ژباړه: محمد اکبر حقمل
یوه فرضي (انګېرل شوې) آزموینه: خپله کورنۍ کوتره له ځالې راوباسئ، په یوه قفس کې یې واچوئ او بیا قفس هم په یوه څادر باندې پټ کړئ وروسته یې په یوه داسې بکس(صندوق) کې واچوئ، چې هېڅ سوری ونلري، له همدې ځای څخه یې دوه زره کیلو متره لرې یوسئ بیا یې هلته له صندوق او قفس څخه راوباسئ خوشې یې کړئ کله مو چې خوشې کړه نو تاسو به وګورئ، چې ستاسو کوتره به والوزي او په هوا کې به د څو دورو په وهلو سره مستقیمه د خپلې هغې ځالې په لور والوزي له کومې څخه، چې تاسو دوه زره کیلو متره لرې راوړې ده. په موخه موندلو کې پرته له انسان څخه بل هېڅ ژوندی موجود دومره پیاوړې او په زړه پورې وړتیاوې نه لري.
تاسو هم په موخه موندلو کې همدومره پیاوړې وړتیاوې لرئ، اما د یوې بلې لوړې حیرانوونکې ځانګړنې په زیاتولو سره. کله چې د خپل ځان لپاره په پشپړه او روښانه ډول موخه وټاکئ بیا نو اړینه نه ده ترڅو تاسو دا ډول اندېښنه وکړئ، چې دا موخه چېرته ده او څه ډول هغې ته لاره ومومئ.
هغه وخت کله، چې خپله غوښتنه وپېژنئ، تاسو به په مستقیم ډول د خپلې موخې پر لور راون شئ او موخه به مو ستاسو پر لور په خپله را وخوځېږي او په دقیق ډول باندې به په غوره ځای او وخت سره یوبل ته ورسېږئ.
تاسو به د خپل ذهن د حیرانوونکو پیاوړتیاوو په کارونې سره وکولای شئ خپلو ټولو شومو موخو ته ورسېږئ. که چېرې ستاسو موخه دا وي، چې د شپې لاړ شئ تلویزیون وګورئ، نو په عادي ډول به تاسو وکولای شئ، چې دا کړنه ترسره کړئ. که چېرې ستاسو موخه له خوشبختیو، خوښیو او هوساینې څخه ډګ او تر ټولو غوره ژوند درلودل وي نو تاسو همدارنګه کولای شئ، چې دې موخې ته مو هم ورسېږئ. ستاسو د موخې موندنې پیاوړتیا د یوه کمپیوټر په شان کار کوي. یعنې که تاسو د ځان لپاره کوچنۍ موخې وټاکئ همدې کوچنیو موخو ته به مو ورسېږئ او که مو چېرې لویې موخې جوړې او وټاکلې نو تاسو به مو خپلې طبعي پیاوړتیاوې خپلو لوړو موخو ته ورسوي. د موخو اندازه او ټول جزئیات یعنې د موخو لویول او کوچني کول ټول په تاسو پورې اړه لري. هر کس هم کوچنیو او هم غټو موخو ته رسېدلای شي.
