د تېرې میاشتې په اته ویشتمه نېټه د ټکر د شهیدانو ورځ ونمانځل شوه. دغه ورځ هر کال هم په دغه نېټه نمانځل کیږي خو دا ځل په تېر څلور اتیا کاله کښې داسې کار وشو کوم چې له دې نه وړاندې، نه و شوی. دغه قیصه کولو نه وړاندې غواړم چې د لوستونکو د معلوماتو لپاره د ټکر په تاریخي پیښه رڼا واچوم.

د چوک یادګار پېښور پېښه تازه تازه شوې وه. فرنګی حکومت د فخر افغان باچا خان د شخصیت، نوم او تحریک د زور نه په ویره کښې وو او غوښتل یې چې د باچا خان نیزدې ملګري او خدایي خدمتګاران بندي کړي تر څو د تحریک مخه ونیسي. هم په دې سلسله کښې فرنګی حکومت ټکر ته د خدایي خدمتګارو خدای بخښلي سالار شمروز خان او مرحوم ملک معصم خان په ګرفتارۍ پسې راغی . خو د کلي مشران او ولس دغه شان د دې خدایي خدمتګارو د ګرفتارۍ خلاف وو او دغه خبره یې په خپل ننګ او ناموس دوه لاسي څپېړه ګڼله. اخر د ډېرې صلاح مشورې او خبرو اترو نه پس دواړه اړخه په دې خبره سره یو شو چې دوی به ګرفتاري ورکوي خو د کلي ټول مشران به ورسره د درناوي په توګه د مردان چاوڼۍ پورې ځي. (دلته دا خبره د یادونې وړ ده چې ټکر د مردان ښار نه شل، دوه ویشت کلومیټره شمال اړخ ته پروت یو تاریخي کلی دی) کله چې یاد دواړه مشران او د هغوی ملګري مردان ته روان شول نو ورسره د خواوشا سیمو او کلیو خلک هم ملګري کیدل شورو شول او دغه شان چې کله دغه قافله تر ګوجر ګړهۍ رسیدله نو د خلکو شمیره په سلګونو کښې وه. د خلکو دومره ګڼ شمېر نه فېرنګی وویرېده اوایس پي مرفي چې د خپلې دستې مشر وو، هم په دغه ځای لاسي د دې مشرانو د ګرفتارۍ هڅه وکړه. په دې خبره اړی ګړی جوړ شو چې له امله یې ایس پي مرفي ووژلی شو او خلک یو خوا بل خوا خواره شو.

شپې ته فرنګي حکومت د ټکر کلي محاصره وکړه او د خلکو کورونو او حجرو ته یې اورونه واچول. په سبا یعنې ۲۸مئ، ۱۹۳۰ء ورسره خلکو په تش لاس جنګ شورو کړو او فیرنګی حکومت یې د خپلې جدید وسلې او توپو سره په شا وتمبولو. د علاقې مشرانو او خدایي خدمتګارو د وېنا تر مخه په دې پېښه کښې دولس پښتانه شهیدان او خواوشا پینځه اویا ژوبل شوي وو. ځکه نو دغه ورځ د سیمې د پښتنو او سور پوشو په تحریک کښې یو ځانګړی مقام لري او په هم دغه مناسبت د ټکر پل کښې د شهیدانو په نوم یو ښایسته یادګار جوړ کړی شوی. او دغه شان بیا دا یو دستور جوړ شو چې هر کال به په دغه ورځ تر کومې پورې چې باچا خان او ولي خان ژوندي وو او په صحت روغ وو نو ټکر ته راتلل، غونډې ته به یې وېناوې کولې او د شهیدانو په یادګار به یې د ګلونو څېرې غوړولې. دلته دا هم د یادونې وړ ده چې کله به هم اتویشتم مئ راتلو نو خلکو به ورته د اول نه تیارۍ نیولې. د غونډې نه به یوه ورځ وړاندې سټېج جوړېدو او د باچا خان یا ولي خان قافلې ته به زرګونو خلکو د ګلونو په پانړو او ملي ترانو هرکلی کولو. زیاتره خلکو به ټول سور لباس اچولی وو او په اسونو به یې سره بېرغونه په علاقه کښې ګرځول.

د باچا خان او ولي خان نه پس که دغه د شهیدانو ورځ نمانځل ختمه نه شوه خو هغه جوش او تودوالی پاتې نه شو ځکه چې هغه عوامي رابطه کومه چې باچا خان او ولي خان جاري ساتلې وه، هغه شان پاتې نه شوه. که څه هم اسفندیار ولي خان په دغه مناسبت څو ځله راپېښه ضرور کړې وه خو بیا د دوه زره اتم د عام انتخابات او د نیشنل ګوند په صوبه کښې د حکومت جوړولو نه وروسته مشر دا لاره داسې هېره کړه لکه چې هډو کومه پېښه شوې نه وي.

خو هغه چا څه ښه ویلي چې وخت ټول عمر یو شان نه وي. د پاکستان تېر کال عام انتخابات کښې د عوامي نیشنل ګوند د عبرتناک شکست نه پس که یو خوا پارټۍ د اقتدار نه لاس اووینځل نو بل خوا پارټۍ کښې اختلاف هم سره رابرڅېره شو چې د بیګم نسیم ولي خان په مشرۍ کښې د عوامي نیشنل ګوند (ولي) په شکل کښې رامخې ته شو. په تېر عام انتخابات کښې د عوامي نیشنل ګوند د شکست اسباب او عوامل که څه هم مختلف النوع دي چې پکښې ناګهانه د پي ټي آیي په منظر عام راتلل، د ګوند سولو فلائټ یعنې یواځې برخه اخستل، د امنیتي وضعیت خرابوالی او په تیره تیره د ترهه ګرو لخوا قام پرستو او پیپلز ګوند ته دړکې وې. دغه اسباب که ریښتیا اومنو خو بیا هم دغه سوال لا تر وسه جواب غواړي چې اخر ولې مور بي بي په دې مجبوره شوه چې ځان ته بیل ګوند جوړ کړي.

تېر کال عام انتخابات نه یوه اوونۍ پس چې کله د خپلې مجلې د مرکې لپاره ولي باغ چارسدې ته لاړم نو بي بي د خپلو خبرو ترڅنګ د عوامي نیشنل ګوند د مشر اسفندیار ولي خان نه د ګیلو یو انبار وتړلو او زما د دې سوال په جواب کښې چې که خدای بخښلی ولي خان حیات وو نو داسې حالات کښې به یې څه رد عمل وو نو بي بي سمدستي اوويیل چې که ولي خان ژوندې وی نو داسې سپېره ورځ به نه وه.

د کالم په سر کښې م چې کومې خبرې ته اشاره کړې وه چې په تير څلور اتیا کاله کښې په وړومبي ځل وشوه هغه دا وه چې داځل د ټکر د شهیدانو ورځ دوه ځله اونمانځلې شوه یعني د عوامي نیشنل ګوند او عوامي نیشنل ګوند (ولي) دواړو له خوا په یوه ورځ خو په مختلفو وختونو ځانله ځانله اونمانځلې شوه او دغه شان یو نوی اوعجیبه تاریخ جوړ شو. اګر چه هر سړی دا جمهوري حق لري چې د خپل اواز رسولو او سیاسي خدمت لپاره خپل ګوند جوړ کړي او بیا د بي بي زیاتره ګیلې او شکایتونه به هم بی ځایه نه وي خو تاریخ ګواه دی چې کله هم د یو قام، یا د یو قام او ګوند مشرانو کښې ستا، ستا او زما، زما سوچ رامخې ته شوی نو زیان یې ټول قام ته اوړېدلی. او که مونږ دغه تاریخي ورځې هم د سیاسي ګټې لپاره کارول شورو کړو نو آیا بیا مونږ دا دعوی کولې شو چې زمونږ غاړې خپلو مشرانو او شهیدانو ته ازادې دي؟

په یاده ورځ چې کله د بي بي د راتګ خلکو انتظار کولو نو زه هم په کلي کښې وم او په دې انتظار وم چې خلک به څومره وي، آیا هغه زړه جزبه به وي او که نه او د ټولو نه مهمه دا چې بي بي به خپل تقریر کښې څه وايي. زه حیران شوم ځکه چې زما د توقع نه زیات خلک راټول شوي وو او ښه په جوش او جزبه یې د بي بي د هرې چغې او نارې جواب کولو. ما سوچ کولو چې دغه ردعمل داسې ښکاري چې د خلکو د عوامي نیشنل ګوند د تیر حکومت په زیات تره فیصلو عدم اعتماد او د مشر د عوام نه د فاصلې زیاتېدو د خفګان اظهار او غمازي وي.

غونډې ته د خپلې ویناوې په وخت بي بي وویل چې زه اوس د اتیا کالو او کمزورې یم خو ځکه راووتې یم چې د باچا خان او ولي خان تحریک ته کوم زیان په تیر شپږ کاله کښې رسیدلی دی، د هغې مخ نیوی وکړم.

بلخوا د پښتنو ګنړ شمیر اوس هم د اسفندیار ولي خان په مشرۍ کښې په عوامي نیشنل ګوند اعتماد کوي. نو په داسې حالاتو کښې که د عام سړي د پاره نه وي خو د تحریک کارکنانو د پاره د پریشانۍ خبره ده چې د چا سره شي. او ظاهره خبره ده که دغه کیفیت بل چا ته د فایدې موجب ګرځي او که نه، خو چا ته چې د کلک زیان ښکاره سبب دی هغوي پرې د هر چا نه ښه پوهیږي.

د دواړه ګوندونو مشران او واکمانان د باچا خان د فلسفې او تحریک دعوېدار دي خو حقیقت دا دی چې د بابا فلسفه د عدم تشدد په شکل کښې د بل د رای احترام او د اصولو دفاع کوي. ځکه نو د وخت تقاضا ده چې سره خپلو کښې کېناستې شي، د یو بل ګیلې مانې واورېدې شي او ستا ولي، زما ولي، د هر چا ولي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *