سبک ته په دري کې روش او طريقه وايي، په پښتو کې لاره ورته ويلي شو او په انګليسي ژبه کې د(style) کلمه ورته کارېږي، خو د ادبياتو په اصطلاح کې د يوه شاعر يا ليکوال ځانګړې ادبي لارې ته ويل کېږي چې انفرادي ځانګړتيا لري او ادبي سبک ورته وايي.
کله چې ډېر ليکوال يا شاعران له دې ځانګړې لارې پيروي وکړي، نو د ادبي سبک خبره له انفراديت نه وځي او ادبي مکتب رامنځته کوي، په دې مانا چې سبک يو وي، خو پراخه رنګارنګي لري او د يوه مکتب په بڼه شهرت او پرمختګ مومي.
خو ځينې داسې مکتبونه هم شته چې د سبک د انفرادي ځانګړتيا له مخې ادبي مکتب ته د رسېدو سربېره هم په په سبک مشهور وي، د بېلګې په ډول په پښتو شعر کې د حميد بابا، کاظم خان شيدا او نورو پيروو شاعرانو د نازکخيالۍ مکتب د هندي سبک په نامه يادېږي، سره ددې چې ګڼ پيروان لري.
کله کله د يوه شاعر په اړه اورو چې په شاعري يا ليکوالي کې خپل ځانګړى سبک او لاره لري، مانا يې داوي چې د بل چا تقليد يې نه دى کړى او څه چې پنځوي او څنګه يې پنځوي، نو د هغه خپل نوښت او لاره ده .
خو په اوسنيو ګڼو شاعرانو او ګڼو شعرونو کې به ګرانه وي چې د يوې ځانګړې لارې شاعر دې پيدا کړو، يو نيم به وي، خو په سختۍ يې موندلى شو ځکه چې د ننۍ ټکنالوژۍ او اړيکو پراخېدو سره ګرانه ده چې يو

شاعر دې د بل له اغېزه لرې پاتې شي.
سبک له نورو شاعرانو د يوه شاعر بېلېدونکې نښه يا امتياز دى، د هغه ځانګړې لاره او ادبي شخصيت راته په کې ښکاري.
دلته مو موضوع سبک نه، بلکې کله کله په سبک کې رامنځته شوې ګډوډۍ او د فکري تسلسل او تخيل لوړې ژورې دي چې ولې ځينې وخت شاعر ورسره مخ کېږي، ولې له خپل سبک سره نږدې او يا ډېر ترې لرې کېږي ياني پردى کېږي.
ډېر ځله مو د يوه شاعر ځينې شعرونه ډېر خوښ وي، که د بل شاعر همغه ته ورته شعرونه هم مخې ته راشي ؛ لولو يې او خوند ترې اخلو، خو که چېرته د شاعر ټول شعرونه يا ديوان له يوې مخې چاڼ کړو، نو داسې ډېر شعرونه به په کې پيدا کړو چې په طبعه مو نه لګېږي.
ياني هغه پخوانى خوند ورڅخه نه شو اخيستلى، په هغه ډول راته نه ښکاري او که چېرته دده له دېوان پرته ورسره مخ شوي واى، نو په ګرانه به مو ددې شاعر د شعر ګومان پرې کړى و، ځکه چې د هغه ځانګړى سبکي تسلسل زموږ په ذهن کې مجسم دى او فکر کوو چې هر کلام به يې همدا ډول وي.
د رحمان بابا د شاعرۍ ځانګړۍ سبک دا هنر او زړه را ښکون لري چې که چېرته د رحمان بابا نوم هم ورنه لري شي، بيا هم د ګڼو شعرونو په منځ کې له لوستلو وروسته پوهېږو چې د رحمان بابا د شعر ژبه لري او سبکي تسلسل يې په لفظي او معنوي توګه په ښه ډول ساتلى دى.
په سبک کې د شاعر يا ليکوال د اثارو د رنګارنګۍ سربېره، يوه ځانګړې لاره او روش تقيب شوى وي، له عمومي دايرې نه وځي، مثلا يو تصوفي شاعر دى، تصوفي شاعري کوي، هر ډول شعر چې وليکي، خو د تصوف مقاماتو او موضوع ته اشارې په کې نغښتې وي.
خو د همدې شاعر ځينې شعرونه کله کله حماسي او له تصوفي نړۍ بهر نور پيغامونه وړاندې کوي، دده له سبک سره اړخ نه لګوي او د بل شاعر ګومان پرې کېږي چې دا سبکي ګډودي يا تسلسل ماتېدل لوستونکي ته يو څه حيرانوونکې وي.
د شاعر او ليکوال د فکري تسلسل ماتېدل، نوستالوژي، د بل چا د شاعرۍ مطالعه او تر اغېز لاندې راتلل، يا خپله د هغه رواني حالت او ذهني ګډوډۍ هم ددې سبب کېږي چې شاعر له خپل سبکي تسلسل نه ووځي او پنځونه يې د هغه د ځانګړي سبک سره په ټکر کې شي.
له دې پرته کله کله يو شاعر ډېره اوچته شاعري کوي، د مفکورې او پيغام له اړخه يوه ځانګړې لاره تعقبيوي، خو کله کله يې وروستۍ شعر تر پخواني نه يواځې چې کمزورۍ وي، بلکې دده د ځانګړې شاعرانه ژبې خلاف هم وي.
په دې موضوع کې له شک پرته چې د شاعر زمان او مکان خورا اغېز لري، ټولنيز وضعيت او د شاعر روان دده د شعر په هنداره کې انځورېږي او دا هغه څه دي چې تر ډېره پټ نه شي پاتې کېدلى، په ځانګړې ډول د فطري او طبيعي شاعرۍ په برخه کې شاعر په ښه ډول لوستلى او حس کولى شو.
