز ساعتونو په نسبت ارزانه وي.