په اداري سیستم کې تشویق او هڅونه هغه مهم فکتور دی چې د یوې ادارې پرکارمندانو فوق العاده اغیز کوي او هغه داسې خپلې دندې ته واداره کوي چې هیڅ ناغیړي او خیانت یې په ضمیر او وجدان کې بیا ځای نه شي نیولی او تل خپلې دندې ته په درناوي او احترام قایل وي په روح او روان یې مثبت اغیز کوي او د همدې تشویق په نتیحه کې یې کاري ظرفیت او انرژي لا پسې زیاتیږي.
مکافات او مجازات دوه هغه عنصر دي چې په تطبیق سره یې په یوه اداره یا نظام کې مثبت بدلولونه راتلای شي. مکافات او مجازات په اداره او منجمنټ کې د بشري قوې د کرکټرونو د اصلاح او سمون غوره اصل ګڼل کیږي ، په کارده چې زمونږ موجوده نظام، مدني نهادونه او ټولنې ، عام ولس ، حمکي او او حقیقي اشخاص او ټولې ادارې دغه اصل ته پوره پوره توجه وکړي هغه څوک چې خپله دنده په صادقانه ډول د ټولو اصولو او قوانینو په مراعتولو سره سرته رسوي نو بایده دي چې د داسې کسانو په ریښتونې خدمت ، کار او زیار ګاللو سترګې پټې نه شي. وستایل شي، و نازول شي، تشویق کړل شي ، او د مکافاتو اصل پرې تطبیق شي.
برعکس هغه کسان چې په دندو کې ناغیړي او خیانت کوي ، خپلې وظیفې ته ژمن او وفاداره نه دي باید چې مجازات کړل شي ، دندې او صلاحیتونه ترې واخیستل شي او پرځای وړ او مناسب اشخاص معرفي شي ترځو مو د هیواد اداراتي سیستم داصلاح او پرمختګ پر لور یون پیل کړي .
په دې وروستیو کې د ستاینې او د ستاینلیکونو لړۍ دومره ګرمه او تیزه شویده چې ډیر کوچني نهادونه او ټولنې چې تازه یې خپل فعالیتونه پیل کړي وي هغوی هم په ډیرو ګرمو مراسمو او تودو جشنونو سره د دولتي او غیر دولتي کارکونکي ریسان او مدیران پرې ستایي .
خو اوس پوښتنه دا ده چې ایا دغه ستاینې واقعاً د هغه چا کیږي چې ولس ته یې ریښتنی او صادقانه کار کړی دی ؟ دوی د اداري فساد په دې مروجه سلسله کې چې له امله افغانستان د نړی د فاسدو هیوادونو په دریم ردیف راغلی دی له دې مرضه خلاص دي او په فساد کې ښکیل نه دي ؟ او خپلې ورسپارل شوي دندې یې د اصولو او لاوایحو مطابق پر خپل وخت اجرا کړي دي ؟
که په لنډه توګه دې پوښتنو ته ځواب ووایو دا هم ډیره مشکله ده چې د دغه ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره دې یوڅوک داسې ارزول شوی وي چې د ستاینلیک د دې لوی معنوي ډالی په ورکړې ارزیږي خو داسې معلومیږي چې د ستاینې دغه پروسه تر ډیره سبولیکه بڼه لري او دغه پروسه هم اوس یوه ارتباطي پروسه ده چې اکثره د یو سلسله ګروپونو لخوا د خپل منځي تقویې او د ارتباط د تقویه کولو په خاطر صورت نیسي ترڅو د خپل سیاسي بانډ لخوا داسې په رسنیو کې منعکس شي چې کواګې نوموړی یو وړ او د کار سړی دی ترڅو د اړوند ادارو لخوا یې تبدیلي او له دندې څخه د لیرې کیدو پلان ونه نیول شي ځکه چې په موجوده مقام او موقف کې د ده او د ډلې ځني غیر مشروع ګتې خوندي.
د ستاینلیک ترڅنګ اوس د سرو زرو یا طلا مډالونه هغه څه دي چې ورکړه یې دومره عادي شوي ده چې داسې ښکاري چې دا به هغه قیمتي عنصر یعنې سر زر نه وي خو ولس اوس په دغه چل ول پوه شوی دی او وایي چې دا د اړوند چارواکي په مالي لګښت ترتیب کیږي او بیا د هغه پلویانو لخوا د مراسمو په ترڅ کې هغه ته ورکول کیږي پر ځای ښکاري ځکه چې په اوسني اداري فساد لړلي نظام کې د یو چا د کړنو څخه دومره یو څوک متاثره شي چې د سرو زرو په واسطه لیکل شوی لیک او او یا مډال په خپل لګښت ورته ترتیب او بیا دې ورکړي.
داچې د ستاینې او په ضمن کې که مکافات ورته ووایو دا لړۍ دومره تیزه روانه ده خو د مجازات فکتور چې د یوې ادارې په اصلاح او سمون کې رغنده رول لري او نورو کارومندانو ته پند ګرځیدلی شي په موجوده اداري نظام کې یې تطبیق په نشت حساب دی چې له امله په اداري بخش کې خپل سري او ګډوډي اوج ته رسیدلي ده او تر اوسه د داسې مراسمو ډیر کم شاهد پاتې شوي یو چې د یو دولتي یا غیر دولتي کارکوونکي د مجازات لپاره نیول شوي وي او پکې د وخت قاضي یا څارنوال را څرګند شوي وي چې نن فلانی ماموریا کارکونکی چې په دنده کې یې فساد، اختلاس ، غفلت یا ناغیړي کړیده او دا دی په علني ډول مجازات کیږي له دندې ګوښه کیږي او قانوني جزا ویني .
په لڼده توګه که ووایو چې ستاینه که د هغه چا وشي چې په خپله دنده کې په ریښتني معنا صادق او برلاسی وي په اداري فساد ککړ نه وي او په ریښتني معنا ارزول شوی وي او خدمات یې ولس ته دمنلو وړ وي او په هغه چا دې د مجازات اصل تطبیق شي چې د دندې په تقدس نه پوهیږي او خپل مسوؤلیت ته ژمن نه وي او د وړ کسانو د کار مخه یې ډب کړي وي .
سید حبیب صمیم – خوست 2017 – May – 14