یو مخکینی افغان سیاستوال عبدالستارسیرت چې تازه له امریکا څخه کابل ته راستون شوی،په یوه خبري ناسته کې ویلي،چې د یوه نوي ګوند پرجوړولو کارکوي.
هغه د دې ګوند جوړولو هدف سولې ته واقعي هلې ځلې ګڼلي.
ښاغلي سیرت دا هم ویلي،چې په جګړه کې ښکېلې غاړې سولې ته ژمن نه دي او نه یې راوستی.
د ښاغلي سیرت په اړه
ښاغلی سیرت د افغانستان یو سابقه دار سیاستوال دی،هغه د وروستي شاهي واکمن محمد ظاهرشاه په واکمنۍ کې د عدلیې وزیر او وروسته د هغه له نیږدې ملګرو څخه پاتې شوی.
سیرت د طالب واکمنۍ پرمهال د محمد ظاهرشاه ترسیوري لاندې د روم او قبرس جریانونو مهم غړی و،دغو جریانونو په افغانستان کې د سولې لپاره مسلسلې هڅې کولې،چې ځینو بهرنیو هېوادونو یې ملاتړ کاوه.
د طالب واکمنۍ له نسکورولو څخه وروسته ستارسیرت د جرمني په بن ښارکې د افغانستان د موقت حکومت جوړولو په هدف د ځینو ډلو په جوړشوي کنفرانس کې د محمد ظاهر شاه د استازي پلاوي مشر و.
په دې کنفرانس کې ښاغلی سیرت د موقت افغان حکومت د مشرۍ څوکۍ ته د حامدکرزي پروړاندې یوازینی کاندید و.
سیرت په دغه سیالۍ کې ترکرزي زیاتې رایې وګټلې خو له دې کبله چې د افغانستان د یوه اقلیت قوم اړوند و او د کنفرانس برخوالو او بهرنیانو یې هېواد مشري موثره نه ګڼله،د ځینو مصلحتوهنو او فشارونو په پایله کې حامد کرزي ته له حکومت مشرۍ څخه تېرشو.
سیرت په هغې پسې چې پخواني پاچا او پلویانو یې هم د حامد کرزي ملاوتړله،له سیاسي صحنې منزوي او د ۲۰۰۴ په ولسمشرۍ ټاکنو کې بیا له کرزي او نورو کاندیدانو سره سیالۍ ته ووت.
په دې ټاکنو کې له ماتې وروسته د ښاغلي سیرت نوم د افغانستان په سیاسي ډګرکې تت او ترډېره نادرکه شو،له یوې نېمې مرکې او اعلامیې پرته چې کله،کله به د ده په نوم ځینو رسنیو خپرولې د هغه حضور او نوم د افغانستان په سیاسي ډګرکې ډېرنه محسوسیده.
ویل شوي،چې هغه دا ډېرکلونه په امریکا متحده ایالاتو کې مېشت و.
د خپلې خبرې نقض
ښاغلي سیرت دا ځل هېواد ته له راتلو او ګوند جوړولو اعلان سره یې د سولې راوستو شعارملګری کړی او ویلي،چې د جګړې ښکېلې غاړې سوله نه شي راوستی.
سیرت دا هم ویلي،چې دوی به د سولې راوستو ته عملي او موثرې هڅې ولري.
هغه د خپل شعار د بریالیتوب سبب دا ګڼلی،چې په وینا یې په امریکا کې یې له یو شمېراغېزناکو ادرسونو سره د سولې په اړه خبرې کړي.
د نورو هغو اشخاصو او کړیو ترڅنګ ښاغلي سیرت ته هم چې سولې ته د خپلو نوو پیلیدونکو هڅو د ډېراغېزناکتوب ادعاوې لري دا پوښتنه راجع کیږي،چې که یې د ادعا مطابق سولې ته ښه کارکولای شو،ولې يې په دومره موده کې ونکړ؟
دا خبره چې د نوو هڅو پیلونکي له ځینو بهرنیانو سره د سولې او خپلو پلانونو په هکله وارله مخه غږیدلي،نور هم دوی ترپوښتنې لاندې راولي او پرکارونو یې د نوو پروژو شک راولي.
د سولې راوستونکو په اړه د افغانانو معیارونه واضح دي،هغوی چې په افغانستان کې پاتې شوي او پرټولو شرایطو او ستونزو پوه نه وي،د سولې د زیانمنیدو عوامل ورته نه وي معلوم،نه شي کولای چې د سولې پرلوربریالي او اغېزناک حرکتونه ولري.
د افغانانوتوقع دا ده،چې له سولې سره د پروژوي او ځان ښودونکو هڅو پرځای د یوې بنسټیزې ملي اړتیا په توګه مخلصانه چلند وشي.
سیرت سره دسولې غم نه شته. دادحاکم ټيم ددسيسو يوه بله لړۍ ده ،که نه، سوله خودا لس اوزیات کلونه کېږي چې نشته.