تاند- دا تصویرونه د ۱۹۹۵ میلادي کال د جنورۍ په ۲۵ مه نېټه د امریکا د یوې پوځي سپوږمکۍ په وسیله د شپې په مخه، په داسي حال کې چې د هند پر سمندر تېرېده، اخیستل شوي دي.
لاندې شنه رڼا د افریقا ښکر په ختیځ کې د سومالیا له ساحله ۱۰۷ مایله لېري لیدل شوې ده. ساینسپوهان لا هم نه پوهېږي چې ولي په سمندر کې دا اوږده تړانګه له نورو اوبو سره توپیر لري او ځلېږي.
تصویرونه له مځکې څخه له ۵۰۰ مایله پاسه اخیستل شوي. د دې تړانګه مساحت د امریکا کنکتیکټ ایالت هومره یا نژدې ۶۰۰۰ مایل مربع دی.