له کور سره يې اړيکې پرې وې؛ دا ژمنه يې عملي کوله چې رواجي سړی نه دی.

 کورنۍ يې نه پوهېده له کوره غلی د حج په نيت وتلی سړی اوس چېرې دی، کله راځي او په کومه الوتکه کې به يې وار وي.

په تپه تياره کې يې څېره وځلېده. د خپل وطن خاوره يې ښکل کړه. د سړک په ښۍ لاس ولاړ ټکيسي ته ور نېږدې شو.

موټر چلوونکي له موټره د  ښکته کېدو سره سم وويل: 

(( اه حج مو قبول شه!))

ده، مننه وکړه، خو موټر چلوونکی له ځانه سره وبونږېده: ((ډېر بې څوکه دی، هېڅوک يې مخې ته نه دي راغلي، دا لا څه ډول حاجي دی!.))

تندي يې خوښۍ وېشلې. خوله يې وخوځېده: ”خدای مو ور وله، مبارک ځای دی، بې رواجه حاجي شې.  ”

 لمر ډډې تودولې. خاک باد کلی په سر اخيستی و. سترګې يې وموښلې، په روانه وياله کې يې سړې اوبه مخ ته واچولې، هغه اړخ په ديره کې ديګونه باندې وو. يو خيرن ماشومان خپل چپ لاس په خپل تک تور غومبری تېر کړ، د ده تر څنګ ودريد: (( کاکا ما درسره يوسه، هغوی مې نه پرېږدې چې ډوډۍ وخورم .))

ماشوم يې  ښکل کړ، جېب ته يې لاس ور وړ، ماشوم منډه واخېسته.

لرې د روانې ډولۍ پسې د لسګونو موټرو ګړندي تګ د کلي په کوچنۍ لارې ښخړه ليکه تر اسمانه پورته کړې وه.

په کاله کې د موبايل زنګ وکړنږيد. خبره نه و د ټوپک ګولۍ وه.

خور يې يې نارې کړې؛ حاجي لالا خو په پټه راغلی. ټولو ور منډې کړې، تريو تندي او ځوړندې سترګې د کلا  عمومي دروازې ته ووتل.

شېبه وروسته يې حجره  د نېږدې خپلوانو او دوستانو ډکه وه، ټول خوابدي وو:  

 (( ستا حج نه کېږي. حج به دا ډول وي، موږ خو سيالان لرو، تربرونه لرو، سخت وشرمېدو.))

ده مخ وګرځاوه.  زړه يې پر ځای و.  مسک شو. لرې يې د برنډې په راوتلې څنډه غوړيدليو ګلانو ته کتل.

نوامبر۲۶مه، ۲۰۱۶

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *