تاند: پخواني طالب چارواکي او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر مرکچي شیرمحمد عباس ستانکزی ویلي، له واشنګټن سره د سولې له هوکړې وروسته دې د جاپان په شمول اسیايي او اروپايي هېوادونه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو ضمانت ورکړي.

نوموړی وايي، د طالبانو او امریکایانو تر منځ وروستۍ هوکړه باید د جاپان، اسیايي هېوادونو او اروپايي ټولنې په حضور کې اعلان او لاسلیک شي.

ستانکزي زیاته کړه، تر اوسه په دې تړاو هوکړه نه ده شوې مګر جاپان د دې وړتیا لري چې د امریکایانو او طالبانو تر منځ هوکړه کې د شاهد او ضمانت ګړي رول پر غاړه واخلي.

دا لومړی ځل دی چې طالبانو د سولې هوکړه کې د ضمانت ګړي په توګه د جاپان نوم یاد کړی دی.

ستانکزي له یوې جاپاني رسنۍ سره مرکه کې ویلي، که امریکا له افغانستانه د وتلو مهالوېش اعلان کړي نو په کومو مواردو چې طالبانو هوکړه کړې ده، پوره ژمنتیا به ورته وښيي.

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن هیله ښودلې څو له طالبانو سره د سولې هوکړه د راتلونکې سپټامبر د میاشتې تر لومړۍ نېټې اما له ولسمشريزو ټاکنو وړاندې لاسلیک شي.

مګر کله چې له ستانکزي څخه پوښتنه وشوه ایا تاسې به له ټاکنو وړاندې د سولې هوکړه لاسلیک کړئ که نه؟

د نوموړي ځواب دا و چې طالبان د سولې هوکړې ته تادي نه لري، بلکې دا امریکا یوه غوښتنه ده.

نوموړي دغه راز یادونه کړې تر څو چې د سولې هوکړه لیک لاسلیک شوی نه وي، نو طالبان به افغانستان کې پر بهرنیو ځواکونو خپل بریدونه ونه دروي.

نوموړي دغه راز ګواښ کړی هر هغه انتخابات چې د بهرنیانو تر مستقیم اغېز لاندې وشي، دوی ته د منلو وړ نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې شېرمحمد عباس ستانکزی د طالبانو په استازیتوب د جنجالي څرګندونو له کبله مشهور دی.

نوموړي تر دې وړاندې ویلي وو، د ټولو افغانستان ۷۰ خاوره دوی سره ده او حکومت هیڅ په لاس کې نه لري.

دغه راز یې ویلي وو، کله چې حکومت په لاس ورغی ملي ځواکونه او ټول بنسټونه به له منځه وړل کېږي.

نوموړي دغه راز حامد کرزی او ولسمشر غني د امریکایانو غلامان یاد کړي او ویلي یې وو چې اشرف غني د ا فغان جهاد برخه نه و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *