تاند- سبا /پنجشنبه/ د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان شوه.

سعودي عربستان نن اعلان وکړ چې د روژې میاشت یې لیدلې او سره له سبا په دغه هیواد او ګڼو نورو اسلامي هیوادونو کې د روژې لومړۍ ورځ ده.

افغانستان او یو شمېر نور اسلامي هیوادونه له سعودي عربستان سره، چې د اسلامي نړۍ مرکز دی او مکه مرکه او مدینه منوره پکې موقعیت لري، په یو وخت روژه پیلوي او اختر کوي.

یو شمېر افغان مدني ټولنو او فعالانو په افغانستان کې له ښکېلو خواوو غوښتي چې د روژې په درناوي په دې میاشت کې اوربند وکړي او افغانان پرېږدي چې په دې میاشت کې په ارام زړه د خدای تعالي عبادت وکړي.

خو داسې نه ښکاري چې ښکېلې خواوې دې د دوی غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.

One thought on “سبا د روژې مبارکې میاشت لومړۍ ده”
  1. په روژه کښئ جهاد لا ډير فضيلت لرئ دا کوم احمق ويلئ چه وربند د وشئ
    هئ هئ زما خوارپړکو د اعرابو زهنئ غلامئ اخته قومه
    هماغه چاړه مچو کوئ پر کوم چه حلاليږئ
    ستا او د ګډ هېځ فرق نشته هيځ وخت دۍ د خپل مغز نه کار وانخشت
    روژه مبارکه مونږ به د لانوورو قتل او قتال شاهدان وو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *