نړۍ

تاند- ساینسپوهانو اټکل کړی چې سږنی ۲۰۱۶ م کال به یوه نیمه درجه تود وي.

دوی دا یو لوی خبرداری بولي او وايي، هغه هیله چې د پاریس په غونډه کې د نړۍ د هوا د تودېدو د مخنیوي لپاره رامنځته شوې وه، هسي یو خیال و.

د ناسا د د فضايي څېړنو انستیتیوت ريیس ګوین شمیت اټکل کړی چې په روان ۲۰۱۶ م کال کې به د نړۍ د تودوښې اوسط د یو اعشاریه یو تر یو اعشاریه ۵ سانتي ګراد ترمنځ زیاته شي.

د ناسا دغه څېړونکي دا اټکل په تېرو ۱۲ میاشتو کې په هوا کې د یو لړ تغییراتو پر اساس کړی دی.

تېر ۲۰۱۵ م کال مځکه تر ورتېرو کلونو توده وه او ویل کېږي چې د مځکې په تاریخ کې یو تر ټولو تود کال و.

خو د بریتانیا د هوا پېزندنې ادارې بیا ویلي چې په ۲۰۱۶ م کال کې به د مځکې تودوښه له یوې تر یو اشعاریه ۲ درجو پوري لوړه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *