ګلېليو ويلي وو: ”څه چې د تول او کچ وړ وي، هغه کچ او تول کړئ او چې څه نه دي، هغه د تول او کچ وړ کړئ”. نوموړي دا هم ويل، چې د طبيعت کتاب د رياضي په ژبه دى”. نيوټن وويل، چې انسان هم ماشين دی، چې د ساينس له مخې پرې خبرې کولای شو.
د ساينس پرمختګ انسان ته ډېر څه ورښودل، د طبيعت د ډېرو پټو اړخونو په اړه يې سترګې ورخلاصې کړې، ځکه چې د انسان لرغونې هيله يې، چې د طبيعت ايلول و، عملي کړه. تر دې مخکې دا هيله انسان په اسطورو، مذهب او فلسفې پورې تړلې وه؛ خو ساينس په حواسو وروښودله، چې طبيعت څنګه دی او څرنګه يې د زيان پر ځای په خپله ګټه راڅرخولی شو.
د اروپا په تاريخ کې د اوولسمې او اتلسمې پېړۍ ساينسي انقلاب د اروپايانو د ژوند پر هر اړخ اغېز وشينده. د دوی اخلاق د نوي صنعت او فابريکو په رامنځته کېدا بدل شول، د مذهب خونده لاړه او هڅه وشوه، چې مذهب د ساينس په چوکاټونو کې راټول کړي؛ نو د کاتوليک مسلک پرځای پروټسټانټ مذهب وغوړېد.
ساينس يواځې د فلسفې څانګې ورپرې نه کړې، بلکې فلسفه يې هم قلمي کړه، يعنې فلسفه يې خپلو مسايلو ته محدوده کړه او ساينسي مېتود يې پکې ورشامل کړ. په فلسفه کې لومړی تامس هابس ساينسي مېتود وکاراوه، بيا تر فرانسس بيکن وروسته د جان لاک تجربي نظريه ورشامله شوه، چې د پيدايښت په وخت د ماشوم ذهن د سپين کاغذ غوندې وي، چې وروسته پرې د حواسو په مټ د خپلې اخيستې تجربې ليکې راکاږي.

ساينس ټول ټولنيزو علوم او هنرونه اغېزمن کړل او تر ساينسي پرمختګ وروسته هر علم هڅه وکړه، چې د پخواني شړېدلي مېتود پرځای نوی ساينټيفيک مېتود خپل کړي، ځکه خلکو له نورو علومو هم د ساينس غوندې د تطبيق وړ پايله غوښتله. په امريکا کې د (Pragmatism) د مکتب د رامنځته کېدو علت همدا و. وليم جيمز او سي ايس پرس ويل، چې د يوې تيورۍ رښتينولي په هغې پورې د تړلې توقع له عملي کېدو نه معلومېږي؛ نو کومه نظريه چې ګټه راونه رسوي، رښتينې نه ده.
د ساينس له اغېزه هنر هم بچ نه شو او د هنر د يوې څانګې په توګه يې پر ادب هم وزرې وغوړولې او په ادبياتو کې د يې د نويو ادبي مکتبونو رامنځته کېدو ته لار جوړه کړه، چې رياليزم، فيوچريزم او داسې ډېر واړه مکتبونه يې ښه مثالونه دي او له ساينس سره يې د انسانيت د خدمت ناره غبرګه کړه. البته دا بيله خبره ده، چې د نيوټن د خبرې پرخلاف انسان، انسان نه دی. د انسان او د ماشين ترمنځ لوی توپير دا دی، چې انسان احساسات لري او د دې احساساتو ترجماني ساينس نه شي کولای، ځکه ساينس عاطفه نه مني، بس يو مادي سيسټم مني او هغه تجزيه کولی او د خپلې استفاده وړ کولای شي.
پر ادب باندې د ساينس اغېز په دواړو برخو کې وشو، له يوه پلوه يې د ادب د پېژندلو اړوند علم(ادبپوهنه) او اړوندې څانګې يې علمي کړې او هڅه يې وکړه، چې ادب په دقيقو ساينسي تلو وتلي. د تخيل په برخه کې ساينس هم له ادبياتو نه همدومره استفاده کولای شوه، چې په عملي کې يې ثابته کړې وای؛ خو ادب يو بل وزر هم لاره او هغه عاطفه وه، چې د هوا او د خوشبو غوندې د ساينس پنجې ته نه ورتله؛ نو ادب له چوکاټي کېدو تېښته کوله او ساينس ورپسې د سيوري غوندې روان و، چې چوکاټي يې کړي. د ادب او ساينس همدا کشمکش نويو ادبي مکتبونو ته لار پرانيزي او ساينس اړ دی، چې هغه هم چوکاټي کړي، ځکه د ساينس او په ټوله کې د علم مسووليت دا دی، چې ادبي خوند مرئي کړي او د عينيت جامه ورواغوندي.
ساينس د شتو بېلګو له لارې پر ادب خپل مېتود عملي کړ. د وېش دې مېتود که د ادبي ژانرونو ترمنځ صريحې پولې رامنځته کړې؛ نو د ټولنې او ادب پر تړاو يې بحث ته هم لار هواره کړه، چې ادب په خپل رسالت پوه کړي، چې څه ليکي، چا ته يې ليکي او ولې يې ليکي. د دې بحث لپاره يې د ادب تاريخ، ادبي تيورۍ او ادبي کره کتنې درې علوم رامنځته کړل او خپل توقعات يې ورواول، چې ادب څنګه وځيري او څنګه پايلې ترې وغواړي.
ساينس د ادبپوهنې يا تحقيقي ادبياتو له لارې پر تخليقي ادب يواځې نامستقيم اغېز ونه شينده، بلکې د مستقيم اغېز شيندلو هڅه يې هم وکړه؛ خو دلته يې پکار ده، چې له ساينس سره د ادب پر تړاو دوه خبرې هېرې نه کړو، چې يوه د موضوع په توګه ادب ته د ساينس راتګ دی او بل ساينسي فکر دی، چې په ادب کې موږ ته د عملي کېدو وړ ښکاري.
ساينس چې د انسان په زړه کې ځای پيدا کړ؛ نو اديب هم د عوامو په زړه کې د ځای پيدا کولو لپاره له ساينسه استفاده پيل کړه، ان کيسه يي ادب ته د ساينسفيکشن(ساينسي کيسې) په بڼه د يوه ځانګړي صنف په توګه راننووت. اوس موږ وينو، چې د ايچ جي ولز له (The Star) نه واخله په لويديځ او ختيځ کې بېشميره لنډې کيسي، ناولونه او فلمونه پر ساينسي موضوعاتو ليکل شوي دي.
دويمه خبره ساينسي اپروچ يا ساينسي فکر دی. له ساينسي اپروچ نه په نوره دنيا کې د ادب په اړه ستا د فکر مانا اخيستل کېږي، يعنې څوک چې له ادب نه د ساينس غوندې معلومه توقع ولري، بيا وايي، چې دی د ادب په اړه ساينسي اپروچ لري.
په ساينسي فکر کې دا هم راځي، چې موږ د ادبي ژبې او ادبي ترکيبونو ساينسي علتونه وپلټو. دا فکر په کيسه يي ادب او شاعرۍ کې مختلف وي.
کيسه يي ادب، په تېره ساينسفيکشن په ورته وخت کې له ساينس سره همنوا هم وي او مخالف هم. يعنې له ساينسي مېتوده خو پکې استفاده کېږي؛ خو پايله يې ساينسي نه وي. مثلا: په ساينفيکشن کې به مو داسې کيسې ليدلې وي، چې د ساينس په مټ پکې ماضي يا مستقبل ته تګ ممکن وي. په دې کې چې کوم ساينسي اوزار او ترکبيونه کارېږي؛ هغه به ساينسي وي، خو پايله يې بالکل له ساينس سره توپير لري، ځکه ماضي او مستقبل دواړه د ساينس له لاسه وتلي دي. د هاليوډ ډېر فلمونه به مو ليدلې وي، چې د کيمياوي ترکيبونو له لارې داسې درمل تيار کړي، چې له انسانه ستره بلا جوړه کړي يا انسان د پېري غوندي له سترګو پټ کړي.
نثر له ساينس سره د تناسب اړيکه لري او په مجاورت کې يې واقع کېدای شي؛ خو شاعري ورسره د تضاد او مشابهت اړيکه لري. دا ټول له تخيله زېږي. له تخييل سره چې د ساينس کومه اړيکه ده، هغه يواځې په اسطورو او نثري، په تېره په داستاني ادب(حماسو، نکلونو، ناولونو او…) پورې محدوده ده.
له تخييله موږ په داستاني ادب کې له واقعيت سره د تناسب يعنې حقيقت مانا هم اخلو؛ خو په شاعرۍ کې چورلټه د واقعيت ضد مانا اخلو، يعنې هغه څه چې په واقعيت کې شوني نه دي. کوم شعرونه چې د ساينسي وسايلو د استعمال يا فوايدو په اړه وي يا پکې د ساينس پلوي شوې وي، هغه به څرنګه په شعر کې راولو؟
دلته اوس پکار ده، چې د ساينسي فکر او شاعرانه ژبې ترمنځ کرښه راکاږو. ساينس تشبيه، استعاره، سمبول او د شاعرانه ژبې سوونه نور اوازار څنګه وزغمي؟ د حميد بابا دا تکراري بيتونه ځکه راوړم، چې لوستونکی پرې په اسانه پوهېږي:
خط په مخ د صنم راغی، که سپوږمۍ شوه په هاله کې
دا يې غاښ په خوله کې زېب کا که ژاله شوه په لاله کې
دا زما له غمه شين زړه پکې خيال د يار د شونډو
هسې رنګ زېب و زينت کا لکه می په شنه پياله کې
دا د شاعرۍ کمال دی، چې مخ له سپوږمۍ، خط له هاله، غاښ له ژاله، خوله له لاله، زړه له شنې پيالې او شونډې له می سره غاړه کولی شي. ساينس د عينيت او واقعيت د يوه امانتګر په توګه څرنګه دا ومني، چې مخ ټيک د سپوږمۍ غوندۍ ګرد او سپين وي. په ساينس کې مخ او سپوږمۍ دوه بېل څيزونه دي، چې د ساينس په تار کې يې نه شي پېيلی. داسې دا نور مثالونه هم درواخلۍ. صاحب شاه صابر وايي:
ښکاري، چې راتلونکې ده
ځمکه خوځي، ځي، راځي
که ساينس ته ووايې، چې دا شعر راته وشنه، درپورې وبه خاندي، چې دا څنګه ممکنه ده، چې يو کس دې راروان وي او ځمکه دې خوځي، ځي، راځي دې؛ خو که د شاعرۍ له زاويې ورته وګورو، د شاعر احساسات پکې وينو، دلته ځمکه د ده د زړه ځمکه ده، د ده اضطراب دی، چې د چا په راتګ اوتر شي. همدغه علت دی، چې ادبي تيوري او ادبي نقد پر ادب باندې په بحث کې له سوچه ساينسي اپروچه مخ اړوي او د عاطفې او تخيل زرکاڼي کاروي.
شاعرانه ژبه د ساينس او ساينسي ژبې مخالفت کوي. ساينس چي طبيعت څرنګه دی، هغسې رامعرفي کوي، خو شاعري چې طبيعت څرنګه زړه غواړي، هغسې رامعرفي کوي، ځکه عاطفه او خيال پکې شاملوي او واقعي شيان د تخيل په رنګ رنګوي. په ژبه کې ټول طبيعت شامل دی، ځکه نو وايو، چې شاعري د هنر د يوې حساسې څانګې په توګه عادي ژبه ماتوي او غير عادي کوي يې. دلته اور او اوبه سره يوځای کېږي او اوبلن اور جوړوي، دلته دېوالونه خبرې کوي، دلته خاموشي شور کوي او دلته لمر د مينې وړانګې شيندې.
که د ساينس څه نا څه لوست راسره د ساينفيکشن او د يوه څېړونکي په توګه د ساينسي اپروچ په لرلو کې مرسته کوي؛ نو د ساينس او ادبياتو پر توپير مو هم پوهوي.
——————————
Exscellent!
Merhaba Khkoley sahib
” ” Shkoly saheb!!