ستانکزی او برمک

تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت ريیس وايي، د کابل ځینې وروستۍ حملې د دیورنډ کرښې هغې خوا ته پلان او تنظیم شوې وې.

د ملي امنیت ريیس محمد معصوم ستانکزي نن (پنجشنبه) د کورنیو چارو له وزیر ویس احمد برمک سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې دوی پاکستاني چارواکو ته د هغو کسانو د نومونو لیست وسپاره چې د کابل په وروستیو حملو کې یې لاس درلود.

ستانکزي دغه راز وویل، یو شمېر مشکوک کسان د دغو حملو په تړاو په وروستیو ورځو کې نیول شوي او هغوی ورته ویلي چې چیري روزل شوي او چیري د حملې پلانونه جوړ شوي وو.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وویل، له ترلاسه شویو معلوماتو ښکاري چې دا بریدونه د بلوچستان ایالت په چمن کې پلان شوي وو او افغان پلاوي د هغو مدرسو لیست پاکستاني چارواکو ته وسپاره چې دا حملې پکې تنظیم شوې وې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت ريیس پرون اسلام اباد ته لاړل چې د کابل د وروستیو حملو په اړه اسناد او شواهد پاکستاني چارواکو ته وسپاري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *