واشنگټن، جون ١٠/ ٢٠١۴|

د دوېمې نړیوالې جگړې وروسته دا بیلگې شته او تجربه شوي چې گڼ شمیر هیوادونو د بډایه او ځواکمنو هیوادونو مالي او معنوي مرستې ترلاسه کړي او د خپلو اقتصادي او امنیتي ثبات لپاره یې بنسټ ایښودی. افغانستان ددی ډول هیوادونو ځنی کیدی شي وروستی هم نه وي خو د ټکنالوژئ د پرمختللي جهان لمړنی هیواد شمیرل کیږي چې د لویدیځ ټول قدرتونه یې همکارئ ته ودانگل او د هر ډول ملکي او پوځي همکارئ لپاره یې لاس ورکړی.

شاید د افغانانو د خوښې او رضایت وړ ماموریت به نه و، خو د ٢٠٠١ کال وروسته د ټولنې او هیواد جوړونې په برخه کې مثبت بدلون لیدل کیږي. دلته باید په مرکزي اسیا او شاوخوا ته په اوږده مهال کې د لویدیځ گټې د افغانستان په جغرافیه کې جلا و ارزول شي او د لویدیځ لپاره د افغانستان د تاریخي اهمیت په چوکاټ کې د افغانستان ملي او بین المللي گټې جلا وڅیړل شي.

د ١٩٩٠ وروسته امریکا ظاهراً د لویدیځ مشري لري، د خپلو اقتصادي گټو د پراختیا او ساتنې لپاره د پوځي قوت او سیاسي تگلارې پلې کړي. د سختو کړاونو وروسته د هغوئ دیموکراسي ترپوښتنې لاندې راغله او ټولنیز توپیرونه یې د لویدیځې دیموکراسۍ لپاره بل ستر خنډ وپیژندل شو. افغانستان چې په دواړو موردونو کې، هم د لویدیځ د دیموکراسۍ د تعریف او هم د ټولنیزو سنتي توپیرونو په وجهې هیڅ کله ورسره جفت نشو، برعکس د مخالفینو لپاره یې د جگړې د دوام ترټولو لویه وسله شوه.

افغانستان مجرب کدرونه د لاسه ورکړي، خو د نوي عصر لپاره کافي روزل شوی نسل لري چې د نن عصر مطابق د نړۍ سره په روابطو او د ملي گټو په ترلاسه کولو کې کولی شي افغانستان په یو نړیوال همکاراومترقي هیواد بدل کړي. شرط دادی چې همدغه روزل شوي نوي نسل ته په اساسو ادارو کې دنده وسپارل شي، او د هیواد د اساسي ادارو سره همغږه د ماموریت د پرمختیا لپاره د خپلو موجوده امکاناتو کار واخلي او د اصلي ملي هدف، د یوې امنې ټولنې په لور حرکت ورکړي.

د نړۍ هیڅ هیواد د بل هیواد د سل په سله جوړونې مسولیت نه درلود او نه یې نړیوال معیارونه شته چې داسی وشي. د افغانستان د مرکزي حاکمیت په وړاندې د وخت نا وخت خنډونو رامنځ ته کیدل د ځنو هیوادونو مستقیم او غیرمستقیمه مداخله ده چې د ژبني تعصب، پر قومونو د قدرت د ویش، او د منتخب حاکمیت په وړاندې د امنیتي سترو گواښونو لپاره لومړی پخپله یو شمیر بی وزله افغانان او بیا د نورو مجبورو تنکیو ځوانانو استفاده کوي او خپلې گټې پکې خوندي کوي.

ښه مو په یاد دي چې په نوېمیې لسیزې کې په افغانستان کې د پنځه کیلوگرامه زړې اوسپنې بیه ١٢ پاکستانۍ روپۍ وه، او د هماغې اوسپنې نه به په پاکستان کې تبر، بیل، او د کروندگرئ نور ابزار جوړیدل او هریو به یې په اتیا او سل پاکستانۍ روپۍ بیرته افغانستان ته صادریدل. یعنی افغانستان د ١٠٠٠ روپیو په ارزښت مواد په ١٢ روپو ورکول؟

افغانستان همداسی په سلگونه قلمه مواد ایران او پاکستان ته ورکړي او همدا وجه ده چې دواړه گاونډیان د خامو موادو د زیرمې په څیر افغانستان یاغي او باغي ساتل غواړي. افغانان چی اوس پدې پوه شوي، مطمینان چې هیڅ کله به بیا هغه تجربه تکرار نه کړي او د یو بل نه د کرکې او تعصب پرځای به لاس ورکړي او د خپلو گټو د خوندیتوب لپاره به اهل شخص ته مسولیت وسپاري. ددی هیلې د پوره کیدو لپاره ترټولو لمړنی گام د جوزا میاشتې په څلورویشتمه په ټاکنو کې د گډون او وړ شخص ته رایه ورکول دي.!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *