تاند- امریکايي ساینسپوهان وايي یو ستوری یا سیاره یې موندلې چې مځکې ته خورا ورته والی لري او ژوند پکې ممکن دی.
د امریکا د هاروډ پوهنتون ساینسپوهانو وویل چې دا سیاره له مځکې څخه نژدې ۴۷۰ نوري کاله واټن لري.
د هاوارډ پوهنتون د ستورپېژندنې ساینسپوهانو دا خبر په سیاټل کې د امریکا د نجوم ټولنې په غونډه کې اعلان کړه.
کشف شوې سیاره (کیپلر438b) نومېږي او تر مځکې لږ لویه ده. دا سیاره د یوې لنډ نارنجي رنګه ستوري په مدار کې موقعیت لري.
د کیپلر اندازې ته په پام داسي ښکاري چې ډبرین وي او په دې خاطر د ژوند وړ ده چې د تودوښې (تودخې) درجه یې داسي ده چې اوبه پکې په مایع یا اوبلن حالت کې پاتې کېدای شي.
ساینسپوهان د اوبو له بهیره او د پرښو د سطحې له مخې باور لري چې په دغه سیاره کې ژوند ممکن دی.
دوی همداراز وايي چې تراوسه پوري یې ۷ نورې داسي سیارې موندلي چې ژوند پکې ممکن ښکاري.
د ستورپيژندونکو نړیوالی اتحادیی د سپارښت له مخی یو نوری کال په لاندی ډول سره محاسبه کیږی:
یو کال 25،365 ورځی او هره ورځ 400،86 ثانیی ده او یو یوکال 31557600 ثانیی ده چی نور په یوه ثانیه کی 300000 کیلومتره سرعت لری نو په اساس نور په یوه کال کی 9467280000000 کیلومتره فاصله طی کوی که پورتنی فاصله په 470 نوری کالو کی ضرب شی نو پورته یاد شوی ستوری به له مځکی نه تقریبا :
4449621600000000 کیلومتره وی.
کله چی ما پورتنی لیکنه په ورد کلی ولیکه او دلته می کاپی کړه د ارقامو برخه ګډه وډه راغلی ده بنا یوځل بیا به پوتنی مطلب مستقیما دلته ولیکم.
د ستور پيژندونکو نړیوالی اتحادیی د سپارښت له مخی یو نوری کال په لاندی ډول سره محاسبه کیږی: یو کال 365،25 ورځی ده او هره ورځ 86،400 ثانیی ده چی او یو کال 31،557،600 ثانیی کیږی او نور په یوه ثانیه کی 300،000 کیلومتره سرعت لری نو په دی اساس نور په یوه کال کی 9،467،280،000،000 کیلومتره فاصله طی کوی که پورتنی فاصله په 470 نوری کالونو کی ضرب شی نو پورتنی یادشوی فاصله به تقریبا 4،449،621،600،000،000 کیلومترو سره برابره وی