یوه ورځ ښوونکي په ټولګي کې له یوه زدکوونکي وغوښتل چې په دوو پاڼو کې د ټولګیوالو نومونه ورته ولیکي او تر هر نوم لاندې یوه کرښه ځای پرېږدي.
وروسته يې ټولو ټولګیوالو ته وويل چې غور وکړي او د خپل هر ټولګیوال په اړه په تشه کرښه کې یوه ښایسته جمله ولیکي.
د درسي ساعت وروستۍ برخه د همدې کار په تر سره کولو کې تېره شوه، تر څو هر یوه له ډېر سوچ وروسته، د خپل هر ټولګيوال په اړه په تشه کرښه کې خپل نظر وليکه، ټولې پاڼې یې ښوونکي ته ورکړې او له ټولګي ووتل.
د اونۍ په لومړۍ ورځ ښوونکي د هر زده کوونکي لپاره یوه یوه پاڼه جوړه کړه او د هر ټولګیوال نظر يې د هغه په اړه ولیکه.
د اونۍ په بله ورځ چې ښوونکي په همغه ټولګي کې درسي ساعت لاره، هر زده کوونکي ته يې خپله پاڼه ورکړه. زدکوونکو د خوښيو جشن ونیوه.
د ټولګي چاپېريال یوې ځانګړې خوښۍ نیولی و.
ښوونکي له ټولګي د خوښۍ غږونه اورېدل، له ځانه يې وپوښتل رښتیا؟
زه هېڅکله هم نه پوهېدم چې څوک به زما په دې کار دومره خوشاله شي!
زه نه پوهېدم چې نور به له ما سره دومره مینه لري.
نور نو د پاڼو خبره زړه شوه.
ښوونکی په دې هم پوه نه شو چې زده کوونکو به د پاڼو په اړه خپلو کورنیو ته هم څه ویلي وي کنه، ښوونکي ته دا مهمه نه وه چې زدکوونکو به پاڼې څه کړې وي.
دې کار ښوونکی خپل هدف ته رسولی و، زده کوونکي له خپلو ټولو ټولګیوالو خوشاله ښکارېدل، د دې کار له ترسره کولو کلونه تېر شول ښوونځی هم خلاص شو. د هغه دورې زده کوونکي فارغ شول او هر یو په خپل برخلیک پسې لاړ هر چا ځانته بېله بېله لاره غوره کړه. وروسته له څو کلونو له دې ډلې زده کوونکو څخه یوه د وېتنام په جګړه کې ژوند له لاسه ورکړ. ښونکي يې هم د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی و.
ښوونکي په ژوند کې کوم سر تېری په کفن کې نه و لیدلی، په کفن کې ورته ځوان ښه ښکارېده.
شا اوخوا ټول د ځوان دوستان ښکارېدل، چې د تابوت څنګ ته ولاړ و، او د وروستي ځل له پاره يې د ځوان دیدن کاوه، ښوونکی په دې کتار کې وروستی کس و.
ښوونکی چې کله د تابوت څنګ ته ورسېد، یو سر تیری چې د تابوت سرته ولاړ و، د ښونکي خواته راغئ ويې پوښتل: تاسو د مارک د ریاضي ښوونکی نه یاست؟
ښوونکي په حیرانتیا وویل ولې؟
سرتېري زیاته کړه، مارک به تل په خپلو خبرو کې ستا یادونه کوله. د جنازې تر خاورو سپارلو وروسته د مارک مور پلار او د مارک نور ټولګيوال پر یو ځای را ټول شول، په ښکاره د ښوونکي په تمه وو.
غوښتل يې له هغه سره وګوري.
د مارک پلار په داسې حال کې چې له جېبه يې د روپیو بټوه را ویسته، ښوونکي ته يې وویل، مونږ غواړو تاته څه وښیو، فکر کوم تاسو ته به آشنا وي، هغه له خپل جېب څخه دوه ټوټې ټوټې پاڼې چې له ډېر وخته ساتل شوې وې، را وویستې.
ښوونکي د پاڼې په لیدو هغه و پېژندې، همغه پاڼې وې چې د مارک ښېګڼې په کې د ټولګيوالو له خوا لیکل شوې وې.
د مارک مور وویل: له تاسو څخه مننه چه داسې یو کار مو تر سره کړئ او څنګه چې وینئ مارک هم د یوې خزانې په څېر هغه پاڼې تر اوسه له ځان سره ساتلې دي.
د مارک ټولګیوال سره را ټول شول چارلي په وچو شونډو مسکا وکړه ويې ویل:
زه هم تر اوسه هغه پاڼې له ځان سره لرم او هغه تل د کار په مېز کې را سره وي.
د ټولګیوالو له ډلې د یوه مېرمنې وویل خاوند مې را څخه وغوښتل چې هغه پاڼې زمونږ د واده په انځورونو کې وساتم.
د ټولګيوالو له ډلې مارلین وویل:
زه هم تر اوسه هغه پاڼې له ځان سره لرم او د ژوند په ټولو دفترو کې مې تر اوسه له ځان سره ساتلې دي.
د ښوونکي یو بل زده کوونکي ویکي هم خپل له بیک څخه دوې زړې پاڼې را وویستې. ټولو ته يې ښکاره کړې. ويې ویل: دا تل را سره وې او زه بي له دې چېرته هم نه ځم او فکر نه کوم چې زمونږ له ډلې دې چا دا پاڼې ورکې کړې وي.
ښوونکی دې ټولو ته غوږ وو، نور يې د دوی د خبرو د اورېدو توان نه درلود، د مارک لپاره يې وژړل چې نور يې ملګري نه شې کولای هغه وویني ښوونکي په ژړا ژړا کې وویل:
دا زمونږ ژوند دی په دې ټولنه کې ژوند کول ډېر ګران دي. مونږ دا هیروو چې یوه ورځ به دا ژوند پای ته رسېږي، مونږ نه پوهیږو چې یوه ګړی ورسته څه پېښېږي.
نو راځئ خپلو دوستانو ته همدا اوس ووایو چې ورسره مینه لرو، داسې نه چې مونږ ورته د ویلو لپاره څه ولرو خو دوستان ونه لرو.
او که تاسې دومره بوخت یاست چې نه شئ کولای دا پیغام دوستانو ته ورسوئ.
نو ستاسو په ژوند کې به لومړۍ ځل وي چې تاسو د اړیکو د ټینګېدو له پاره څه نه وي کړي.
په ژوند کې ښه وکړئ چې ورسته بیا ارمان ونه کړئ.