تاند- په امریکا کې د غوږونو د بندولو لپاره داسي کوچنۍ اله جوړه شوې چې که څوک وغواړي چې د بل چا یا بل شي ږغ وانه وري نو له دې څخه دې کار واخلي.

که څه هم د ږغ او شور د نه اورېدو لپاره پخوا وسیلې جوړې شوې وې خو دا یوه د موبایل ټېلفوړن د سکرین په شان سمارټ یا لمسي ده، هر ځای چې نه غواړئ اواز واورئ په لاس یې تنظیمولی شئ.

دغه راز دا کوچنۍ وسیله کاروونکي ته یې دا امکان برابروي چې مثلاً که وغواړي نو د ټېلفون زنګ به اوري خو ورسره په یو وخت هغه ږغ او شورماشور به نه اوري چې دی یې اورېدل نه غواړي.

دا وسیله په ځانګړي ډول د افغانستان د ودونو د سالونونو لپاره ډېره په درد خوري چې لوړه موسیقي یې د ډېرو لپاره په عذابوونکې ده.

One thought on “ساینسپوهانو د هغو خلکو غم خوړلی چې له غالمغاله په تکلیف دي”
  1. الله دی ساینسپوهانو ته خیر ورکړی. ځکه چی نه یوازی د زده کوونکو سره یی مرسته کړی بلکه د متاهل اشخاصو

    ستر مشکل یی حل کړیدی. اوس به د دغه آلی په سکرین باندی د خپلی ښځی اواز ورکړی چی وایی نه وری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *