تاند- څېړونکو په ایټالیا کې اعلان وکړ چې د یوه پنځه زره درې کاله پخواني په کنګل د مومیايي شوي انسان د بدن پر پاسنۍ برخه یې تاټو یا انځور موندلی دی.
د هوفینګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې ډاکتر البرت زینک، چې د ایټالیا د مومیايي او کنګل انسانانو د انستیتیوت رييس او د دغه کشف د سایسنسپوهانو غړی دی، وايي:«موږ توقع نه لرله چې د انسان پر ټټر به ټاټو مومو ځکه چې تر دې مخکې ټول موندل شوي انځورونه د مفصلونو برخو ته نژدې او دغه راز د ملا په لاندینۍ برخه او لینګو کې لیدل شوي دي.»
دا کنګل شوی مړی یوې جرمنۍ ښځې او سړي د اتریش او ایټالیا ترمنځ د الپس غرونو د اوتزل په سیمه کې ومونده.
ساینس پوهان وايي، داسي ښکاري چې دا کس به د مړینې په مهال ۴۵ کلن و.