کیوریوسټي ستوربېړۍ اوس د مځکې له کُرې ۲۲ ملیونه او پنځه لکه دېرش زره کیلومتر لېري د مریح د کُرې پر سطحه حرکت او علمي څېړنې کوي.
د امریکا د فضايي تحقیقاتو د ملي ادارې ناسا دا سفینه، چې بشپړ نوم یې کیوریوسیټي روور دی، ۹۰۷ کیلو وزن لري او د پلوتونیم پر انرزۍ چلېږي.
دا ستوربېړۍ د ۲۰۱۱ م کال د نومبر په ۲۶ مه د کېپ کاناویرل له اډې فضا ته ولېږل شوه او له نژدې ۸ میاشتې سفره وروسته پر مریخ کښېناسته.
د مریخ د کُرې د اقلیم او جیالوجۍ څېړل، د ژوند او ژوندي سارو د موجودیت په اړه تحقیق، او په راتلونکو وختونو کې مریخ ته د انسان د سفر د امکاناتو لیدل د کیوریوسیټي روور اصلي ماموریت دی.
د کیوریوسیټي روور د تحقیقاتي ټیم یوه غړي ربکا ویلیمز وايي چې یو وخت په مریخ کې احتمالاً اوبه وې.
دې وايي:«هغه شګې چې تاسي په مریخ کې وینئ، ګردۍ بڼه لري او غټوالی یې دومره دی چې باد یې نه شي خوځولی. زموږ علمي ټیم ټول په په دې نظر دی چې دا شګې د اوبو د یوه غښتلي بهیر په وسیله لېږدېدلي دي.»
د ۲۰۱۲ م کال په دسمبر کې د کیوریوسیټي رور ماموریت، چې دوه کلن و، د ناڅرګندې مودې لپاره اوږد کړای شو او د کیوریوسیټي رور تحقیقات تراوسه پوري په مریخ کې دوام لري. خو د دې کار لپاره پکار وه چې په مځکه کې د کیوریوسیټي رور د اتومات فضايي سفینې پروګرامونه او کمپیوټري سیستم تازه یا اپډېټ شي.
د ناسا ساینسپوهانو په وروستیو کې له څه باندې دوه ویشت نیم ملیون کیلومتر لېري څخه د کیوریوسیټي د ټېلسکوپ د کامرې سیستم ابډېټ کړ.