سبا شپه به سپوږمۍ خوني رنګه سره وي، مګر د سپوږمۍ سره کیدل د کوم افت یا مصیبت مانا نه ورکوي بلکه دا یوه عادي ساینسي پېښه ده.
که تاسو له څو اونیو پر اسمان د سپوږمۍ د سفر ننداره کړې وي نو لیدلي به مو وي چي هره ورځ سپوږمۍ د نور کله په پرتله بل ډول ښکاري. لامل یې دا دی چي د مځکي ګېر چا پېره په خپل مدار کي تاویدونکې سپوږمۍ د خپل حالت تغیر را منځ ته کوي. سپوږمۍ عموماً په یوه میاشت کي د مځکي ګیر چا پېره یو ځل تاویږي، په دې لړ کي سپوږمۍ له بیلابیلو مرحلو تیریږي چي دې ته phases of the moon (د سپوږمۍ حالتونه) ویل کیږي. په کال کي لږ تر لږه دوه ځله سپوږمۍ له دې حالته تیریږي چي د مځکي تاوېدونکې سپوږمۍ دي د مځکي په سایه کي پټه سي. د سپوږمۍ دې حالت ته (سپوږمۍ ترنځه ) وايي چي د لږي مودې لپاره سپوږمۍ د مځکي په سیوري کي پټیږي او وروسته د لږ ګړي لپاره د سپین پر ځای سور رنګ خپلوي .
که دا حالت له خلا و کتل سي نو هر څه واضع او ښکاره وي، لومړی سپوږمۍ penumbra ( روښانه سیوری) ته داخلیږي، دا هغه ځای دی چي د لمر رڼا سپوږمۍ ته کمه رسیږي چي له امله یې سپوږمۍ کم نوره ښکاري مګر کله چي سپوږمۍ له دې ځایه تیریږي نو مځکه د لمر د هغه ټولو شعاوو مخه نیسي چي سپوږمۍ ته رسیږي. په دې وخت کي یوازي د لمر سرې وړاندي د مځکي له فضا تیریږي او سپوږمۍ ته سور رنګ روکوي. چي سپوږمۍ د مځکي له سیوري وځي خپل عادي حالت ته را ګرځي دا پروسه ښايي له څو دقیقو نیولې تر څو ساعتونو وخت په بر کي و نیسي.
که تاسو هم سره سپوږمۍ لیدل غواړي مجبور یاست خوب ورته قرباني کړئ