کلونه کیږي چې زموږ وینې توییږي، کلونهکیږي چې افغانان هیڅ ډول مصوونیت نه لري، کلونه کیږي چې زیاتره افغانان د ژوند له ډیرو اسانتیاوو بې برخې دي، کلونه کیږي چې د جنګسالارانو او سیمه ایزو زورواکو له ظلمونو ځوریږو. کلونه کیږي چې پخپل وطن کې پردي یو، کلونه کیږي چې جنګسالاران او مفسدو چارواکي زموږ په وینو دنګې ماڼۍ جوړوي او زموږ په وطن کې ورځ په ورځ د بیوزلو او سوالګرو شمیر زیاتیږي. کلونه کیږي چې زموږ خلک د یوې کوچنۍ ډلې له انحصاره ځوریږي.
او باالاخره کلونه کیږي چې افغانان د یوه داسې خواخوږي او صادق، پوه او اخلاصمند رهبر په لټه دي چې وطن له ناورینه راوباسی. دادی الله پاک پر افغانستان مهربانه شوی داسې یو رهبر یې پر افغانانو لورولی چې د نړۍ پرمخ به یې ساری ډیر لږ ولیدل شي.
ډاکټر اشرف غني احمدزی داسې رهبر دی چې هم د هر افغان په ژبه پوهیږي او هم له نړۍ سره په خبره پوهیږي، ډاکټر اشرف غني احمدزی هم پوهه لري هم د افغانستان لپآره علمي او عملي پروګرامونه لريد خپلو پروګرامونو د هرې برخې د پلي کولو لپاره یې سمې لارې چارې لټولې دي. د همدې سړي په وجود کې زموږ وطن پرمختګ کولی شي.
ډاکټر اشرف غني احمدزی کوم عادي او په زور قبول شوی رهبر نه دی.د هغه پوهې، سیاسي زړورتیا، اخلاص، دقت، جدیت، صداقت او ایمانداري له هغه ټولمنلی رهبر جوړ کړی دی.
ډاکټر اشرف غني د نړۍ دوهم مفکر او د افغانستان او سیمې یوازنی مفکر دی او دا لقب لکه څنګه چې ځینې مفسدین او زورواکي پسې وایي هسې ده ته نه دی ورکړل شوی. د ده نبوغ او په ډیرو برخو کې د هغه حیرانوونکې پوهې، د نړۍ د ناکامو دولتونو د بري لپاره د هغه جوړونکو طرحو او د نړیوالو مسایلو په اړه د هغه علمي نظریاتو ډاکټر غني ته د نړیوال مفکر نوم ورکړی دی. تر دې دمخه ډاکټر غني د نړۍ د شلو علمي شخصیتونو په ډله کې راغلی و.
ډاکټر غني ټولې نړۍ منلی دی که دده غوندې بل شخصیت په بل هیواد کې وای خلکو به یې مجسمې جوړې کړې وې او که د هغه هیواد جمهوري ریاست ته کاندید وای ممکن یوه کس هم بل کاندید ته رایه نه وای ورکړې.
موږ افغانانو تل په اصطلاح خپل بخت په لغته وهلی دی د خپلو خواخوږو په قدر نه یو پوه شوي بیا وروسته مو ارمان کړی دی. غازي امان الله خان مود پردیو په لمسون تکفیر کړ له وطنه مووشاړه خو بیا مو د هغه هډوکي بیرته راوړل. همداسې سید جمال الدین افغان او زموږ نور شخصیتونه ، چې د هغو په ژوند نه دهغوی په قدر پوه شوو او نه مو د هغو له خدمت اوپوهې ګټه واخیستله. وروسته مو پسې ارمان کړی دی.
دادی اوس د تاریخ په دې پړاو کې بیا یو بل چانس خدای په لاس راکړی دی. دادی بیا په تیارو کې د رڼایي یوه څړیکه راڅرګنده شوې ده اوس په موږ پورې اړه لري چې له دې رڼا څومره ګټه اخیستلی شو.
زموږ ستونزې بیخي ډیرې دي په لږ وخت کې د ټولو له منځه به ستونزمن کار وي خو ډاکټر غني داسې د ټینګې ارادي خاوند پوه او باتدبیره رهبر دي چې زموږ د ډیرو ستونزو د هواري هیله ترې کیدای شي.
اول دا سوله ناممکن کار نه دی. په دې تیرو کلونو کې هم موږ ډیر ځله سولې او تفاهم ته ورنږدې شوي یو خو دا چې په دولت کې پوره صداقت نه و او بل په دولت کې حاکمې ډلې نه غوښتل بیرته موږ د جنګ لمبو ته ور ټیله شوي یو، غني کولی شي موږ سولې ته ورسوي ځکه هغه هم پوهه لري، هم تدبیر او اراده لري، هم پوره صداقت لري او هم له هرچا سره په خبره پوهیږي.
همداسې د هیواد د پرمختګ په لاره کې نور ډیر کارونه دي چې د ډاکټر غني په وجود کې تر سره کیدای شي. که خدای مه کړه مقابله ډله یې د درغلیو په پایله کې واک ته ورسیږي بیا نو که لنډ ووایو زموږ د وطن د شړیدلو ویره په قوي احتمال شته.
اشرف غني هغه څوک دی چې زموږ زړونو لا کلونه مخکې غوښت. زړه سواند، په وطن مین، پاک نفسه، متواضع، عالم فاضل، زړه ور، باتدبیره، د کلکې ارادې خاوند او پوه رهبر دی، که خدای مه کړه دا نیکمرغي او دا چانس مو له لاسه ووت بیا به کلونه ارمان کوو هغه وخت به ارمان او افسوس هیڅ ګټه ونه لري.