تقريباً درې مياشتې مخکې مې د يوه ملګري په سر يوه وړه دانه راختلې وه چېهېڅ درد يې نه درولود که هر څومره ډېر زور به يې هم ور باندې راوړ، بيا يې هم درد نه کاوه. درې مياشتې تېرې شوې او دانه وخت په وخت لږ لږ غټېدله او لږ لږ پلنوالى يې هم پيدا کاوه. ناروغ د بې پروايۍ له امله درې مياشتې ډاکټر ته نه و تللى کله يې چې ماته کيسه وکړه ډاکټر ته ورسره لاړم او ډاکټر د دانې د څرنګوالي په اړه ځينې پوښتنې ځنې وکړې. ناروغ ورته ويل چې دانه په پيل کې ډېره وړه او هېڅ در به يې هم نه درلود آن که به يې ډېر فشار هم ورباندې راوړ خو د دريو مياشتو په تېرېدو سره دانه تر مخکې نه غټه شوې ده او پلنوالى يې هم پيدا کړى دى. کله کله بيخي کوچنۍ کېږي او کله بېرته لږ لږ لويه شي. معمولاً په سهار کې وړه او په ماښام کې يا هغه وخت چې ډېر لاس ورباندې ووهي لويه شي. ډاکټر دانه په لاس باندې معمولي وکتله او ناروغ ته يې وويل چې دا دانه د کېسټ يا سېسټ (Cyst) په نوم يادېږي او بايد عمليات شي، چې له دې پرته دانه ډېره غټېږي خو ملګري مې و نه غوښتل چې عمليات يې کړي. دانه يې تر اوسه هم په سر باندې شته او وايي چې تر اوسه هم درد نه کوي. که مهربانې وکړئ د دې دانې په اړه لږ مالومات راکړئ او لارښوونه راته وکړئ چې آيا دا دانه بايد عمليات شي او کنه او پورتنيو نښو ته په کتو سره آيا رښتيا هم د دې دانې نوم Cyst دى او عمليات ته اړتيا لري که د درملنې وړ ده؟
ځواب
قدرمنه وروره لکه چې تاسو ویلي دي دغه دانه یوډاکټرکتلې او دکیست تشخیص ېې پرې ایښی دی زه فکرکوم چې دا به دسباسه کیست وي (sebaceous cyst) ګنبدي بڼه لري او اپيدرمویید کیست ېې هم بولي دغه وړه دانه سلیمه ده یعنې سرطاني دانه ېې نه شوبللی ددغو غوټو په منځ کې دکراتین ،غوړو او دپوستکي اضافي موادو په شان مواد راټولیږي او ډیرځله دبدن پرپوستکي په تیره بیاپه مخ ،ورمیږ ، اوسر کې لیدل کیږي په ټولو عمرونو کې رامنځته کیداي ښي خو په لویانو او ځلمکیانو کې ډیره وي .
ددغه کیست ظاهري بڼه په دې ډول وي :څنډې ېې ښويې او شیب داره او ګنبدي بڼه لري او مخ ېې ښوی اوسپین رنګه وي ددغو کیستونو اندازه له یوه ترڅلورو سانتي مترمربع پورې رسیږي که دغه کیست میکروبي شي ښايي رنګ ېې سور او روښانه شي او دغه رازدرد هم پیدا کړي .
خوولې دغه ډول کیستونه پیدا کیږي سباسه کیست دغیر طبیعي ويښتانو په فولیکول کې دسباسه په نوم دوړې غدې دلارو له بندیدا وروسته او دضافی موادو په ټولیداسره رامنځته کیږي دغه کیستونه ممکنه ده دهورمونود پارونوله امله ِغټ شي تراوسه پورې ډاکټرانو دغه لاره نه ده موندلې چې څنګه ددغه کیست دارمنځته کیدا مخه ونیول شي .
دغه کیستونه خاصه نښه او درد نه لري او ډیر کسان ېې معالجه هم نه کوي هغه وخت ېې علاج باید وشي چې مکروبي شي اویا په داسې ځاي کې پيدا شي چې سړی بدرنګه کړي البته دغه خبره هغه وخت سمه ده چې تشخیص سم شوی وي او دانه خبیثه یا سرطانی نه وي له نیکه مرغه یو جراح په آسانه ددې کیست تشخیص کولاي شي بل علاج نه لري مګر دا چې په جراحي عملیاتو سره وایستل شي .
ددغه کیست څنګلوري یا جانبي عوارض دکیست میکروبي کیدل او یا ګوزار ورکول دي چې په نتیجه کې ېې التهابي کیږي اویا ېې دشلیدلو امکان پيدا کیږي .
لکه چې وویل شول ددې کیست یوازینی علاج دهغه جراحي ده خو جراحي ېې هغه وخت نیتجه ورکوي چې کیست له کڅوړې سره یو ځاي وایستل شي ګڼي ممکنه ده بیا راپیداشي ځینې ډاکټر ان ترعملیاتو مخکې یوه ستنه کیست ته وردننه کړي او ګوري چې محتویات ېې څه دي ځکه ځینې وخت دهیمانجیوم په نوم دوینې او شریانونو څخه جوړه غوټه ورسره غلطیږي او که دا هیمانجیوم وي او کله چې عملیات شي بیا ېې وینه نه درییږي .
دغه غوټه درملیزه معالجه نه لري خو هغه وخت چې کیست میکروبي شي ممکنه ده ناروغ ته انتیوبیوتیک هم ورکړل شي.
تاسو ته زموږ وړاندیز دا دی چې ترهرڅه وړاندې ځان ډاډه کړئ چې آیا واقعاً دایو سباسه کیست دی که نه کله چې تشخیص وشو بیا که ېې په تکلیف کړي یاست او یا ستاسو دبدرنګۍ سبب کیږي بیا ېې په یوپاک اوسم ځاي کې په یوه تکړه جراح عملیات کړئ ځکه که سم عملیات نه شي ممکنه ده بیا څرګند شي