ليکوال: ظاهر پښتون –
نن چې د نړۍ په هر ګوټ کې د مور د ورځې په نوم د مور په وياړ غونډې تجليلوي د هر قوم ، هرې ژبې يا هر ملک اوسيدونکي د خپل دود او کلتور سره سم خپلو ميندو ته د خپل عقيدت، پيرزوينې او احترام مراتب وړاندي کوي . په دې ورځ د نړۍ ميندې د خپلو بچيانو په سوکاله او پرمختللي ژوند خوښي څرګندوي او خپلو بچيانو ته د نړۍ د سباوون دپاره توصيه او لارښوونه کوي چې: هغه کړنې او هڅې ترسره کړئ چې ګټه يې ستاسې خاورې او ملت ته ورسيږي . ستاسې د ملت او د هيواد هر اوسيدونکی چې د هرې ژبې او هر مذهب وي ستاسې ورور دی او خپل ورور يې وګڼی. د خپل ملت او خپل وطن له پاره خپل په مټو نيکمرغي او سوکالي راوړی.
د پرديو له پاره مه ځان او مه وطن قربانوئ وطن د مور حيثيت لري. د دې مور ساتنه او پالنه همداسې وکړئ لکه څنګه چې نن مو زموږ له پاره لمانځني او غونډې جوړې کړي او زموږ پر حقوقو او درنښت ږغيږئ او دا وعده کوئ چې د مور ساتنه او روزنه که په هر قيمت وي ترسره کوو يې .
خو زما په شاني بيا ټولي افغاني ميندې راسره په سرو اوښکو او په شليدلو ګريوانونو د نړۍ د دې نيکبخته ميندو او صالح بچيانو د سوکاله او ارام ژوند ننداره کوو او خپل پر نصيب او نا اهله اولادونو پر حال ژاړو او پرخپل لوی رب فرياد کوو چې يا لويه ربه! دا موږ په کوم عذاب اخته يو چې هره ورځ د خپلو نا اهلو بچيانو د غمونو د لاسه کړيږو .
په همدې غمونو او سوچونو کې د ټولو زامنو په منځ کې مي ميانځوي ځوي راته ږغ کړ چې مورې نن دمور نړيواله ورځ ده موږ وروڼه بايد تا ته مبارکي درکړو .
نو ورته ومې ويل: اې زما نا اهلو ! د خپلو وروڼو قاتلو بچيانو ما ته مبارکي؟
نه ! نه ! نه ! ما ته په کومو خوله مبارکي راکوئ ؟
په دا خوله چې تاسو د خپلو ورور د وژلو وعده کوئ
په دا خوله چې د دښمن سره د خپل ورور د وژلو توطيه جوړوئ
په کومه خوله چې د خپل ورور د وژلو زيری پر دښمن کوئ
يا د دې ناولو او بد بويو خولو مبارکي نه غواړم
ستاسې مبارکي دي زما سر وخوري ستاسې مبارکي نه ستاسې اتفاق غواړم . دا چې يو او بل ته په مورچل کې ناست ياست
يواو د بل ورور د وژلو فتواوي ورکوئ دا پردۍ چاړه په لاس کې او پردۍ ماشين په څنګ دا نه غواړم . هر ورځ ستاسي د يوې جنازې پاي او د بلي په سر کې مې نوره ژړا په وس نه ده .
نو بچيانو نور د خدای په خاطر ددي خاوري هر اوسيدونکې ته خپل ورور ووايه
دې نړيدلي افغانستان ته شريک کور ووايه .
ستاسې مبارکي نه غواړم ستاسې ورورګلوي غواړم .
په دې ګران کور کې مې سوکالي غواړم.