د شاعر د عمر لوړېدل، د هغه د شعر د پخوالي او له ژوند نه د ژورو تجربو اخيستلو سبب هم ګرځي، کله کله شاعر د خپلې د تېرې زمانې په شعرونو د بطلان کرښه کاږي او هسې بې ځايه خبرې ورته ښکاري، حال دا چې د مخاطب قضاوت له ده سره يو شان نه وي.
شايد د ځينو شاعرانو د ژوند د بېلابېلو دورو شعرونه بېلابېلې خبرې او يو له بل سره متفاوت تصويرونه او پيغامونه ولري، د مانا او ظاهري جوړښت له اړخه يې هم ژور بدلون کړى وي چې دا هم د زمان او حالاتو اغېز دى.
خوشحال بابا د پښتو ژبې د نظم او نثرمخکښه څېره ده، دده د شعر عمومي اړخ حماسي او رزمي رنګ لري، د مينې او ښکلا د نړۍ رنګينې هم په کې شته، خو د تصوف د برخې له ځينو شعرونو سره يې چې مخ شو، نو يو ډول حيراني مو سترګو ته درېږي.
د احمدشاه بابا په دېوان کې ټول شعرونه هغسې زړه را ښکوونکي او ښکلي نه دي لکه د هغه مشهور شعر (د ډيلي تخت هېرومه چې رايادکړم)چې زموږ وطني احساسات او هېوادنۍ مينه پاروي.
سمه ده چې دا ټول د شاعر د ژوند له پړاوونو بېلابېلې تجربې دي، خو شاعر خپله اصلي ورکه او مخاطب د ژوند په هره دوره کې هم موندلى شي، کاظم خان شيدا، حميدبابا او په اوسنيو کې حمزه بابا او محمد صديق پسرلى د خپلې شاعرۍ په ټولو اړخونو کې خپل سبکي تسلسل اوخصوصيات ساتلي او سبکي ګډوډۍ په کې نه وينو.
که تېر ته ستانه شو نو له پښتو ژبې بهر د ځينو هېوادونو داسې شاعران هم مومو چې وروسته په خپل شعر او پخواني سبک پښمانه دي، چاته يې نه ښيي او فکر کوي چې کومه تېروتنه يې کړې ده.
مصري ليکوال سيد قطب د خپلې ځوانۍ شعرونه چې په( الاشواک) ياني اغزي نومي شعري ټولګه کې يې خپاره کړي و، په وروسته عمر کې يې د خپلو نظرياتو له بدلېدو سره د “جهالت دورې” شعرونه وبلل او له خپلو مينه والو يې غوښتي وو چې نه يې دې لولي.
ځينې وختونه د ژوند د ځينو پېښو په اړه هم د شاعر د پوهې او قضاوت بدلون ددې سبب ګرځي چې شاعر خپله لاره بدله کړي، يا د ځينو موضوعاتو په اړه د خپل اند بدلون او نوي فکرونه په هغه کې بدلون راولي او دا بدلون دده په پنځونو کې هم راوځي.
هغه شاعران چې سبکي او فکري تسلسل لري، د شاعرۍ په بېلابېلو پړاوونو کې له خپل سبک سره غښتلې اړيکه او تار ساتي، نو خپل مخاطب هم نه يوازې چې ورسره ساتلى شي، بلکې د هغوى د فکري ګډوډۍ مخنيوى هم کوي.
د ليکوال او شاعر لپاره د لوستونکي باور او مينه تر ټولو لويه لاسته راوړنه ده، کله کله سبکي ګډودي او د تسلسل پرې کېدل، د لوستونکي په دې باور او مينه هم منفي اغېز لري او د شاعر په اړه يې فکر بدلېږي.
په ادبي اثارو کې د کميت پر ځاى کيفيت او د اثر غوره والي ته ارزښت ورکول، د شاعر د سبکي خصوصياتو او سبکي تسلسل په پياوړتيا کې بې تاثيره نه پاتې کېږي، خو هر څه ليکل او پر کميت تکيه کول، د شاعر د سبک او ادبي شخصيت ارزښت را ټيټوي.
—————————————–
د لیکوال ځینې نورې لیکنې:
سپین سترګی، بوطیقا، شاعر څوک دی؟ ، افغاني رسنۍ او نړیوالتوب، د محب هنر، هنر ادبیات…. ، مینه او غرور، پنځمه برخه، په ادبیاتو او هنر کې….، د ځان غم،ادبیات او تکنالوژي،قضايي لمونځ، د شعر کرکتر، په موضوع ټاکنه کې د اجمل ښکلي… ، پېغور، د مرغانو بیه، پر ګلونو مین شاعر، بله ورځ،ارواپوهنیزه….، افسانه او اسطوره، نازک الملایکه…، پټه خبره، د اسطورو مطالعه څه ګټه لري؟، شعریت څه دی؟ ، د شاعرۍ عروج او نزول، محمد اصف غمګین…،په شعر کې د کلمو ټاکنه، ننی مخاطب او ټولنیزې رسنۍ، د اوبو غوندي روانه شاعري، ادبیات او جادويي ریالیزم، د شعر تحلیل او تجزیه، زما مینه، د ښار ماڼۍ، د شعر فلسفه،وروستی فصل ، ادب او ټولنیز بدلون، ماشوم او پسه ، سوله او جګړه ،ارمان، لیکوالي، خنډونه او تجربېش، پر ځان کره کتنه،ګُلدانونه ، ادبي نذکره او ادبي تاریخ ، استادانه لیکنه ، کلیشه يي ژوند، نړیوال ادبیات ، سوله او ماشوم، ادبیات او سوله، کاذب غرور، ډ واکمن تصویر، تږې سترګې ،