تاند- سامسونګ کمپنۍ خپل ستر تلویزیون په (CES2020) نندارتون کې یې نندارې ته کېښود. دا تلویزیون۲۹۲ اینچه لوی دی او له مایکرو ایل اي ډي ټکنالوژۍ څخه پکې کار اخیستل شوی دی.
دا په تاریخ کې تر ټولو ستر تلویزیون دی چې د سي اي ایس په نندارتون کې نندارې ته وړاندې کېږي.
دا نژدې ۷ نیم متره (۲۹۲ اینچه) تلویزیون (The Wall Luxury) نومېږي.
وال (The Wall Luxury) تلویزیون د ماجولر او مایکرو ایل اي ډي له ټکنالوژۍ څخه په کار اخیستو جوړ شوی دی. دا لومړی ځل دی چې په روانه ۲۰۲۰ لسیزه کې له مایکرو ایل اي ډي ټکنالوژۍ څخه په سکرین یا تلویزیون کې کار اخیستل کېږي.
دا ټکنالوژي د تلویزیون ځلا او رڼا زیاتوي او تر ډېره OLED ته ورته والی لري.
سامسونګ کمپنۍ د دې ستر تلویزیون ترڅنګ د (The Wall Luxury) تلویزیون یو بل ماډل هم نندارې ته وړاندې کړی چې ۱۵۰ اینچه دی.
لاندې د دې تلویزیون او نندارتون په اړه لیدلی او اورېدلی شئ