تاند- سایسنسپوهانو داسي زانګو جوړه کړې چې د ماشوم د ویدولو لپاره ډېر ورو زنګېږي. د دوی په وینا دا الیکترونیکي زانګو له یوې خوا میندې د ماشوم د ارامولو لپاره د زانګو د پر له پسې شورولو له تکلیفه بېغمه کوي او له بلې خوا تر عادي زانګوګانو د ماشومانو لپاره زیاته ارام بخښونکې ده.

دا زانګو په عین وخت کې ماشوم ته د خپلې مور د زړه د ضربان ږغ اوروي.

د هرې نوې وسیلې په شان د دې زانګو بیه فعلاً زیاته ده. ۲۴۰ ډالره بیه یې پرې ایښې ده او لا پرمختللي ډولونه یې تر دې هم ګران دي. په لا پرمختللیو ډولونو کې یې لا زیات امکانات شته.

دا الیکترونیکي زانګو د موبایل ټېلفون له لارې هم کنټرولېدای شي. د دې مطلب دا دی چې د ماشوم مور و پلار ته اړتیا نشته چې خامخا دې د ماشوم تر څنګ ناست وي.

ساینسپوهانو د اوبو یا شربتونو د سړولو لپاره یوه داسي کوچنۍ وسیله جوړه کړې چې اندازه یې د یوه قلم هومره ده.

دا وسیله د اوبو یا شربتو په ګیلاس کې اېښودل کېږي او ډېر ژر یې سړوي.

دا وسیله خصوصاً د دوبي په موسم کې په هغه ځای کې چې یخچال او فریزر نه وي ډېره په درد خوري.

دا وسیله، چې (Chilling Sip Stick) نومېږي، چارج کېدو ته اړتیا نه لري بلکې د دېوالي ساعت په شان پنډول لري چې د هغه د خوځېدو په وسیله انرژي ترلاسه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *