کهکشان

تاند- د نجومي چارو ماهران وايي چې په کایناتو کې یې تر ټولو لېري کهکشان موندلی او پېژندلی دی.

دا کهکشان ۱۳اعشاریه ۱ ملیارد نوري کاله لېري دی.

پاسنی عکس د یوه ډېر مهم کشف عکس دی چې ستورپېژاندي د یوه داسي کهکشان، چې تراوسه پوري نه لیدل شوی او نه کشف شوی و، د فعالیت د پیل له څرنګوالي خبروي.

دا کهکشان پخوا د هابل او سپیلټزر ټیلسکوپونو په وسیله لیدل شوی و خو اوس یې واټن کشف شوی دی.

د نجومي چارو ماهران وايي چې دا تر ټولو لېري کهکشان دی چې تراوسه پوري پېژندل شوی دی.

د ستورپېژاندو په وینا د کایناتو د تاریخ په لومړیو کې ستر کهکشانونه ول چې له اوسنیو کهکشانونو سره یې توپیر درلود.

دوی دغه راز اټکل کوي چې د دې نوي کشف شوي کهکشان د لېري والي ریکارډ به ژر مات شي ځکه چې په ۲۰۱۸ میلادي کال یو بل ټیلسکوپ، چې جېمز ویب نومېږي، فضا ته لېږل کېږي. دا ټیلسکوپ د کهکشانونو په اړه لا زیات او ښه معلومات ترلاسه کولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *