په هغه شاوخوا لېوان، ماران، لړمان او نوري بلاوې را ټولې دي. د هغه په لاس کښي يو بېنر دی او په يوې کنډوالې کښي ولاړ دي. د بېنر په کاغذ ليکلي دي سترګي په لار . لېوان ورته وايي موږ ته وايي، هغه واي يه . ماران او لړمان رامخته سي چي دا به دي نو زموږ دپاره ليکلي وي.
هغه بيا انکار وکړي . اوس بلاوي چيغي کړي چي دا به موږ ته ښه راغلي واې . هغه يو ځل بيا سر وشوروي چي نه . ناڅاپه د هغه په څهره خندا خوره سي ، بېنر وغورځوي او ناري کړي چي هغه دي، هغه ګل راغي چي زه يې په انتظار وم . دا څه يو ښکلي ماشوم منډي راوهي . هغه به يې اوس په غېږه کښي نيسي او ښکلوي به يې چي دغسي درزي سي او هغه سره له ماشومه په سرو وينو او غوښو کښي بدل سي چي د يو اسماني ډرون سوغات وي.سشقصش
پاي