تاند – یو شمېر هکران بریالي شوي چې د یوه سافټ وېر په وسیله له لېري د خلکو هیډفونونه په میکروفونونو بدل کړي او له لېري د دوی خبرې واوري.
د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، څېړونکو د دغو هکرانو سافټ وېر وازمایه او ورته څرګنده شوه چې په دې توګه بې له دې چې د هیډفون خاوند په ځان پوی شي، خبرې یې اورېدای شي.
دوی د (Speake(a)r) په نوم کود جوړ کړ چې د یوه کمپیوټر اوټ پوټ په این پوټ بدلوي او دا امکان برابروي چې ږغونه حتي په هغه صورت کې چې د میکروفون سیم یې وصل نه وي یوازې د هیډفون له لارې ثبت کړي.
څېړونکي وايي چې دې تجربې ورته ثابته کړه چې له اکثرو کمپیوټرونو او لپ ټاپونو څخه په دې ډول ږغونه اخیستل کېدای شي.