سبا شنبه د امریکا او طالب استازو تر منځ د قطر په دوحه کې اووم پړاو خبرې اترې پیلېږي.

دواړو لوریو هیله مندي ښودلې ده چې د اتلس کلنې جګړې د پای لپاره په یو شمېر مسایلو دا وار هوکړه نهايي شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد تر دې وړاندې ویلي وو، طالبانو سره د بهرنیانو په وتلو، د ترهګرۍ په اړه ضمانت، افغاني خبرو او اوربند باندې د نهايي هوکړې هڅې کوي.

زلمي خلیلزاد په دې اړه خپل وروستي ټویټ کې ویلي، په باور سره ویلی شم چې دواړه لوري د یو مثبت پرمختګ غوښتونکي دي.

 نوموړي دغه راز خبر ورکړی و چې د طالبانو او امریکایانو اووم پړاو خبرې به د جون پر ۲۹مه پیلېږي.

بلخوا طالب ویاند سهیل شاهین ویلي، د سولې پروسه په تدریجي ډول ښه لوري ته روانه ده.

نوموړي هیله ښودلې دا پروسه هغه وخت چټکه کېدای شي افغانان سره خپلو کې د راتلونکي اسلامي نظام او حکومت په تشکیل باندې سره سلا شي.

د یادونې ده چې خلیلزاد تر دې دمه طالبانو سره شپږ پړاوه خبرې کړې دي چې په هیڅ پړاو کې دواړه لوري کومې واضحې نتیجې ته سره ونه رسېدل.

د شپږم پړاو له بې پایلې پایته رسېدا سره زلمي خلیلزاد په ټویټ کې ویلي، هغه وخت یوازې خبرې ترې کفایت نه کوي چې چې جګړه روانه وي او عام خلک په کې مري.

خو په دې وروستیو کې د امریکا خارجه وزیر کابل ته په خپل ناڅاپي سفر کې ویلي وو، تر سپټامبره پورې هڅه کوي چې طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

نوموړي ویلي وو، امریکایان د خپلو ځواکونو ایستلو ته چمتو دي او باید تر سپټامبره پورې تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې یوې مثبتې نتیجې ته سره ورسېږو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *