بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۷) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۵\ ۱۳۹۴
ساکان څوک دي؟
ساکان یوګرځنده کوچیانی اریايي ټبر دی ، چې دځینو پوهانو له نظره دنورو ټبرونو توک هم په کې ګډ دی . ددوی لومړنی ځواکمن حضور تر میلاده وړاندې په اوومه پېړۍ کې ښوول شوی دی . همدامهال دوی دقفقاز له غرونو څخه راواوښتل او داریانا شما ل یې ونیوه دامهال یې دمادیانو له پاچا هووخشتره سره ، چې دامهال یې داشور پلازمېنه نینوا کلابنده کړې وه ، جګړه پېښه شوه ، داجګړه دساکانو په بریالیتوب سرته ورسېده ، تردې وروسته ساکانو یوه ستره ټولواکمني جوړه کړه ، چې ټوله اریانا له اورال سیند څخه نیولې تر چیني ترکستان پورې ، شمال ته د دُن له سینده بیا په لویدیځ کې ددانیوب تر سیند پورې او په جنوب کې دهندوستان ترشمالي څنډو پورې غځېده، البته دهخامنشي پاتې شونیو نیولې تر کوروش پورې له ټولو سره یې پراخې جګړې کړي دي ، چې دواکمنۍ پولې یې وخت پروخت بدلیدې . ( زیار)
په ( اریایي ها وتمدن اریايي ؛ محمد حضرتي لیکلی ) کتاب کې لولو ، چې کوروش د ۵۵۰ مخزیږدي شاوخوا، ساکان تردې مخکې چې سکستان یا سیستان ونیسي ایل کړل . مګرژر بېرته راپاڅېدل او دساکانو یوې شاه مېرمنې دخپل خاوند یازوی په کسات کې کوروش وواژه .
دوی ته سکا ، سکه ، سکز ، سکایا او دې ته ورته نومونه هم اخیستل شوي دي ، یوشمېر څېړونکي فکر کوي ، چې کاسیان یا کاسیتان هم دساکانو اوښتلي نومونه دي
دپوهاند زیار له نظره دپینځو زړو ژبو ترمنځ ساکي ، سکه یاسیتي ژبه یوه خپلواکه ژبه وه چې نننۍ پښتو ورسره مخامخ اړیکي لري ، څلورنورې هغه اوستا، زړه پاړسي ، میدي او پارتي دي .
دساکانو اصلي او تر وروستیو زمانو پورې ورپاتې شوې سیمه او ترواکمنۍ لاندې زمکه سیستان و .په لومړي سرکې ساکان له شمال لویدیځ څخه بلخ ته راپورې وتل او بیا له هغه ځایه مخ په جنوب درنګیانا او اراکوزیا ته راورسېدل ، دلته یې دخپلې ټولواکمنۍ یوه غښتلې پلازمېنه جوړه کړه ، چې سکاییه ، سکستان ،سګزستان، سګستان ،سجستان ، سیستان بڼې یې په تاریخ کې ثبت دي .
دنړۍ ګڼ مدنیتونه دهغو سیندونو په نامه یادشوي ، چې ترغاړو یې مېشتو انسانانو هغه مدنیتونه رامنځته کړي دي ، لرغونپوهان په دې باوردي چې لومړني ټولنیز نظامونه دسیندونو ترڅنګ جوړشوي ، ځکه سیندونه دانسانانو داقتصادي اړتیاوو دپوره کولو پخواني ملګري وو، دڅښلو ، کرنې او ان لومړنیو صنایعو لپاره سیندونو ارزښتمن رول درلوده ، دمصر مدنیت دنیل له برکته او دلرغوني عراق وبابل مدنیتونه د دجله و فرات پرغاړو جوړشول ، تردې چې پېړۍ پېړۍ یې عراق بین النهرین ( ددوو سیندونو ترمنځ زمکه ) ګڼله او منځنۍ اسیا ماورالنهر ګڼل کیده . لرغونیو اریایانو هم خپل لومړني مدنیتونه دپاردریا ( آمو- پنج ) او سردریا ترمنځ پیل کړل او وروستۍ ډلې ( ساکانو ) یې له ۶۰۰ څخه تر ۱۲۸ مخزیږدي پورې د هیرمند یا هلمند [په زړو یوناني اسنادو کې «هيتومنت» (Heatumant) ] سیند پرغاړه یو ستر مدنیت جوړکړ، چې وروسته یې دسیستاني مدنیت نوم واخیست . په تاریخ کې چې هرځای دسیستان دمدنیت نوم یادیږي ، نو دهیرمند نوم ورسره مل یادیږي ، کټ مټ لکه دمصر له مدنیت سره چې دنیل نوم یادیږي ، په دې توګه ګورو چې له تاریخي پلوه هیرمند یوازې دیوه سیند نوم نه، بلکې دیوه ستر تاریخي مدنیت سېمبول هم دی .
قطران تبریزي ځکه ویلي وو :
از دست او شکوه برد نیل و هیرمند
وز تیغ او ستوده شود پیل و اژدها
( هیر ) په زړواندو آریاني ژبو کې دوابویا نهر په مانا دی ، دا ریښه په پنجهېر کې هم شته چې دپینځو اوبو یا پینځونهرونو په مانا دی .ابوشکور بلخي کاږلي وو :
بکنغالګی رفته اوپنجهېر رمېده ازومرغک ګرمسېر
ځینې څېړونکي هري ، او هیراوایا هم له اوبو څخه مشتق شوي نومونه ګڼي ، دهیرمند مانا داوبو خاونده سیمه ده . تاریخي روایات ښيي چې هیرمند یومهال دسیمې له خورا لویو سیندونو څخه ګڼل کېده ، چې خپله شاوخوا سیمه یې شنه او سمسوره کړې وه . په تاریخي متونو کې دسیستان دشنو باغونو ، پراخو کرنیزو زمکو ، پریمانه حاصلاتو او ستر زراعتي اقتصاد ډیرې کیسې لوستلای شئ، په اسدي ګرشاسپ نامه کې لولو :
دو منزل زمین تا لب هیرمند
بُد آب خوش و بیشه و کشتمند
ساکانو چې دپېړیو پېړیو جګړو ، فتوحاتو ، ماتو اوبریو له ستومانیو وروسته وغوښتل یو تلپاتې ټاټوبی غوره کړي نو دهیرمند پرغاړه پریوتل او خپل ستر مدنیت یې همدلته جوړ کړ .
یو مهال ددې سترې ټولواکمنۍ پراختیا ۷۰۰۷ مایله ګڼل شوې ده . د سیستان نوم دهخامنشیانو په زمانه کې درنګیانا و ،دداریوش په کتیبه کې زرنکه ( Zaranka ( راغلی، چې دنیمروز ولایت مرکز زرنج یې اوښتې بڼه ده،
دې سیمې ته یې زابلستان هم ویلي دي او عجیبه ده چې په شرقي او غربي څنډو کې یې اوس هم دوه سیمې دزابل په نومونو یادیږي . هیرمند دافغانستان په زړه کې له باباغرونو څخه سرچینه اخلي ، دسیستان دسمسورتیا په پېړیو کې دغه سخي سیند ترخپلو غاړو پرتو زمکو ته پریمانه اوبه ورکولې ، ددې سیند یو توپیر دسیمې له نورو سیندونو سره داو چې زموږ په غرنیزه سیمه کې دهیرمند پرغاړه پراخې او هوارې زمکې پرتې وې ، چې دکرلو ، څړ او اوسېدنې لپاره یې مساعد شرایط درلودل . دساکانو دمدنیت سیاسي اقتصادي پلازمېنه یامرکز هم دهیرمند یا هېلمند سیند پرغاړه و ، چې زه یې ترزرنج
وروسته دوهم ستر مرکز همدغه دبُست لرغونې کلا بولم :
دفردوسي په شهنامه کې لولو :
چو آمد به نزدیکی هیرمند
فرستاده ای برګزید ارجمند
دساکي ماڼیو ، بالاحصارونو ، پوځي کلاګانو ، کاریزونو او منارونو سره ورته والی د هرات له ارګه نیولې په فراه کې د ضحاک ماڼۍ ترکافرکلا پورې بیا په نیمروز کې دکنک او نورو سیمو تر کلاګانو په هېلمند او کندهار کې دراپاتې شویو کنډوالو او بیا ترزابل و غزني پورې نښې ښيي ، چې ټولې دیوې لرغونې ټولواکمنۍ سره تړلي میراثونه دي ، له سوق الجیشي ، اقتصادي او بشري اړخه ددې ټولو مرکزیت همدغه بُست زړه کلا ده چې دهېرمند اوراغنداو دسره یوځای کېدو سیمې ته نږدې لاتراوسه هم دنګه غاړه ولاړه ده او دتاریخ په روایت یې دوه سترې دروازې درلودلې ، چې دهغې یوې پاتې شونو یې د پخو خټو د کالبي سکښت او پرې باندې کاشي کارۍ او ماتو قوسونو سینګار یې دساکي معمارۍ دسبک پرتم لاهم ساتلی دی .
خو څه پېښ شول چې دسیمې دغه ستره او سمسوره جلګه په داسې وچه بیدیا بدله شوه ؟
دوه طبیعي او بشري افتونه راپرېوتل:
سیستان درېیو سترو وچکالیو ځپلی دی ، چې کلونه کلونه اوږده شوې ده یوځل په ۲۲۰ هجري کې ، چې دروایاتو پربنسټ وچکالي دومره ډیره شوه ، چې دیوه کال په اوږدوکې په ټول سیستان کې چا واده ونه کړ ، بل ځلې په ۴۰۰ هجري کې داسې وچکالي شوه ، چې دسیستان دتاریخ مولف ولیکل : ((واندرسنه اربعمائه غله تنگ شد و قحط افتاد خرواری گندم به دویست و چهل درم شد و مردمان را رنج رسید تا رمضان این سال…))
بل ځلې هم په ۹۹۹ هجري کې داسې وچکالي شوه ، چې ناروغیو ، ولږې او وبا په زرګونو انسانان ووژل .
پرلپسې وچکالیو او قحطیو دسیستان اوسیدونکي بېځایه کړل او شین سیستان یې په خرابو او دښتو بدل کړ .
بل افت دچنګیزي یرغل ورانکاری سیلاو و . مغولان په اوومه هجري پېړۍ کې پرسیستان ورننوتل ، جویني چې دمغولو دتاړاک شاهد و ، لیکي :
( وآنګاه از جانب هرات تا حدود سجستان برسیدند و کشتن و غارت و غصب و تاراج کردند)
چنګیزي لښکرو کاریزونه ړنګ کړل ، کتابتونونه یې وسیځل او ماڼۍ یې ورانې کړې ، سیستانیان څه ووژل شول او څه هم له سیمې ووتل .
پیړۍ او کلونه واوښتل ، هیرمند بهېده خو دپخوانیو باغونو ، کرنیزو زمکو او چمنونو ځای پرپوټیو دراتاویدونکیوبوړ وکیونښو او دڅرمښکیو دپښو پلونو ونیوه …
سیستان خپل عظمت تاریخ ته وسپاره او دساکي ټولواکمنۍ ځای نومهالوافغاني واکمنیو ته پاتې شو .
هیرمند لاشته ، بهیږي ، پراخې اوهوارې زمکې یې ترغاړو لاهم پرتې دي ، پرڅنډو یې مټور او دنګ زلمي لاهم له خپلو غنمرنګه بڼو ، دنګو عقابي پوزو ، بادامي زرځو سترګو او پراخو ټټرونو سره ګرځي ، چې دساکي توکم نښې یې ساتلي دي ، خو خدایزده ولې هیرمند لاهم پردیو زمکوته همداسې وربهیږي ؟ خدایزده ولې دستر هېلمند بچیان وږي ، بربنډ، نالوستي او احتیاج دي ؟ خدای ج خبر ولې هیرمند پردښتو بخیل دی او دهېلمندیانو په کورنو کې کندوان له غلې تش دي ، خدایزده هاغه سیستان چې ټولې اسیا ته یې غله ورکوله ولې دکوکنارو او اپیمو په ویروونکي ټاپو اوښتی او لاهم دبُست پر سر راختلی لمر دلویدو پرمهال ددې سیمې پرخلکو دژړا له لاسه سرې سترګې کوزیږي ؟
دشنو باغونو په هدیره کې چې مرغۍ لږ له هیرمنده لرې شي ، نو له تندې یې جل وهي ، دبُست یوه دروازه ولاړه ده او داناره یې په غوږونو کې انګازې کوي :
که دوې دي دوې دي ،
کلای بُست دروازې دوې دي
پر یوه پتې خان وځي
پردابله یې دمور سوې نارې دي …
سرچینې :
۱- آریاییها وتمدن آریايي ، دکتر محمد قل حضرت قل اف ( محمد حضرتي ) ، انتشارات اساطیر ، ۱۳۸۷ش ، تهران .
۲- پښتو او پښتانه دژبپوهنې په رڼا کې ، پوهاند دکتورمجاوراحمد زیار ، دساپی پښتو څېړنواوپراختیا مرکز ، ۱۳۷۹ش،پېښور
۳- ((زبده التواریخ)) ،تصحیح سید کمال حاج سید جوادی، تهران،وزارت فرهنگ وارشاد اسلامی،2جلد،1380،
۴- مردم شناسي سیستان ، کاندید اکاډمیسین محمداعظم سیستاني ، دوهم چاپ ، دانش خپرندویه ټولنه ،۱۳۹۱ ش،کابل .
يمين، پوهندوی محمدحسين(1986)، دستور زبان دری. پوهنځی زبان و ادبيات، پوهنتون کابل: مطبعۀ وزارت تحصيلات عالی و مسلکی، کابل.
يمين، پوهاند دکتور محمدحسين(2011)، دستور معاصر پارسی دری. چاپ هشتم. ناشر: بنگاه انتشارات ميوند، کابل.