د بدلون د څهرو د معرفۍ په لړ کي یوه بله روښانه څهره درپېژنو!

زين الله ستانکزى په ١٣٦٠ لمريز کال کې دهلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د٣١ غربي په سيمه کې زيږيدلى پلار يې سرکاتب حاجي محمد صادق او نيکه يې ميرافغان نوميږي.

نوموړي دژوند ٣۳ پسرلي په خپل همدې ټاټوبي کې تېر کړي دي، که څه هم د زده کړو په وړاندي يې يو عالم خنډونه درلودل، خو بيا هم دهمدې سيمي دچاه انجير له لېسې څخه په ١٣٨٥ لمريز کال کې د فراغت سند تر لاسه کړ او وروسته یې کلى پرېښود، لښکرګاه ته ستون شو، په لنډ وخت کې يې د ژورناليزم ډګرته دننوتلو لاره پيداکړه، دلښکرګاه ترڅنګ په پلازمينه کابل، ولايتونو او بهرکې يې دژورناليزم په اړه لنډ مهاله زده کړي وکړې، له تېرو شپږو کلونو راهيسي له پژواک خبري اژانس سره درسمي خبريال او ځينو نورو ملي او نړيوالو رسنيو سره دپريلانس خبريال په توګه کارکوي.

تر څه ځنډ وروسته په ١٣٩١ لمريز کال لښکرګاه کې دعالي دارالمعلمين دپښتو څانګي څخه فارغ شوى او اوس هم په لښکرګاه کې داراکوزيا دلوړو زده کړو په خصوصي پوهنتون کې دتعليم او تربيه دپښتو څانګي دڅلورم کال د وروستي سمیسټر محصل دى.

د۸۹ لمریز کال څخه تر دې مهاله دهلمند دخپلواکو ژونالیستانو دټولني مسئولیت هم په غاړه لري چې دخپلو ملګرو په ډيرو هڅو او هلوځلو يې دغه ټولنه فعاله ساتلې، د ژورنالستیکې، فعالیتونو پربنسټ يې دوه ځله لندن، یو ځل دامریکاه متحده ایالاتو، یو ځل اماراتو او یو سفر يې دپاکستان پلازمیني اسلام اباد ته کړی دی چې په مربوطه برخه کې يې دخپلي سیمي د خبریالانو، ستونزي، غوښتني شریکي کړي دي.

ستانکزي پخوا لا دشعر،لنډو کيسو او داستان لیکلو په برخه کې هڅي کړي دي، خو لا تر دې دمه په دغو برخوکې چاپ شوي اثار نلري، مګر لندي کيسې او شعرونه يې په بېلابيلو مجلوکې چاپ شوي دي.

شل ساعته شپه(يونليک ) يې لومړى کتاب دى چې دامريکا او لندن ظاهري ښکلاوي ېې دخپلوخټينو کوڅو سره داسي پرتله کړي چې د هيواد او کلتور مينه يې د لمر په شان ښکاري.

دهلمند پيژندني دسیمینار دبېلا بیلو لیکوالانو دمقالو ټولګه هم ستانکزي ترتیب کړې، چې په خپل وار سره په دې ولایت کې دارزښتناکه چاپ شويو اثارو په کتار کې راځي.

بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(۵) ګڼه\ چارشنبه\ميزان ۳۰\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *