Censorship
سانسور د لاتيني ژبي د Censere څخه اخيستل سوی دی چي د (قضاوت کولو، حکم کولو او ارزښت ورکولو) په مانا دی، سانسور د سياست په ژبه کي د سياسي قدرت داسي عملي کولو ته ويل کېږي، چي د ټولو هغو (ادبي، ديني، هنري، سياسي، فلسفي…) افکار او عقايد چي د نوموړي سياسي قدرت په مخکي خنډ کېږي او يا نوموړي قدرت او ټولنيز نظم او اخلاقو ته زيان اړوونکي وي، مخه ونيسي او هر ډول تبليغات او افکار چي د سياسي قدرت او واکمن حکومت په زيان وي د هغو له چاپ څخه مخنيوی وکړي. سانسور په بشري تاريخ کي ډېري لرغوني رېښي لري، خو د چاپ د ماشين په اختراع سره زيات سو او له هغه څخه وروسته له مهمو مسايلو څخه وګڼل سو.
په شپاړلسمه پېړۍ کي د لومړي ځل لپاره د کاتوليک کليسا د يو شمېر کتابونو د چاپ مخه ونيول او پروټسټانټ بيا د ديني اصلاح پر مهال د سانسور څخه ګټنه وکړه. سانسور په اوسني وخت کي پر دوه ډوله صورت نيسي، لومړی- د چاپ څخه مخکي سانسور؛ دا هغه سانسور دی چي د چاپ څخه مخکي د ځينو کتابونو او نورو موادو په اړه صورت نيسي، دوهم- د چاپ څخه وروسته يا جزايي سانسور؛ دا هغه سانسور دی چي د چاپ او خپريدو څخه وروسته د محکمي په حکم صورت نيسي چي دا زياتره وخت په ډيموکراسۍ کي شتون لري. همدارنګه کېدای سي چي سانسور د توافق او جوړ راتلني پر بنسټ هم صورت ونيسي، ياني د ملي امنيت او نورو مهمو مسايلو په اړه د خطرناکو موادو د نشر څخه په خپله خوښه ډډه کول، دا بيا د لورو ترمنځ د توافق پر بنسټ رامنځته کېږي. په ټوليز ډول ويلای سو چي سانسور د استبدادي (توتاليتر) ټولنو ځانګړنه ده، خو په ډيموکراټيکو ټولنو کي سانسور په مشخص او رسمي ډول شتون لري، کيدای سي چي د جګړې او يا نورو ناوړه حالتونو په صورت کي دا سانسور شديد سي، خو په ډيموکراټيکو ټولنو کي د قانون په چوکاټ کي د محکمي د حکم سره سم سانسور رامنځته کېږي. همدارنګه د ټولو هيوادونو په قوانينو کي د هغو اثارو او موادو د خپريدو مخه نيول کېږي چي غيري اخلاقي وي او د ټولني د عفت او عزت سره سمون نه خوري، د دا ډول موادو مشخص کول بيا د ټولني په کلتوري ارزښتونو پوري اړه لري او په هري ټولني کي توپير لري، د بېلګي په توګه د افغانستان د ټوليزو رسنيو د قانون په درې دېرشمه (۳۳) ماده کي د لاندي مطالبو خپرول ممنوع ګرځولي دي:
۱. هغه مطالب چي د اسلام د مقدس دين د حکمونو سره مغاير او نورو اديانو او مذهبونو ته سپکاوی وي.
۲. هغه مطالب چي د نورو اشخاص د سپکاوي او افترا سبب سي.
۳. د تاوتريخوالي، جګړې او د هغو نورو مواردو تبليغ چي د اساسي قانون د حکمونو پر خلاف وي يا د جزا قانون هغه جرم بللی وي.
۴. د تاوتريخوالي او د تيري د قربانيانو د هويت او د تصويرونو افشا کول په داسي ډول چي ټولنيز حيثيت ته يې زيان ورسوي.
په ټوليز ډول سانسور په لاندي بېلابېلو ماناوو کارول سوی دئ:
۱. د هغو وسايلو، عقايدو، افکارو او نورو مطالبو د منعي او بندولو سياست چي د ټولنيز نظم او اخلاقو او يا هم د واکمن قدرت او حکومت په زيان وي. سانسور پدې مانا سره د هغو قضيو او مطالبو مخه نيسي چي د حقايقو څخه ناوړه پرده پورته کوي او په ټوليز ډول د موضوعاتو په اړه ناوړه انځور خپروي.
۲. د هر هغه آثر او مطلب د خپرولو مخه نيول چي د واکمن سياسي نظام له آنده د ټولني عامه نظم او خلکو ته زيان اړونکی وي. سانسور پدې مانا د واکمن سياسي نظام د آندونو او ليدلورو په خلاف د توکو او موادو د نشرولو مخه نيول دي.
۳. په ټوليز ډول د انځوريزو، ږغيزو او ليکنيزو موادو د خپرولو څخه مخکي د هغو ارزيابي او کتنه پدې موخه چي د ټوليزو اخلاقو، د ټولنيز نظم او يا هم د واکمن سياسي قدرت په زيان نه وي، او يا هم د تليفوني او اړيکنيزو وسايلو له لاري د مطالبو د لېږد څخه مخکي د هغو کتنه او ارزونه. همدارنګه په پارلماني چارو کي د خبرو څخه مخنيوی او يا هم د جلسې څخه د استازي ايستل هم سانسور ګڼل کېږي.
۴. د يوې مرجع چي زياتره وخت دولتي وي داسي فعاليت چي د افکارو او عقايدو دخپريدو مخه نيسي او يا هم هغه تهديدوي، سانسور ګڼل کېږي. دا فعاليت د ټوليزو خير ښېګڼو او عمومي نظم لپاره وي، له همدې امله يې د دولت لخوا ملاتړ کېږي.
په سانسور کي يوه بله مهمه اصطلاح د ځان سانسوري (Self-Censorship) ده، کله چي يو فرد د څه ويلو، څرګندولو، پلورلو او يا هم نشرولو څخه په خپله خوښه ډډه وکړي، دې ډول سانسوری ته ځان سانسوري ويل کېږي. د ځان سانسوري د فرد په خپله خوښه او اراده رامنځته کېږي، بېله کوم فشاره او کوم تهديد څخه يو فرد خپل ځان سانسوروي، خو دا ډول سانسوري په حقيقت کي د راتلونکو خطرونو د مخنيوي په موخه کېږي، ياني کله چي يو فرد خپلي ګټي په خطر کي وويني او يا هم د ځان،کورنۍ او نورو دوستانو لپاره د يو څه د څرګندولو له امله خطر وويني، نو دا فرد هڅه کوي چي خپل ځان سانسور کړي او داسي څه ونه وايي چي دده لپاره زيان اړونکي وي.
بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۲) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۱۹\ ۱۳۹۳