سایبري امنیت (Cyber-Security) څه شی ده؟
سایبري امنیت د سایبر ناوړه بریدونو څخه د کمپیوټرونو ، سرورونو ، ګرځنده وسیلو ، بریښنایی سېسټمونو ، شبکو ، او معلوماتو دفاع کولو زده کړه ده، دا د معلوماتي ټیکنالوژۍ امنیت یا د بریښنایې معلوماتو امنیت په توګه هم پیژندل کیږي. سایبري امنیت په یو څو عام کټګوریو ویشل کېدای شي.
۱ د شبکې امنیت
د شبکې امنیت یا نيټورک سېکيورېټي د مالویر یا ګرځونکي بریدکونکي څخه د کمپیوټرې شبکو خوندي کولو زده کړه ده.
۲ د پوستکالو امنیت
دا برخه د سایبر امنیت په پوستکالو باندې د څرخي،چې څنګه کولی شو چې یو پوستکالی د خطراتو څخه وساتو،ځینې پوستکالي ددې لپاره جوړیږي چې اړینو معلوماتو ته لاس رسئ او همدارنګه اړوند سېسټم ته تاوان یا خطر پېښ کړي،د خطر د مخنیوي لپاره لومړی قدم د پوستکالي د جوړیدو څخه اخیستل کېږي.
۳ د معلوماتو امنیت
د معلوماتو د لېږد،اختیار او د ډوپلیکشن د مخنیوي لپاره د معلوماتو امنیت څخه استفاده کېږي.
۴ عملیاتي امنیت
په عملیاتي امنیت کې د معلوماتو ملکیتونه اداره کول او د ساتنې لپاره یې طرزالعملونه او پریکړې شاملې دي. کاروونکو ته باید څنګه اختیار ورکړل شي؟، چې چیرې ډېټه زیرمه یا شریکه کړي، ټول د دې چتر لاندې راځي.
۵ د ناورین مخنیوی او د سوداګرۍ دوام
ددې برخې کار په یوې اداره کې د معلوماتو په عملیاتي امنیت باندې د سایبري بریدونو څېړل دي،د سوداګرۍ دوام یوه طرحه ده چې یوه اداره بغیر د خاصو منابعیو څخه پرې فعالیت کوي،چې پدې توګه د سایبري بریدونو مخنیوی پرې کوي.
۶ دکارونکي یا End-User زده کړه
د سایبري امنیت تر ټولو ناخوندي ډول یې همدا دی،چې زیاتره سایبري بریدونه د همدې لارې اجرا کېږي،هر څوک کولې شي چې په ناڅاپي ډول یو ښه ویروس یو خوندي سېسټم ته وردننه کړي،سایبري بریدونه اکثره شک لروونکي برېښنالیکونه (Email) وي،او یا هم په فلشونو کې خپل سري پوستکالي وي چې د وینډوز زړه ته ځان رسوي،دا د یوې ادارې لپاره حیاتي موضوع ده تر څو خپل کاروونکو ته زده کړه ورکړي تر څو د سایبري بریدونو خوندي اووسي.
د سایبر بریدونو د ګواښ کچه
د امریکا متحده ایالات په کال کې ۱۹ بیلونه ډالر یوازې د سایبري امنیت په خاطر مصرفه وي،تر څو د سایبري بریدونو څخه په امن کې وي،اما دوی بیا هم خبردارۍ ورکړی دی چې د بریدونو سرعت ورځ تر بلې په زیاتېدو دی،چې د مضرو کوډونو او سافټویرونو سره مقابله باید وشي.
د معیارونو او ټېکنالوژې ملي انسټيټیوټ (NIST) وړانديز کړې دی چې باید ټول برقي وسایل همیش د تعقیب لاندې ونیول شي.
د سایبري امنیت ګواښونه په درې ډوله دي
۱ سایبري جرایم یو سېسټم د مالیاتو پخاطر هدف ګرځول د یو یا ګروپي هېکرانو لخوا.
۲ سایبري بریدونه اکثره د سیاسي رقابت له وجهې رامینځ ته کېږي.
۳ سایبري ترورونه اکثره د وحشت او یا ویرې د خپرولو لپاره اجرا کېږي.
په عام ډول د بريدګرو لخوا داسې طریقه عمل په لار اچول کېږي تر څو ستاسې د کمپیوټر اختیار په لاس کې واخلي او مختلف قسمه ویروسونه وردننه کړي،لکه (viruses),(worms),(spyware),(Torjans),(ransomware).
(viruses),(worms) د ځانه اکثره ردعمل ښایې چې معلومات او سېسټم خرابه وي،
(spyware),(Torjans) د ډېټه د لیږد او غلا کولو لپاره استعمالیږي،
(ransomware) دا بڼه یې ډېټه (encrypt) یا بندیز شکل ته اړه وي تر څو بریدګر څخه بیا د بندیز د خلاصېدو کلي د پېسو په بدل کې وپېرې.
سایبري بریدونه هر قسمه ادارې زیانمنې کولی شي،د راپورنو له مخې سږ کال زیاتره صحت،مالیاتو،تولیدي،او دولتي ادارې هدف ګرځېدلي دي.