په افغاني او په ځانګړي ډول پښتني ټولنه کې د نارینه ژړا شرم، پېغور او کمزوري ګڼل کېږي، خو د استاد پسرلي له غمه مې دومره وژړل او دومره اوښکې مې وڅڅولې، چې د شرم، پېغور او کمزوري پروا مې ونه لرله، ځکه چې استاد پسرلی له زړه را باندې ګران وو او درناوی مې ورته درلود. هغه زما په ژوند کې بېخي ځانګړی وو.

اندېښنه که په غره کېږدې غر به هم لکه وېښته کا

خوار سړی ملامت نه دی که په غم کې ځان اوبه کا

هغه ورځ په وزیر اکبر خان مېنه کې د کمپاین په دفتر کې وم. په سروبي کې د کمپاین د دفتر د پرانیستلو په اړه مو غونډه لرله، د سروبي مشران او ملکان هم راغلي وو، لا هم د غونډې پیل ته وخت وو، سلطان احمدزي راته وویل چې استاد هم په حق ورسېد. ما ویل کوم استاد؟

ویل، استاد پسرلی.

سر مې په لاسونو تکیه او په څادر کې ونغښت. د استاد تېرې شیبې او خاطرې مې یوه یوه ذهن ته راتله. زړه مې لا کمزوري کوله. سلګیو مې ملګري ناکراره کړل، له خونې ووتم، د غم غلطولو په موخه مې دباندې په حویلۍ کې قدم وواهه، بېرته خونې ته لاړم، په لس بجو غونډه پیلېدونکې وه،  ما په غونډه کې د نه ګډون عذر وړاندې کړ، خو ملګرو غونډه د غرمې تر دوه بجو وځنډوله.

له سالون څخه ووتلم. د بوټونو پښو کولو ته ټوغ شوم، موبایل ته مې زنګ راغی، نورګل شفق وو، د راډیو لپاره یې د استاد په اړه زما نظر غوښت، خو سملاسي د خبرو نه وم، ما ویل که لږ وروسته زنګ وکړئ، زه به تر هغو خپل ذهن او حواس راټول کړم. لا مې هم نه دي په یاد چې د استاد پسرلي په اړه به مې څه ویلي وي، خو یوازې همدومره مې یاد دي چې ستونی مې ټپ او غږ مې لړزنده او ژړغونی وو.

د استاد پسرلي له  نوم سره په اویایمو کلونو کې بلد شوم. هغه مهال چې د کابل پوهنتون محصل وم، په لیلیه کې به یې ډاکټرعزت الله مشفق یادونه او ستاینه کوله. استاد پسرلی او کورنۍ یې چې تازه له پېښوره کابل ته را ستون شو، نو له ډاکټر مشفق سره یې لیدو ته ورغلم.

د استاد کورپه تایمني کې وو. په همغه لومړۍ ورځ یې یوه غېږ کتابونه راکړل. استاد پسرلی نصبي خان وو، خو ورځنی ژوند، چلند او کړه وړه یې یوه عادي، خومینه ناک او خواخوږي انسان ته پاتې کېدل، بې کبره، بې الایشه او مهربان انسان وو.

د استاد د مینې، لورینې او شېرین مجلس له برکته به هره اونۍ د ده سلام او کلام ته ورتلم. د استاد کور د ورکو دمه ځای وو، د استاد له برکته مې ننني ډېر لیکوال او شاعران ملګري چې د ژوند تر ټولو ارزښتناکه پانګه مې ده، د استاد په کور کې وموندل.

استاد پسرلی د خپل هېواد او هېوادوالو رښتینی خواخوږی وو، البته دا خبره په دې استناد نه کوم چې په شعرونو او لیکنو کې یې هېواد او هېوادوال زیات یاد کړي او ستایلي دي، بلکې دا خبره د استاد د ناستو او مجلسونو پر بنیاد کوم.

له استاد پسرلي سره د ګڼو ناستو، مجلسونو، کندهار او ننګرهار ته د سفرونو شاهد یم. مګر په هیڅ مجلس او سفر کې مې له استاد څخه د مادیاتو، ګټو، جایدادونو او منصبونو په اړه څه نه دي اورېدلي. حتی د خپل ځان او اولادونو په اړه یې هم څه نه ویل.

د استاد پسرلي ټول بحث به د هېواد په حالاتو او ادبیاتو راټول وو. که به له لیکوال سره وو، که له سیاستوال او که له عادي کلیوال سره، نو له هره یوه سره به د هېواد د ښېرازۍ، سوکالۍ او ابادۍ په اړه غږېده. یا به یې د ورښتونو پوښتنه کوله، یا به یې د ابادۍ، پرمختګونو او د خلکو د ټولنیز ژوند په اړه پوښتل او یا به یې دا لارښوونه او سپارښتنه کوله چې څنګه ښه والی راوستلی شو؟ عاجزي او کمیني یې د شخصیت لویه ځانګړنه وه.

یو مازدیګر چې په کندهار کې د علامه رشاد بابا د مزار تر څنګ ولاړ وو، نو د کندهار پوهنتون محصلین راغلل. ستړي مشي یې وکړه او غلي ولاړ وو، د سترګو په اشاره یې وپوښتل چې څوک دی؟

ما ویل استاد پسرلی دی.

محصلین له خوښۍ وغوړېدل، د بښنې په یادولو یې دوباره له استاد سره ستړي مشي وکړه. ټول محصلین استاد ته مخامخ ودرېدل. ویل موږ ته څه پیغام او سپارښتنه لرې؟

استاد ماته وکتل، موسک شو، لکه د محصلینو پوښتنه یې چې نه وي اورېدلې. ما ویل استاده، محصلین وایي چې موږ ته دې پیغام او سپارښتنه څه ده؟

استاد محصلینو ته مخ ور واړاوه، په خندا یې ورته وویل: ما تر څلورم ټولګي ښوونځی لوستی او تاسو دادی پوهنتون لولئ، نو د څلورم ټولګي زده کوونکی به د پوهنتون محصلینو ته څه پیغام ولري؟ همدا لوی کار دی چې زده کړې کوئ او پوهنتون وایئ، زده کړو ته مو دوام ورکړئ، یوازې زده کړې او لوستي ځوانان مو له شته ستونزو خلاصولی او د ښې ورځې څښتنان کولی شي.

استاد سره د خبرو کمی نه وو، که یې غوښتي وای، نو په ساعتونو ساعتونو یې هغوی په خپلو خبرو بوخت ساتلی شوای، خو د استاد په دغه کمینۍ کې یو لوی درس وو، هغه غوښتل په همدغه کمینۍ هغوی ته ډاډ ورکړي، د کمترۍ احساس او روحیه په کې ووژني ، پر ځان یې متکي او باوري کړي او دېته یې وهڅوي چې څنګه ځانونو ته ارزښت ورکړي.

استاد پسرلی یوازې د ښې لیکوالي او شاعري له پلوه لوی انسان نه وو، بلکې استاد د عالي شخصیت او ښه خصلت ګڼې ښېګڼې او ځانګړنې هم لرلې، وړم کال چې له ډاکټر صاحب اشرف غني سره چې هغه مهال لا ولسمشر نه وو، له سروبي څخه د سېلاب ځپلو کورنیو له لیدو وروسته بېرته کابل ته راستنېدم، نو تر نیمایي لارې یې تر ډېره د استاد پسرلي د شخصیت د ښېګڼو په اړه وغږېده. د استاد پسرلي د استغنی او عزت نفس خبره یې هم څو ځله تکرار کړه. ویل، استاد پسرلی مې کور کې مېلمه کړی وو او ډېرې زیاتې ښېګڼې مې په کې ولیدلې. بې الایشه مجلس کوي. استاد پسرلی رښتیانی خان او هغه لوی انسان دی چې موږ لا ډېر لږ پېژندلی دی.

