پوهیږم ته به هم نور له دې ناولي جنګه ستړی شوی یې خو دراتللو لپاره به بهانه غواړې، راځه د راتګ لپاره بهانه مه لټوه دا ولس خوش باوره دی، دومره به دې راتلو ته خوشحاله شي لکه څوک یې چې په کور سره ډولې ورد ننه کړي او ستاسو دراتللو لپاره به درته په لارو کې ګلونه وشیندي. ائ! ستاسو به د حکمتیار راتگ یاد وي هغه ته یې هم د سر په سترګو هر کلی وویل قدمونه یې خلکو ښکل کړل، ځمکه یې ورته په ګلانو فرش کړه. ته راشه دومره په دې ونازوي چې ته به یې هېڅ فکر هم نکوې او نه به دې داسې سوچ هم کړی وي او ائ! رختیا ته پوهېږئ چې دا بېچاره او دردېدلی ملت به تاته څه ووایي؟ دوی به درته د هغه شاعر په څېر ووایي.
ستا راتلو ته هرکلی وایو جانانه
موږ دې وخته پسرلی وایو جانانه
نو ائ! سوال درته کوو زاري درته کوو چې راځه راشه موږ به بیا هم ستا راتلل په سر سترګو ومنو خو ته لکه د دې راغلي راسره وعده وکړه چې نور به جنګ نه کوو انسان وژنې ته به د پای ټګی کېږدو، د ټول عمر لپاره به اوربند اعلان کړو، وطن به نه ورانوو او په ټوله معنا به دې زورېدلي او کړېدلي وطن ته کار کوو ترڅو د سولې علم اوهنر په ګاڼه سمبال شي.