سايه را پسې ده ، زه په منډو يم ، ويري اخيستي يم او په بېلو بېلو کوڅو کښي ځني پوټېږم . عجبه ده دا مهال زه په تيارو کښي يوازي خپله ساه او د ګامونو دربي اورم چي وار په وار تېزېږي او تل دا احساس را سره وي چي اوس به غوځار سم خو اوس .
د سايې په لاس کښي توپنکچه ده او هم دغي افتي پر ما قيامت راوستي دي . زما و زړه ته ښه ور تېره ده چي اوس به ډزي راباندي اوسي او په سرو وينو کښي به ولمبېږم.
زه يو ليکوال يم او په داسي ښار کښي اوسم چي هره شپه د بمونو د چاودنو او ماښام وخت د ټارګيټ کلنګ له سوبه ماځيګر مهال لا خلګ په کورونو کښي لکه د قفس مرغان ځانونه بند کړي او په هغو کوڅو کښي د مرګ باچهي سي چېري چي به پخوا ژوند او د خنده رويو خلګو رند و روند وو .
نن شپه زه له ډېره ديغته په پټه له کوره راووزم ، له ډېري مودې مي ماښام وخت دباندي ډوډۍ نه وي خوړلي او غواړم چي نن يې په يو هوټل کښي وخورم خو څو کوڅې به لا مخته نه يم تللي چي سايه راباندي پېښه سي .
پاي اوس په يوې کوڅې کښي مي سايه ونيسی ،توپنکچه يې راته نيولي وي او وائ چی ته ليکوال يې او زه ليکوال نه وژنم ، خو څالاکي او منډه به نه کوې ، له ډېره وخته دي په انتظار وم ، دادي نن له ښه بخته په لاس راغلې .
اوس زه نور وار خطا سم ، ددې مطلب دادي چي ودغه سړي ته زما د مرګ ويل سوي دي او دا رنګه خپل مرګ راته يقيني سي ، خو چا به ورته ويلي وي ، په دې زما سر نه سي خلاص ، ولي چي زه خو دښمنداره هم نه يم .هغه واي درځه ږغ به نه لرې چپ به اوسې او هر څه چي زه درته وايم ، هم هغه به کوې .
دا ډول زموږ رخ د بازار په خوا سي او دلته په يو هوټل ننوزو . زه حېرانه سوم چي دغه بد بخت به زه وژلم ، دا څنګه ځاي راغلو . هغه په بېرا د ځان دپاره ګران سګار راوغواړی ، پېټز ، پستريانيانی او چاې هم خو په ډېر بد چم يې خوري لکه بد اروا يا د مودو و مودو وږي يا زړخوږي چي وي ، کمال دي زموږ تر منځ د کولو دپاره هيڅ خبره نه وي او نه د هغه بد انداز ما ودې ته پرېېږدی ،خو چی دباندی وزو ، نو بل زه ورکړم او پوه سم چی دا څوک ډاکو او مفت خور دئ ،اجرتي قاتل نه دي او هسي زه ورباندی پېښ سوئ يم . به هر حال زما سره وی هم دغومره پيسې چی زه شکر ورباندی وکاږم چی عزت می پاته سو .
توپنکچه هغه پر له پسې په خپل اوږد کوټ کښي زما پر خوا نيولي وي ، په دغه خو زه ږغ نه سم کوي او په روي يخ کښي هم خولې راباندي ايله وي .
ناڅاپه يو بد درزئ سی ، مځکه وشوري ، ګرسره ولاړ ولاړ په غوځارېدو سو ، له موږ څخه څه لېري د بم چاودنه اوسي ، ډېره بده چاودنه ، سره اورونه خواره واره سي او د ټپيانو چيغي سي . اوس زه دغسي منډه واخلم ، خو سايه راپسې وی چی منډی مه وهه ، کنۍ د توپنکچې ټک درباندی کوم .
دا رنګه ما يو ځل بيا ونيسی ، کټ مټ لکه پيښي چي موږک نيسي ، ايله کوي يې ، لوبه ورباندي کوي ، بيا يې نيسي او په يو داسی بازار ننوزو چېری د يو خوندور هوټل باندی د څوکيدارانو سره توپک هم وی او بې غمه په چوکيو ناست خپلي خبري کوي او خاندي . عجبه بې حسه خلګ وي ، ګرسره په دغه لا نه وي پرېشانه چي لږ ساعت دمخه د بم يوه بده چاودنه وسوه او په درځنو خلګ پکښی مړه سول ، بس لکه دا چي د هري شپې معمول وي او دوي په اموخته وي .
دغه بيا زيات ګران بيه هوتل وی او زه حېران سم چی بل به څنګه ورکوم ددغه مفت خور ، خو د توپنکچې له وېری چپ سم . هغه وای چی ته به وږئ يې او د خوراک په نيت زما په خيال له کوره راوتلئ وې ، ځکه ډېر زيات او ګران ګران خوراکونه راوغواړی . دلته هم هغه لکه حېوان په ډوډۍ کښي لوېدلي وي او زما له حلقه يوه ګوله هم نه تېرېري . څو وار می زړه ته راسی چی ته څوک يې ، چا رالېږلې يې که هسی په ما لوبی کوې او وژنې به می کله ، خو د تېر هوټل په شان د هغه بدی خشمی سترګی او توپنکچه ما اوس هم چپ وساتی . .
د بل په وخت زما ژبه ګونګه سی او نور پرېشان سم چي څنګه به يې ورکوم ، يوه روپي هم نسته راسره ، خو هغه له جېبه ډکه بټوه راوباسی چی له سرو سرو نوټونو ډکه وی او بل ادا کړی چي ما حېران کړي ، خو اوس هغه له هوټله راووزی نه بلکه زما په ليکونو بحث پيل کړی او خورا يې ستاي . کمال دې ګرسره وماته ګورې لا نه . هغه په يو ټوټه کاغز څه ليکی هم چی زه يې نه وينم ، خو سر يې پر له پسې لاندی وی ، د نړۍ په ليکوالو ږغېږي او لکه لوئ نقاد زما ليک ورسره برابروی ، خو بيا لکه لېوني راته وګوری ، سرې غتی سترګی ئې ما ووېروې ، زما زره درب وهی او لږ شاته سم .
هغه وخاندي چي دغه ځني خلګ لېوني دي ، برناحقه واي چي ستا په ليک کښي يوه خاص نيمګړتيا ده . تا کله فکر کړي دي چي څه ده ، هيڅ هم نه ده ،بس ټول درڅخه جېلس دي ، سوځي ، کباب کباب دي ، کوچنی کوچنی واړه خلګ دی ، چرت مه پکښې وهه .
“يا ، يا ، يا کېدي سي ، دوي سم واي ” اوس يې وزم بدل سی “هو هو په يو ليکوال تنقيد ډېر ضروري دي کنې بيا له هغه ټالسټاې ، دوستووسکي ، فلابير ، ډکنز او ګورکي نه جوړېږی او نه رحمان او خوشحال بلکه تل به په غلط فهمی کښی مبلا خاورو ته ولاړ سی .”
د هغه په بې ربطو خبرو زما هيڅ سر نه خلاصېږی ، زما ماغزه هيڅ کار نه کوي ، تره ګر ګوره ادب ګوره او په حېرانتيا ورته ګورم چي اوس می يقين سی چی يو ذهني مريض دې ، هغه هم لوستي او ګوره چی نور لا څه اوتیي بوتي وای چی دغسی ټکان سی ، ډېر بد ټکان لکه د کلاشنکوف زربې ، بلکه وي هم د کلاشنکوف زربې . زه دغسي په بل مخ له هوټله راووزم .
دا څه ټارګيټ کيلرز د هوتل څوکيداران وژلی وی او ټول لکه حلال سوي پسونه په وينو لړلي پراته وي . اوس زه بيرته منډه کړم ، بيا توري کوڅې سي او زه ، که څه هم هغه ناولد سړي په ما پسې ناری وهی چی منډه مه وهه کنۍ د کلاشنکوف تره ګر به چېري پټ وي او تا به هم مړ کړی ، خو زه داسي ځغلم چی په ځان لا نه پوهېږم .
اوس بيا زما د پښو دربئ او د ساه ږغ وی ، خو سايه راپسی وی . زه که څه هم دلی دوری سم او ځان په لاس نه ورکوم ، خو هغه ناری وهی چی مه ځه وژنم دی ، په رښتيا ټک درباندي کوم ، ته خبر ئې چی ستا د وژلو دپاره ما ډېری پيسې اخيستی دی ، خو زه يې په خبرو کښی نه راځم . بس وايم چي مړ مي دي کړي ، خو ځان به په لاس نه کړم ور . دا سړي زما په خيال له دماغي هسپتاله راتښتېدلي موړ سړي دي ، سېډسټ دې او د چا په ځوکلولو خوشحاله کېږي .
دا رنګه کور راسی او زه په يو مصيبت په ګېټ ور ننوزم ، ولی چی د کوڅې په سر کښی هغه ما وهم نيسی ، خو زه يې پوری وم ، هغه په دربی سره لاندی غوځار سی او ځان ځنی خلاص کړم . عجبه ده ، هغه توپنکچه په دېری تېزۍ سره وڅرخوي ، خو په ما ټک نه وکړی او دا خبره ما حېران کړی. بيا زه وايم کيدي سي په کوڅه کښي هر کور له ځوانانو او نن صبا خو له وسلو ډک دي او له دې وېري هغه ډزي نه وي کړي چي چېري ونه نيول سم او څوک مي مړ نه کړي .
دننه په کور کښی ټوله کورنۍ می پرېشانه وی ، لار می ګوری او چی څنګه ما ووينی ، نو شکرونه وکاږی ، مورکۍ خو ګرسره ژاړي ، خو زه وار خطا يو چا ته څه نه ووايم ، خپلی کمرې ته په بل مخ ننوزم ، خبر نه يم چی ولی دروازه په ځان پسی بنده کړم ، زما په خيال زما په لاشعور کښی دا وی چی هغه به په خونه هم راننوزی او دا ډول په پلنګ پرېوزم چي لږ سم سم او دمه وکړم .
د کور وګړي ، مورکۍ او بابا له دباندی دروازه ټکوی ، په زوره يې ټکوی چی چېری وې او څه سوی دی ، خو زه ځواب نه ورکوم او له خپل جېبه هغه توټه کاغز راوباسم چی په کوڅه کښي زما د نيولو په وخت هغه ناولد لېوني په تېزۍ سره زما و جېب ته اچولئ وی . کاغز چی خلاص کړم ، نو حېران پاته سم چی ورباندی ليکلی وی .
هيله لرم چی د نوی کتاب نوم به دی وی ” په وېره کښی څو ساعتونه “
جولاي کال 2014