د استاد پسرلي د هنر څېړنه او شخصیت پېژندنه هغومره ساده نه ده لکه څومره چې موږ فکر کوو. د دې لپاره لسیزې پکار دي، ځکه د استاد هر بیت یوه بېله دنیا ده. یوه دنیا رازونه او رمزونه په کې نغښتي دي.

 د شعر باریکۍ، خواږه، رنګونه او ښکلاګانې یې هم لکه د رڼو اوبو چینه تمامېده نه لري، خو دا ټول را سپړل غواړي او دغه سپړنه باید ځوان لیکوال او څېړونکي وکړي. د استاد شاعري ځکه د څېړنو او سپړنو لپاره مناسبه ده چې په خپلو شعرونو او بیتونو کې یې پرېمانه داسې سوژې راټولې کړې دي چې په هره یوه یې جلا جلا کتابونه لیکل کېدلی شي.

ممکن همغه مې د ژوند تر ټولو سخته ورځ وه چې د استاد پسرلي جنازه له هندوستانه را لېږدېدله، په هغه ورځ راته ځان ډېر بې وسه واېسېده، اوښکې مې بېواکه بهېدلې، سلګیو او غریو نیولی وم، ټلیفون مې شرنګېده، خو ځواب مې نشوای ورکولی، ځکه غږ او خبرې مې چورلت ورکې وې. څو ځله علم ګل سحر زنګ وکړ، د استاد پسرلي د جنازې د مراسمو په اړه یې څه ویل، خو چې څومره وس مې وکړ، نوخبرې مې نشوې کولی، هیله مې ځنې وکړه چې د فیسبوک په چټ خونه کې راته ولیکي، د سحر صاحب ډاډ او سپارښتنو هم څه ګټه نه لرله، لا مې بې وسي زیاته شوه.

د علامه رشاد بابا غم هم دروند وو، خو دومره دروند ځکه نه وو چې د استاد پسرلي په  شتون به مې زړه ډاډه کاوه، مګر د استاد پسرلي د ویر او غم لپاره هیڅ تکیه ګاه نه وه، خو دا شکر چې د استاد پسرلي درنه کورنۍ، اولادونه او کتابونه شته.

 تل مې په سختو شیبو کې د استاد پسرلي شعرونو ته پناه وړې او لا یې هم وروړم، خو د استاد پسرلي شعرونه د استاد د خپل غم په کمولو کې مرسته نه راسره کوي، لا مې دا ارمان ژړوي زه وایم کاشکې چې لا هم زموږ په منځ کې وای او لا مو هم د ده له وجود څخه ډېره ګټه اخیستې وای. نن مې هم په همدې ارمان پسې سترګې ډکې او اوښلنې دي

سترګې مې له اوښکو را ډکېږي نن

خیال د ښاپېرو په کې لمبېږي نن

2 thoughts on “سترګې مې له اوښکو را ډکېږي نن/ امیرجان احمدزي”
  1. allah jal jalalahu bah khagha markhum bakhalay wee,he not died,he alived for ever,he was
    really ,honest,leader of education,he got good sons,and family,
    they will keep name of ustad for ever.we have good memory from him.
    markum ustad loved afghans,pashto and afghanistan,
    BE HIS NAME WRITTEN WITH GOLDEN LETTERS FOR EVER,EVER AND EVER

  2. الله (ج) دې استاد مغفرت او زموږ ټولنه د هغه له فیوضاتو برخمنه کړي. ځوان نسل ته ښايي چې د داسې درنو شخصیتونو له مطالعې په خپلو پوهو او له افغان ټولنې څخه په باخبرۍ کې زیاتوالی راولي او د یو ښېرازه افغانستان په جوړولو کې ترې ګټه پورته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *