په لوګر کې د محلي پولیسو له ایجاد سره سم یو نوم د هر مشر او کشر پر خوله و، د یوه سپین ږیري نوم، د یوه داسې چا نوم چې د جهاد پر مهال د اسلامي حرکت د تنظیم له مبارزو وروسته یې څوک هم نه و ازار کړي د خپلې ګڼې کورنۍ لپاره یې د ډوډۍ پیدا کولو مختلفې حلالې لارې چارې کتلې. دغه نوم سبز علي و، چې مخ یې سپینې ږیرې او دندې پوزې له نورو متمایز کړی و، پر ټنډه یې ویښتان نه و، خو پر همدې سپین ږیريتوب کې به پر سینه او ملا د مرمیو کتارونه ځړېدل.
سبزعلي د ۱۳۹۰ کال په اوړي کې د هغو تهدیدونو او ځورونو په لړ کې محلي پولیس جوړ کړل، چې طالبانو دده پر وړاندې دده په پلرني کلي پورک کې پیل کړي و. دی چې د حکومت یو عادي صاحب منصب و، کله به تر وسله وال برید لاندې و او کله به هم اخطار پاڼې ورته اچول کېدلې. وروسته یې د خپل کلي د ځوانانو یوه ډله جوړه کړه او په حکومت کې تر ثبتولو وروسته یې رسما د طالبانو پر وړاندې مبارزه پیل کړه.
د قوماندان سبز علي نوم ډېر ژر په لوګر کې خپور شو. دده یوه ځانګړنه داوه، چې پر خپله مبارزه یې باور درلود، ویل کېږي، چې ده د خپلې کورنۍ غړي او د کلي ملا له طالبانو سره د ملاتړ له امله ووژل او وروسته یې دا لړۍ تر هغو ژوندۍ وساتله، چې خپله سیمه او تر ډېره یې د ولایت شاوخوا منطقې داسې ارامې کړې، چې نه یوازې سیمه ییزو پولیسو بلکې هر دولتي ځواک په کې ازادانه تګ راتګ او فعالیتونه کولای شوای.
د لوګر له کلنګاره راوتلې تر کنجکه سیمه د سبزعلي تر قیام وړاندې تر ټولو خطرناکه سیمه وه، دلته په لسګونو ټانکرونه سوځول شوي او هر وخت به وسله والو تلاشۍ په کې کولې، پورک او شاوخوا سیموته یې رسمي کسان او موټرې په میاشتو میاشتو نه شوای ورتللای، خو د سبزعلي له قیام وروسته دا هرڅه ختم شول. اوس له کلنګاره نیولې تر پورک او هرې سیمې رسمي کسان څه چې دولتي او نظامي موټرونه ازادانه تګ راتګ کولای شي. په تېر یوه کال کې محمد آغې ولسوالۍ ته نا امنیو لمن وکړه، حکومت یې په ماتولو کې عاجز و، خو سبزعلي یوازې د څو اوونیو په تېرولو د محمد آغې هره کوڅه د حکومتي نظامي ګاډو د تګ راتګ کړه او مزاحمتونه یې وځپل.
سبز علي په خټه پښتون ستانکزی و، له نا امنیو او جګړو دومره ستړی و، چې آن یې کلي کې خلکو ته ویلي و که مو پر بچو د تاوتریخوالی د نیت شک هم وشي، زه به یې غم درته خورم او بیا به یې ګیله نه کوئ. ده هر ګواښ پېژانده او هرې پېښې ته به متوجه و، همدا لامل و، چې په تېرو څو کلونو کې له مختلفو بریدونو روغ رمټ ووت او ځان یې ژوندی وساته. وړم کال یوه ځانمرګي د ولایت په منځ کې په نښه کړ، د ټپي توب د وخت تر ټولو ستره ناره یې داوه، چې ژر روغ شي او په لوګر کې موجود مزاحمتونه له منځه یوسي.
سبزعلي په لوګر کې د داسې یوه یاغي سرتېري بڼه خپله کړه، چې په کلیواله کچه یې هغه مهال چې طالبانو ته په خوله چا څه نه شوای ویلای، په ټوپک ځواب ورکړ او د خپلې سیمې د ارامۍ تابیایې وکړه. زه شخصا په ځلونو ځلونو ددې ارمانجن پاتې شوی یم، چې ددې سرتېري، چې ماته یو افسانوي قهرمان دی مجلس وګورم او خبرې ورسره وکړم. متاسفانه یوځل هم داسې نه دي شوي. سبزعلي په لوګر کې د طالبانو تبلیغاتي کمپاین له ماتې سره مخامخ کړی و، که به پخوا هر ځای د طالبانو لخوا د حکومتي سرتېرو د سر غوڅولو او وژلو یا هم د هغوی د شکنجې خبرې کېدې، د سبزعلي له قیام سره یادې خبرې دده خواته ور واوښتې او تل به یې داستان داسې روان و، لکه چې یو ناشونی کار یې د یوه خاص مهارت له مخې شونی کړی وي.
قوماندان سبزعلي د لوګر لپاره ستره پانګه وه، د لوګر د امن ساتلو، لوګر کې د مداخلو او هلته د بې ځایه وژنو او سلو نورو ستونزو پر وړاندې یو ستر کمر و. ددې کمر نړېدل لوګر له لوی ګړنګ سره مخامخ کړ، وژنې یې زما په شان سلګونه وځورول، خو دا پوښتنه هم ژوندۍ پاتې ده، چې پر نوموړي ولې د غلیم توان په کلي، جګړه، سړک او نورو ځایونو کې ونه رسېد، ولې دی د قوماندانۍ په منځ کې په نښه او شهید شو او ولې دی دومره مهم هدف و، چې د قوماندانۍ د نورو لوړ پوړو په منځ کې ځانمرګي ده ته ځان ورساو او شهید یې کړ. دا هغه څه دي، چې هر لوګری یې د څېړنو او جدي پلټنو غوښتنه کوي.
دده په اړه دا هم ډېره عامه وه، چې لوګر ته به یې د هر راغلي امنیه قوماندان د نا قانونيو پر وړاندې عکس العمل ښوده، همېشه یې امنیه قوماندان او د امنیت آمر ته د لوګر د منافعو پر خوا خبره کړې او دوی یې خپلسري ته نه دي پریښي، د قوماندانۍ ډېری کارکوونکي ښايي د هغو ورځو شاهدان وي، چې سبز علي قوماندان او آمر د امنیت ته په کنځلو له قوماندانۍ وتلی او بېرته بیا په عذر را غوښتل شوی او کار هغسې شوی، چې ده به غوښته.
لوی خدای دې د افغانستان د اصیلو خواخوږو له نورو مرګونو موږ وساتي، د سبزعلي په شان اتلان دې خدای وبښي او خدای دې ټولې هغه دسیسې افشا او شنډې کړي، چې ددې ولس ریښتیني بچیان رانه اخلي.
سبزعلي د هیواد د دفاع له هغو زرګونو بچیانو یو و، چې ولاړ، ښايي سلګونه نور یې په شا پسې ورشي او همداسې ارماني د خاورو خوراک شي، خو دداسې ککریو حق پر ولس او دولت دومره دی، چې فکر نه کوم کله هم ادا او پر ځای شي.
انالله و انا الیه راجعون