ستونزه زموږ په ننګ او غیرت کې ده، زیاتره وخت ځیني ګسان ان تر ما پورې ښه په ټینګه د انتقاد په ډول وایوو، چې افغانان په تېره پښتانه خپل بې ځایه ننګ او غیرت دغه بدحالت ته راوستلي او لا یې هم نه پریږدي، چې د ښې ورځې خاوندان شي.

که دې خبرې ته په بې طرفه توګه ځیر شو او په اړه یې د نسب او اړیکې له مخې نه، بلکې د انساني اخلاقو او منطق له مخې پریکړه وکړو، نو رښتیا هم هیڅ کوم تور نه لګول کیږي او نه هم د بیان ازادۍ نه په استفادې سره، د پام را اړولو په خاطر په دې اړه کومه مبالغه ده.

دا منم چې ننګ او غیرت د افغانانو د هویت جوهر دی، ښکلا ده او یوه داسې بې جوړې ځانګړنه یې ده، چې که مبالغه ونشي، نو په نړۍ کې به همدا یوازنی ملت وي، چې دغه اصل ته تر نورو ډیر ژمن دی. خو یوازې په همدې خبره باندې باید بسنه ونشي، چې ګواکې د ننګ او غیرت په نوم مو خپل کلتور ژوندی ساتلی او بس. نور چې په دغه منځ کې هر ډول ناسمې کړنې او ناسمې پریکړې تر سره کیږي، پروا یې نشته.

آیا د ننګ او غیرت ساحه داسې بې پولې او بې سرحده ده چې هېڅ ډول عمل ته پکې ممانعت نشته؟ او چې څه د چا زړه غواړي، هغه به کوي؟

زموږ ټولنه تر ډیره پورې په همدغه رنځ اخته ده، چې متاسفانه د همدغه رنځ رغول هم پکې پیغور ګڼل کیږي او دا پیغور چې زه یې د انسانیت او اخلاقیت دښمن ګڼم، زموږ په ټولنه کې یې له همدغه ننګ او غیرت څخه سرچینه اخستې ده.

راځئ، لږ دقیق شو! زموږ د ژوند په هره برخه کې ګڼې ستونزې موجودې دي، که هغه په سیاسي، کلتوري، اقتصادي او نورو ټولنیزو برخو کې دي؛ زما په عقیده تر ډیر بریده پورې له دغه اصل نه د ناسمې ګټې اخستنې له کبله رامنځته شوې دي.

ددې لپاره چې مسأله لږ څه روښانه شي، په دې اړوند د ځینو مثالونو لنډه یادونه کوم:

  • ورور یا د تره زوی یوازې د بدې ورځې سړی دی او فقط د مټ یا بازو په سترګه ورته کتل کیږي، چې که په عامه سطحه ورته ځیر شو، نو د دې ټولنې زیاتره وګړي، د وسلې حیثیت لري او یوازې د جګړې، زور ښکاره کولو او یا د نورو له زور زیاتي څخه د خوندیتوب په مفهوم ورته ارزښت ورکول کیږي.
  • هغه سړی د دې لپاره خپله لور یا خور د زده کړې لپاره مکتب ته نه پریږدي، چې ده ته ورته د نورو خلکو تر منځ په ټولنه کې کم رانشي یا خلک دا ونه وايي: چې پلانکی بې ننګه شو، خپله لور یا خور مکتب ته استوي او یا نورې بې منطقه خبرې.
  • هغه بل بیا د بېګاه ډوډۍ ته حیران دی، چې له کومه به یې کوي.  خو چې د تربور سره په سیالۍ کې مخامخ شي، بیا نو ځان پوروړی کوي او خپله سیالي برابروي.
  • مخکې له دې چې یوه وړه موضوع  د مرکې یا خبرو له لارې حل کړي، وړه موضوع تر جګړې او ان تر وژنې پورې ورسوي، چې وروسته بیا په جرګو او مرکو کې د نورو ناسمو پریکړو له امله، نورې ناخوالې رامنځته کیږي.

همدارنګه دې ته ورته په لسګونو نورې پوچې او ناوړه کړنې دي، چې د پوچو مفکورو او تعصبونو د ژور مشروط اغیز له کبله اوس هم دا ټولنه ورباندې ککړه او ناروغه ده.

موږ باید په خپل کلتور کې خپل ځینې اخلاقي او هغه ناوړه اعمال چې موږ یې  ننګ او غیرت…. بولو، د یو داسې لوی خنډ په توګه ومنو، چې تل یې زموږ د بدلون او پرمختګ مخه نیولې او له دې هیسته به یې هم نیسي.

وګورئ! ساه اخلو، خو نه مو پریږدي چې ژوند وکړو. سوکالي غواړو، خو نه مو پریږدي چې په ارامه  و اوسیږو. خوښۍ او خوشحالۍ ته سخت لېواله یوو، خو نه مو پریږدي چې مازې هم شونډې موسکۍ کړو. پرمختګ غواړو، خو نه مو پریږدي چې یو قدم هم مخکې لاړ شو. لنډه دا چې، که هرې ښېګڼې ته مو زړه ښه کړی، په یو ډول یې زړه بېرته رابد کړی دی.

آخر ولې؟ که د ګډوډۍ او ورانۍ خبره شي، نو تر موږ مخکښ خلک به تر سترګو نشي. که د لاس او ګریوان خبره شي، نو له موږ پرته به بل څوک بیا هم ونه مومې، چې دا جرأت وکړي.

ولې؟ د خدای پار دی! نور باید پر ځانونو باندې رحم وکړو، خپل انسانیت او اسلامیت ته رښتیني شو او مخکې له دې چې هر سم او ناسم دود او عمل  د ننګ او غیرت په نوم، پخپل کلتور کې را ګډ کړو، راځئ لومړی د ننګ او غیرت په تعریف باندې ځانونه وپوهوو او دغه معیار ته چې موږ زښت ډیر ورته ژمن یوو، په اسلامي، افغاني او منطقي ډول ښکاره حدود وټاکو، تر څو په دې برخه کې د افراط مخه ونیول شي او دا جوته شي چې اصلي ننګ او غیرت کوم دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *