د پراګ د ښار په منځ کې مې د یوې کوڅې په لنډ تنګ پارکینګ کې موټر په کتار کې ودراوه چې راکوز شوم ورپام مې شو چې موټر مې لږ کوږ درولی. بوټونه مې په واورو ککړ شول نو ټایر مې یو دوه لتې وواهه چې واوره یې پاکه شي بیا موټر ته وختم. چې څرنګه مې چالانه کړ په هنداره کې مې پام شو چې یو سړی د موټر شاته ولاړ دی. لږ صبر مې وکړ. سړی نه خوځيده. ورښکته شوم، د شرابو بوی یې ته. بې کوره نشه يي راته ښکاره شو. ورټیټ شو د موټر سلنګسر ته یې لاسونه ونیول. ما ورته وویل، زه موټر سموم. ده خندل او خپل چاودې چاودې لاسونه یې ښکلول.

ورته ومې ویل:

– موټر کوږ ولاړ دی هیله ده چې لږ لرې شئ

سړی رانیغ شو، بغل جیب ته یې لاس کړ او د ناجو ونې یوه شنه لښته یې راوایسته، هغه یې د موټر پر بام کیښوده، خپله بیرته په جګو پښو کیناست او د سلنګسر لوګي ته یې لاسونه واړول راواړول.

د فلش رڼا شوه. ومې کتل یوه لاروي د دې نشه اي عکس واخیست. عکاس رانژدې شو، ما ته یې مخ راواړاوه:

– ما له هغه پورې غاړې کتل، ستاسو یوځایي عکس اخیستلی شم؟

– مخته چې دې عکس واخیست خو اجازه دې وانه خیسته

– د دې نشه اي عکس مې اخیست هغه په ځان نه پوهیږي چې اجازه ترې واخلم.

نشه اي موږ دواړو ته وکتل. د موټر بام یې په څپیړه وواهه، د ناجو ایښې لښته یې ورواخیسته او کوږ اوږ رهي شو.

One thought on “ساړه لاسونه / اجمل پسرلی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *