اوس د ورځي یوولس نیمي بجې دي

کارکوونکي ټول یوځای وزګار سره ناست او د خپل ناڅرګند برخلیک په اړه خبري کوي.

د ټولو ناستو کسانو په څیرو کي اوږدې اندېښنې له ورایه ښکاري.

هغه ماشینونه، چي یو وخت به ټوله ورځ چلېدل، اوس په ټپه ولاړ دي.

د صحافۍ، ماشینکارۍ، پلېټ جوړولو او نوري څانګي یومخ فلج  دي.

دا د کندهار دولتي مطبه ده، چي اوس د (ازادۍ مطبعې ) په نامه يې غټه لوحه پر سر ځړیږي.

دغه مطبعه د طلوع افغان تاریخي ورځپاڼي همزولې ده او پوره څلور نوي کاله يې د ټول لوی کندهار چاپ چاري په ښکلي صحافت ترسره کړي  دي.

یومهال به په دې تاریخي مطبعه کي طلوع افغان ورځپاڼه، کندهارمجله، هلمند جریده او دهیواد پر نورو معتبرو رسنیو سربیره د لوی استاد علامه عبدالحي حبیبي په قلم د (خوشحال ملغلري) د عبدالقادرخان خټک دېوان او د نورو پيژندل سویو لیکوالانو قلمي اثار په کتابي بڼه چاپېدل.

د کندهار دولتي مطبعه د سیمي په کچه پېژندل سوی چاپ ځای و، چي خورا شهرت يې درلود.

په لومړنیو کلنو کي او له هغو وختونو څخه وروسته د کندهارولایت مقام اونورو دولتي ریاستونو ګرده دفتري اسناد، حاضرۍ، پېشنهادونه، استعلامونه او د اړتیا وړ نوري پاڼي همدغو ماشینونو چاپولې، ترڅو له دې لاري د کندهار مطبعې ماشینونه او ددوی دکارکوونکو تنخواوي همداسي چالان پاته سي.

اوس د ازاد بازار(!) په نامه خبره دې پولي ته رسېدلې ده، چي له تیرو پنځو میاشتو راهیسي د کندهار دولتي مطبعې کارکوونکي د ځینو چاروواکو د بې غورۍ له امله لاس پر لاس سړو ماشینونو ته ناست دي.

د مطبعې  کارکوونکي وايي، د خپلو ستونزو د حل لپاره يې ډېري دروازې ټکولي، خو له یوې دروازې څخه يې هم د شنه څراغ رڼا نه ده لېدلې.

ددوی په قول، ځیني ریاستونه يې پوروړي دي، خو په دې اخره زمانه کي څوک حاضريږي، چي خپلي غاړي خلاصي کړي ،که چیري دغه قرض حسن په لاس ورسي، نو ترډېره يې کار په سمېدای سی، لیکن افسوس !!

دوی وايي غاړي خلاصېدل، خو پر لویه لار پرېږده هغه دولتی ورځپاڼه طلوع افغان، کندهارمجله اود ریاستونو اوراق لاهم په یوه او بله بهانه په شخصي مطبعو کي چاپیږي او دوی وچه خوله ورته ناست دي.

د کندهار ددولتي مطعبې ودانۍ د زوړوالي او په هیواد کي د ناخوالو له لاسه سخت ترمیم ته هم اړتیا لري، خو له بده مرغه ځینی کسان بیا د نورو ستونزو د حل پرځای یوازي غواړي چي دغه تاریخي ودانۍ له بېخه وکاږي او ځان ته د یوڅو پيسو لار برابره کړي.

دولت، په ځانګړي ډول د اطلاعاتو کلتور او په کابل کي د مطبو لويې څانګي ته په کار ده، چي د کندهاردولتي مطبعې په اوسني خواشینوونکي حالت ځان خبر او دکارکوونکو پرحالت يې زړه وسوځي.

که چیري په دې اړه بې غوري همداسي دوام وکړي، نو ډېرامکان لري، چي  د نیمي پيړۍ په مخکني سبک مطبعې ته ځانګړې ودانۍ ګړوبه او د چاپ څلورنوي کلن نایاب ماشینونه به يې په پردیو هیوادونو کي د نظامي ټاکنو په ډول لیلام اوپه دې ډول به خدای مه کړه د هیواد په کچه یوه بله نږدې سل کلنه هستي موږ په خپله له خاورو سره خاوري کړې وي.

۰۶ – ۱۰ – ۲۰۱۵ سه شنبه

دغه کالم د (سرخط ) ورځپاڼي په دو پنځوسمه ګڼه کي هم خپور سوی دی

One thought on “ساړه ماشینونه/ محمد ابراهیم سپېڅلی”
  1. لټان دی ،هسی وخت تیروی ، دوی باید زیات زیار ایستلی وای تر څو له پاکستان څخه ورځپانی د چاپ لپاره ورته راتلی او ددوی د ټیټ قیمت او ښه کیفیت اوازی اوچتی شوی وای ، د ودی اوس هم هغه د سوسیالستی اقتصاد خوبونه په سر کی ګرځی ،چه کاریګرو به هسی وخت تیرولو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *