تاند- په مالیزیا کې ساینسپوهانو د لومړي ځل لپاره ډیجټلي عطرونه اختراع کړي دي.
د ډیجټلي بوی یا عطر معنا دا ده چې په راتلونکو وختونو کې به راز راز بویونه د ایس ایم ایس (SMS) په وسیله یو بل ته لېږلی شئ.
د مالیزیا د انجنیري انستیتیوت څېړونکي ادعا کوي د لرګي، مېوې او ویلني یا نعنا الیکتریکي بویونه یې اختراع کړي دي.
دوی وايي چې دا کار د انسان په پزه کې د یوه الیکترود د اېښودلو په وسیله کوي.
الیکترود د پزې کمزوره الیکتریکي جریانونه تحریک کوي. دا جریانونه هغه عصبونه فعالوي چې مختلف بویونه مازغو ته رسوي.
د مالیزیا د انجنیرۍ انستیتیوت ريیس ادریان چیوک په دې اړه وايي، دا د پروسې یوه برخه ده او د مجازي واقعیت په زیاتولو بشپړېږي.
دی وايي، دا طریقه مرسته کوي چې یو څوک د انترنیټ له لارې په مجازي ډول له خپل ملګري سره ډوډۍ وخوري. کاروونکي کولی شي چې نور په درې بعدي بڼه وویني.
ښاغلی چیوک باوري دی چې په راتلونکي کې به بویونه په انترنیټ کې په دیجټل ډول لېږل کېږي خو ښايي دا ټکنالوژي څو لسیزې نور کار ته اړتیا ولري.
خو څېړونکو تراوسه پورې د ۳۱ کمپنیو لپاره ۱۰ راز راز بویونه اختراع کړي دي.